د دروغجنو خلکو د پام وړ!
عبدالله وردک
انګلستان - جولای - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
ټول خلک، او په خاصه توګه، یو مسلمان افغان، باید د خپلو خبرو، لیکنو، او کړنو سره، ډېر احتیاط وکړي. دا پدې مانا، چې هېڅکله، په هېچا پسې دروغ او تهمت ونه ویل شي.
د یادولو وړ ده، چې په چا پسې دروغ ویل، لویه ګناه ده؛ او هر هغه څوک چې په یوه چا پسې دروغ وایي، نو تر هغو خراب سړی نشته. هغه وروڼه او خویندې، چې د یوه دروغجن سړي خبرو ته غوږ نیسي، هغوی هم ډېر ملامت دي.
ځینې خلک چې کله پوه شي، چې یو سړی، په چا پسې دروغ وایي، نو بیا دوی، دغه دروغجن سړي ته، ډېر په غور سره غوږ نیسي، او د دوی دغه کړنه، ددې سبب ګرځي، چې دغه دروغجن سړی، نور هم خپلو دروغو ته زور ورکړي، او پخپلو دروغو ویلو کې نور هم وړاندې تګ وکړي.
ډېره د تعجب خبره خو داده، چې ځینې خلک ښه پوهیږي، چې فلانی سړی هر وخت دروغ وایي. لېکن، که همدغه دروغجن سړی، بیا کوم دروغ دده په رقیب پسې ووایي، نو هغه بیا دغو دروغو ته، د ریښتیا ویلو بڼه ورکوي، او ددغه دروغو څخه د خپل رقیب په خلاف ګټه پورته کوي، چې دا یو ډېر ټیټ کار دی، او یو مسلمان افغان، باید هېڅکله دغسې یو کار ونکړي.
د یادونې وړ ده، چې هرې خبرې ته د دروغ ویلو نسبت کول، هم یو غلط کار دی. یا په بل عبارت، داسې ونشي، چې د یوه سړي، ریښتیا ویلو ته هم، د دروغو بڼه ورکړل شي. کېدای شي، چې ددغه سړي خبره، باالکل حقیقت ولري، او دده مخالفین یې د دروغو په شکل تېره کړي.

د پام وړ ټکي:
ټولو خبرو ته، د دروغو نسبت کول، سم کار ندی. اورېدونکي، او لوستونکي، باید ریښتیا، له دروغو نه بېل کړای شي. دروغو ته، دروغ، او ریښتیا ته، ریښتیا وویل شي. داسې ونشي، چې خدای مکړه، دروغ او ریښتیا یو له بله سره ګډ شي.
که چا، په یوه چا پسې خدای مکړه، دروغ وتړل، نو هغه سړی، چې په هغو پسې دروغ تړل شوي دي، هغه باید دغه دروغ په معقولو دلایلو سره، رد کړي. که چېرې په چا ثبوت شي، چې دغه نفر، دروغ ویلي وو، نو بیا ټول خلک، باید هغه سړی په رسمي ډول دروغجن معرفي کړي، او که چېرې دغه نفر ریښتیا ویلي وي، نو بیا ددغه نفر خبره، باید ډېره جدي وګڼله شي، او د دغه خبرې پوښتنه وشي، او هغه مقابل نفر، ددغه خبرې وضاحت وکړي. کنه، نو بیا نورو خلکو ته سوالونه او شکونه پیدا کیږي.
بهتره خو داده، چې هرکله یوه چا د بل سړي په هکله، یوه بده خبره درته وکړه، نو ته دغه نفر ته په ښکاره ټکیو ووایه، چې زه غواړم، چې دغه خبره سپینه کړم. نو که هغه نفر دغه وویل چې هو! سپینه یې کړه، نو کېدای شي، دغه خبره ریښتیا وي، او که سړي وویل، چې نه زما نوم‌ به نه اخلې، نو پوه شه، چې دغه سړي، دغه خبره د الله(ج) دپاره نده کړې.
ډېر احتیاط وشي، چې په چا پسې دروغ ونه تړل شي. خو که څوک فکر کوي، چې دغه خبره دروغ ده، نو د هغو د ثابتولو دپاره، باید متهم نفر، خپل ټول دلایل وړاندې کړي، تر څو نورو لوستونکو ته حقیقت معلوم شي.
هغه څوک‌ چې د نورو په وړاندې، په چا پسې خدای مکړه، دروغ ووایي، نو ددغو دروغو وضاحت هم، د همدغه لوستونکو، په وړاندې وشي.
په پای کې دواړه لاسونه د لوی او مهربان الله(ج) دربار ته پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، زه یو ځل بیا خپل لاسونه پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د، د طالبانو وروڼو او امریکایانو، په خبرو کې هغه څه فیصله کړي، چې هغه الله(ج) ته قبول، او منظور وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com