سرګردانه ده اوتره زندګي ده
ساه تیګاه یمه دلبره زندګي ده
هر ساعت د عزرایل تر څنګه ناست یو
شکر باسو منوره زندګي ده
کله یو او کله بل ته کافر وایو
هو! زمونږ خوشې کافره زندګي ده
لا یزاله مونږه ستا په نامه وژني
دا مو حال دی پیغمبره زندګي ده
چې دنیا اخرت دواړه دې خراب وي
بیخ دي ووځه دا نو خره زندګي ده
صبر هم د ایمان برخه ده ملګرو
د مومن سړي بهتره زندګي ده
ایماندارو له ایمانه یو خلاص کړي
میمه دغسې مضره زندګي ده