د افغانستان د روحانیت ، سولې او جهاد ستر لارښود ارواښاد فضیلتمآب پیر سید احمد ګیلا ني له دې فاني دنیا څخه په داسي حالت کي سترګي پټي کړې او رحلت یې وکړ چي د څلورو لسیزو ناخوالو د ختمولو لپاره يې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې او د سرتاسري سولې او ارامي په پار یې په ملي او بین المللي کچه د خپل ولس غږ همیشه ‌وچت ساتلی وو، چې د افغانستان ولس یې لاسته راوړنې او هلې ځلې نه هیریدونکي بولي او د ارواښاد تشه نه ډکیدونکي تشه بولي.
جناب پیر صاحب د جهاد له بریالیتوب څخه بیا تر اوسه د جګړې په ښکېلو اړخونو د سوله ایز حل تاکید کول، د افغانستان د ملي اسلامي محاذ ګوند د پیر سید احمد ګیلاني تر قیادت لاندې د داخلي جګړو پر مهال حتا یوه مرمۍ هم فیر نکړه، دا په داسي حال کې ده، چې د افغانستان ملي اسلامي محاذ د جهادي ګوندونو په منځ کې تر ټولو با نفوسه ګوند و، د پیر سید احمد ګیلاني ټول لارویان په دې افتخار کوي، چې رهبر یې د خلکو وینې نه وې تویې کړې او یواځینی رهبر و، چې له زورواکۍ،پاټکونو،غصب او خود سریو څخه یې کرکه کوله.
پیر سید احمد ګیلاني متمدن،روحاني او سیاسي رهبر و، د پلار له دارایي پرته یې هیڅ شی خپلو اولادونو او پلویانو ته په میراث پرې نه ښودل.
نوموړي په ورستیو کې د سولې د عالي شورا ریاست په غاړه واخیست چې ګڼې لاسته راوړنې یې لرلې، چې د اسلامي حزب له محارب ګوند سره د سولې تړون یې ښه مثال دی، نوموړي په ورستیو کې له نورو وسله والو مخالیفینو سره هم د سولې د ټینګښت لپاره اړیکې ټینګي کړې وې، خو ژوند ورسره یاري ونکړه او دا ارمان یې له ځان سره ګور ته یووړ.
پیر صاحب په خپله ملنګي پلارنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو، د ده په اړه هم خلکو داسي فکر کول، چې د نورو رهبرانو په څېر به دکابل په کومه تپه خاورو ته وسپارل شي، خو نه دا د جناب پیر صاحب د تګلارې او شخصیت مخالف کار وو.
د مرغومې دوهمه د پیر صاحب د رحلت ورځ وه، هغه ورځ چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې یې مجاهد ولس د غم په ټغر کېنول، له بېلابېلو ولایتونو څخه راغلیو پیروانو یې په مرقد اوښکې وبهولې او د پير صاحب په وصال یې د مایوسۍ اظار وکړ.
جوته ده، چې د پير صاحب د نشتون تشه به هیڅ کله جبران نشي او ټول افغان ولس به یې یواځې د کارنامو په یادولو سره روح ته دعا کوي.
خو زموږ لپاره دومره بس ده، چې رهبر مو قاتل، غاصب، زور واکی نه و، او د هرې افغانې مور په اوښکو یې زړه غمجن و، تل به یې د خپل هیواد دسوکالۍ او پرمختګ لپاره هڅې کولې، تل به د وطنوالو د ورورولۍ ارمان په مخه کړی و، په ټولو سیاسي تعاملاتو کې یې یواځې د ولس ګټو ته اولویت ورکول، هیڅ داسې مثال نشته، چې جناب پیر صاحب د خپلو یا ګوندي ګټو لپاره د هیواد ګټې تر پښو لاندې کړې وي، دا ټول هغه څه دي چې پیروان یې په افتخار د خپل رهبر په یاد کې زمزمه کوي.
هېره دې نه وي، چې یو شمېر بې ضمېره او پردیپال بیا هم د دې عظیم شخصیب په اړه ناسم او له مرضه ډک تبلیغات کوي، دوی هیڅ دلیل د دې څرګندونو لپاره نلري، دوی په خپله هم پدې پوهیږي چې د جناب پیر صاحب په اړه د ناوړه او له غرضه ډکو تبلیغاتو لپاره هیڅ داسي دلیل نلري، چې خلکو ته یې وړاندي کړي، خو موږ ته د خپل رهبر روحیه او شخصیت بیا هم دا اجازه نه راکوي، چې حتا د دې بې شخصیته خلکو په اړه هغه څه ولیکو، چې د دوی له شخصیت سره ښایي، جناب پیر صاحب د افغانستان ټول ولس، مشران، کشران، علما، مخور او متنفذین پیژني، چې یو ټول منلی، په دین او هیواد مین شخصیت و.
د جناب پیر صاحب په اړه که هر څومره ولیکم کم دي، خو په دې به یې ختمه کړم، چې پیر صاحب د هر افغان لپاره یو پاک نفسه، له بدو لري او د هیواد د خپلواکۍ، ملي یوالي او سولې اتل و.
د جناب پیر صاحب روح دې ښاد وي، او لارویان دې بریالي وي