په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب استازو او امريکايې پلاوي تر منځ د اووم پړاو له خبرو وروسته دغې پروسې ته د افغان حکومت د خوشبیني ترڅنګ اندېښنې تر بل هر وخت زياتې شوي؛ آن دا چې تېره اونۍ د افغانستان د ملي امنيت د شورا سلاکار ښاغلي حمدالله محب یو ځل بیا د افغان سولې پروسې په اړه د امریکا روانو هڅو ته په اشارې ویلي،چې افغانان باعزته سوله غواړي او که د سولې روان بهیر د افغان نظام ړنګولو یوه دسیسه وي نو په وړاندې به یې ودریږي. 

له دې وړاندې په خپله ولسمشر غني هم په وار وار په غير مستقيمه توګه د طالبانو او زلمي خليلزاد تر منځ د روانو خبرو په اړه اندېښنه ښودلې وه.  

ولسمشر غني د قطر خبرو ته په اشارې ويلي و، چې دايمي سوله غواړي نه دا، چې د داکټر نجيب الله د وخت تېروتنې بيا تکرار شي. خو وروسته بیا دا دريځ بدل شو او د ارګ ویاند صدیق صدیقي وویل،چې د سولې د مذاکراتو له جزئیاتو په منظمه توګه خبرېږو. 

د طالب مرکچیانو او زلمي خليلزاد د خبرو په اړه نه يوازې افغان حکومت اندېښمن بريښي بلکې افغان سياسيون، مدنې ټولنې، د ښځو حقونو فعالان، بهرني هيوادونه چې په يو نه يو ډول د افغانستان په سياست کې ځان ښکېل بولي او آن په خپله د ناټو غړي هيوادونه هم اندېښمن وو.  

مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالان له سولې وروسته په افغان حکومتي نظام کې د ښځو د ونډې او د ډیموکراسۍ د تطبيق د څرنګوالي له امله اندېښمن دي. د افغانستان په سياست کې ښکېل هيوادونه په ځانګړي ډول روسيه بيا د طالبانو سره په ګډه د راتلونکې افغان حکومتي نظام څخه اندېښمنه ده. دوی هڅه کوي، چې له افغانستانه د امريکایی ځواکونو له وتلو سره په راتلونکي نظام کې چې طالبان به يې هم يوه برخه وي؛ غټ او قوي نفوذ ولري. روسيه غواړي د امريکا له وتلو وروسته دغه تشه په خپله روسان ډکه کړي. 

افغان سياسيون په ځانګړې توګه هغوی چې د اوسني حکومت يوه برخه دي يا په تير کې یوه برخه وو؛ ځکه اندېښمن دي، چې د طالب له راتګ وروسته به ممکن د دوی واک او ځواک د حکومت په چوکاټ کې راکم او طالبانو باندې به وويشل شي. دوی د خپلې سياسي بقا په اړه اندېښمن دي، خو د طالب استازو او یادو مشوشو سیاسیونو له لیدنو وروسته داسې ښکاري،چې د دوی دې اندېښنو ته د حل لار موندل شوې اواطمینان یې تر لاسه کړی دی. 
 
 دا چې د حمدالله محب د نویو څرګندونو له امله د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکو کې د احتمالي کړکيچ مخنيوی وشي،د سولې روان بهير يا له طالبانو سره د امريکا خبرې ناکامې نه شي او افغان حکومت هم ځان د سولې په خبرو کې مطرح احساس کړي، د امريکا ولسمشر ته په کار ده،چې په دې اړه د افغان حکومت او سياسيونو اندېښنې خلاصې کړي.  
د امريکا متحده ایالات باید افغان حکومت په ځانګړې اشرف غني ډاډمن کړي، چې د زلمي خليلزاد او طالبانو تر منځ په خبرو کې هيڅ ډول داسې معامله نه کيږي، چې هغه دې د افغان حکومت او ولس له ګټو سره په ټکر کې وي. 

د سیمي هيوادونو اندېښنو ته ځواب 

زلمی خليلزاد له طالب مرکچي پلاوي سره تر خبرو وروسته چین او له هغه ځایه بیا واشنګټن ته ولاړ،څو د خپل سفر پایلې له امریکایي چارواکو سره شریکې کړي. 
چین هغه هيواد دی، چې تر نورو ډير په قطر کې د امريکا او طالب استازو تر منځ د خبرو په اړه اندېښمن دی. ښايي خلیلزاد دغه هېواد ته په سفر کې هڅه کړې وي، چې د سولې روانو خبرو په اړه د دوی اندېښنو ته ځواب ووايي او په اړه يې ملاتړ خپل کړي. 

ولس تمه لري،چې د سولې روانې خبرې سمې او په سيده لار روانې شي او طالبان دې له افغان حکومت سره د مذاکراتو ميز ته حاضر شي، نور د سولې په اړه سيمه یيزه او نړيواله اجماع رامنځته شوې ده،چې د جرمني او قطر،ازبکستان او ځینو نورو هېوادونو هڅې یې ښه مثالونه کېدای شي.بل لور ته افغان حکومت هم د سولې په برخه کې د دولت وزارت رامنځته کړ،د قطر بین الافغاني غونډې ته یې خپل استازي ور ولېږل او او داسې هيلې هم شته چې د راتلونکې سپټمبر میاشتې تر را رسېدو وړاندې د افغان حکومت و وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د مخامخ خبرو زمینه هم مساعده شي.