لېسانس به یې په انډيوالۍ او چاپلوسۍ اخیستی وي، خو داوه به د دوکتورا کوي، په نرسنګ که به ناکام وي، خو ځان به د داخلې او جراحۍ متخصص ګڼي، په خپله به یوه لنډه غونډله (جمله) نه شي شنلای، خو د پردي په لاس لیکل شوی کتاب در مخې ته کړي او په پښتۍ به یې لیکلي وي چې د ولس د رونټیا لپاره، بل ته ټام وايي، خو په خپله به په هره دقیقه کې لس ځلې یو ګوډ او مات انګلیسي ویی (کلمه) وايي او همدا به یې ارمان وي چې یو څوک ور ته ووایي چې ګواکي داسې ښکاري لکه له بهر څخه چې راغلی وي، د بل جېب ته به یې سترګې نیولې وي، خو پېغور به د سوسیال درکوي، ځان ته به سل کلن مبارز وایي، خو دک و دلیل، سیاسي لیدلوری او پوهه به یې د ماشوم وي، پر وزارتونو به تبصرې کوي، په مقرریو به نیوکي، په جنرالانو به خاندي، په ولسمشر به رشخند وهي، خو په خپله به د خپل ماشومانه شخصیت سمون ور ته له وس وتلې وي،نه به کوم وزارت ته چا پریښی وي او نه کوم ریاست ته، خو داوه به کوي چې چارواکي ټول مفسدین دي۔

په هر خبره کې به په ولسمشر لعنت وايي او سورې نارې به وهي چې ولسمشر د سولې په مخ کې خنډ دی، خو ولسمشر به ۸۷۸ طالب سړیخواره د سولې لپاره ور خوشي کړي وي، وایي ولسمشر کلیسا جوړوي، خو دوی به په خپله مجسدونه ورانوي، تور لګوي چې ولسمشر غلا کوي، خو په خپله به هم غلا کوي، هم خون۔ هره ورځ به د وزیر، رییس، جنرال او ولسمشر پر ضد د اسنادو د اېستلو ژمنې کوي، خو هر ورځ به یې د پرون خبرې هېرې وي۔ په خپله به هر چا ته ښکنځا کوي، د چا د ناموس پروا به نه لري،ان ولسمشر ته به د ناموس ښکنځا کوي، خو ښکنځلمار به تا ګڼي، چې ور ته ووایي چې ښکنځلې مه کوئ، دا د سپکو خلکو کار دی، بس ټوله نړۍ خبروي چې ښکنځلې ور ته وشوې۔

دا ټولې هغه سپکې او بد مرغه څېرې دي چې نه کوم ملي دريځ لري او نه هم کوم سیاسي لیدلوری او آیدېدیال۔ دوي فکر کوي چې د ولس پر ضد د سنګر نیول او په ولسمشر د کلیسا، کفر، الحاد، فحشا، فساد او دېکتاتورۍ تورونه به دوی ته څه ورکړي، دوي فکر کوي چې په خپلو سپکو، ماشومانه او غیر انساني الفاظو سره به د ولس پر سترګو خپل پلید او نجس لاسڅپوڼی ور واچوي، د ولس فکر به د نظام پر ضد بدل او یو ځل بیا به یې د خپل پنجابي بادار لپاره یو جوپړ سر ته رسولی و ي ، دوی فکر کوي چې په دې زهرجنو درواغو سره به د ولس بوختول دولت ته ستر زیان ورسوي او د دوی لپاره به د ستر پېژند (شهرت) لامل وګرځي۔ خو ډاډه یم چې د دوې کوږ بار به تر مزله و نه رسېږي۔

لکه مخکې مې چې وویل دغه بدمرغه څېرې د وطن لپاره نه کومه طرحه لري او نه هم له وطن سره کومه لېوالتیا۔ د دوی د زړه بړاس هر ګوره له دې امله دی چې دوی له ولسمشر غني څخه نه یوازې تمه،بلکې غوښتنه دا وه چې دوی ته به په دولت کې د دوی له سویې لوړې څوکۍ ورکوي، دوی به د ښاغلي کرزي د دولت په څېر په یوه او بل امتیاز لمانځي، ان پر خولې د لاس نیولو لپاره به باج ورکوي، دوی به د مظاهرو او باغیتوب ګواښونه کوي، او ولسمشر غني به د دوی جېبونه په بې شمره ډالرو ورډکوي، خو خبر نه ول چې ولسمشر غني به د دوی باداران، ټیکه داران او اربابان ټول یو پر بل پسې سترګې محکمې ته ور پېژني او بهرني هغوی به یې په نړیوال سیاسي ډکر کې په بې ساره توګه ماتوي۔

د دوی تر ټولو غټه سپین سترګي دا ده چې په فسبوک کې به ځانونه د بیان د آزادۍ او فکري آزادۍ سرلاري او سرغندویان ګڼي، خو د مخالف نظر درلودونکی په هر ډول سپکو او سپورو سره ښکنځي۔

بله سپکه یې لا دا چې اوس یې لا د دولت سیاسي او نظامي مخالیفینو ته د دوی په وینا خیاطي پیل کړې ده او هڅه کوي چې په دې توګه سره د یو څو بدمرغو روپیو یا یوې مفسدې څوکۍ خاوندان شي، خو پام یې نه دی چې لکه څومره چې دوی د خپل برخلیک د ناکامۍ پازه یا مسئولیت پر غاړه لري، همدوره د بل د بخت بریا هم نه شي کېدونې (امکانې) کولای۔

ولس هر ګوره شاهد دی چې څومره اړین ګامونه چې افغان دولت په ځانګړې توګه په خپله ولسمشر غني په خپل نوښت سره د سولې لپاره اوچت کړي دي او لا ور ته تیار دی چې اوچت یې کړي، د ګران هېواد د کړکېچ په تاریخ کې نه لیدل کېږي۔ دا چې د دولت په چوکاټ کې مفسې کړۍ شته، په دې مانا نه چې ولسمشر مفسد دی او په دې مانا نه چې ټول نظام مفسد دی۔ د دې کړۍ له منځه وړلو لپاره دا دي دولت په ټول واک و ځواک سره لګیا دی چې له منځه یې یوسي۔ دولت په بې سارې توګه طالبانو ته د سولې لپاره امتیازونه ورکړل، ټول خنډونه یې له منځه یووړل۔ د سولې پر مخ د دولت له لوري ټول ورونه یا دروازې خلاصې دي، خو د سولې د نه راتګ پازه ټوله د طالبانو پر غاړه ده۔ افغان ولس په هر لوري کې قرباني کېږي، د افغانستان بشري قوه ورځ تر بلې لږېږي او دا د ټول هېواد په تاوان ده۔ دا د ولس لومړنۍ او اړینه رښته یا حق دی چې د سولې د نه راتګ پر لاملونو پوه شي۔

بدمرغې هر ګوره دا ده چې د طالبانو د رهبرۍ شورا غړي په پردیو هېوادونو کې په مزو او چړچو لګیا دي، د مسکو په هوټولونو کې د روسي پېغلو د سپینو پنډیو، لوڅو غاړو، لنډو لمنو ،او د هر اندام چاپ یې طالبان پر زړونو زخمي او ړانده کړل، په ایمان یې بې ایمانه او په خپل نفس یې بې باوره کړل۔ نو په دې کې د افغان دولت څه ملامتیا ده چې طالبان د افغان جګړې په حقانیت د پنجاب د هیرا منډیې فتوا مني، خو د جګړې پر ضد د مکې مکرمې او د مدینې منورې د مفتیانو فتوا نه مني؟

په دې کې افغان دولت څه ملامت دی چې طالبان خپل ناموسونه په خپله خوښه له پنجاب سره ګرو کړي، دوتر یې په قطر کې نیولي، حال دا چې لګښت یې هم امریکا ورکوي،۔ دولت خو په وار وار طالبانو ته د زړه له کومي په پوره لېوالتیا او ټینګار وړاندیز وکړ چې په کابل یا د دوي د خوښې په ولایت کې ځان ته دوتر خلاص کړي، کورونه یې هیواد ته راستانه کړي او په داسې سیمو کې یې مېشت کړي چې د امن د سیمو په نامه به یادېږي۔ داسې سیمې چې هلته به ګرد سره نه چاپه وي، نه جګړه، نه دولت واکمن وي نه طالب، بلکې داسې سیمې به وي چې هلته د سولې خبرې اترې تر سره کېږي تر څو دغه روانې غمیزې ته هر اړخیز حل پیدا او دغه ناورین پای ته ورسول شي او یوه تلپاتې، با عزته او ټولو ته د منښت وړ سوله راشي۔