د تازه رپوټونو په اساس، تیره اونۍ د یکشنبې په ورځ (جولۍ ۲۱) د سریلانکايي کډوالو څخه ډکه یوه کښتۍ د هند په سمندر کې د استرالیا اوبو ته په رسیدو د دغه هیواد د سرحدي ځواک لخوا ونیول شوه او پکې سپاره ناقانونه کډوال د لنډې مودې لپاره د استرالیا د کریسمس ټاپو توقیف خونې ته ولیږدول شول.

د رپوټونو په حواله، یادې کښتۍ د تیرې مۍ میاشتې په لومړیو کې له سریلانکا څخه حرکت کړی وه او پکې ۲۰ تنه سریلانکایي ناقانونه کډوال سپاره ول.

دا په تیرو دوو میاشتو کې د استرالیا له فیدرالي ټاکنو راوروسته د ناقانونه کډوالو دریمه کښتۍ ده چې د استرالیا اوبو ته رسیږي او د دغه هیواد د سرحدي ځواکونو لخوا نیول کیږي.

د استرالیا حکومت وايي، په دغه دوو میاشتو کې ټولټال ۸۰ کډوالو هڅه کړې چې د کښتۍ په مرسته په ناقانونه توګه استرالیا ته ورشي.

د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پيټر ډوټن دا تاییده کړی چې د نوې نیول شوې کښتۍ کډوال یې اوس بیرته خپل هیواد سریلانکا ته په يوه ځانګړې الوتکه کې استولي.

نوموړي ویلي، د دغو کډوالو د پناه غوښتنې طی مراحل په کرسمس ټاپو کې ترسره شول چې په نتیجه کې یې د مهاجرت چارواکو لخوا په یادو کډوالو کې هيڅ یو استرالیا کې د پناه اخیستلو وړ ونه موندل شو.

د پيټر ډوټن په وینا، د استراليا د فدرالي ټاکنو وروسته قاچاقبر يو ځل بيا کوښښ کوي چې د اسټراليا د حکومت د مهاجرت پالیسۍ وازمايي او په همدې موخه غواړي ناقانونه کډوال په بيړيو کې اسټراليا ته واستوي.

خو نوموړي دا ټینګار کړی چې د خپل هیواد سرحدونه به یې د ناقانونه مهاجرو په مخ د پخوا په څیر تړلي وي.