د نیوزیلینډ حکومت د مهاجرت او امنیتي ځواکونو هغو هڅو او پروګرامونو لپاره بودیجه لوړه کړې چې له امله یې دغه هیواد ته د ناقانونه کډوالو د کښتیو د ورتګ مخه نیول کیږي.

د دغه هیواد د مهاجرت وزیر (آین لیس ګالوي) په وینا، حکومت دا کار د دې لپاره ترسره کړی ځکه نیوزیلینډ ته د ناقانونه کډوالو د کښتیو د ورتګ خطرونه زیات شوي او ګواکې دغه هیواد اوس د کډوالو د قاچاقبرو لخوا په خپلو قاچاقي هڅو کې هدف ټاکل شوې.

د حکومت لخوا په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د راتلونکو څلورو کلونو لپاره به ۲۴ میلیونه ډالره په ملي بودیجه کې یوازې د دې لپاره ځانګړي شي ترڅو نیوزیلینډ ته د سمندر له لارې د ناقانونه کډوالو د کښتیو له داخلیدو څخه مخنیوې وشي.

د دغه هیواد د مهاجرت وزیر ښاغلی ګالوي ویلي، دا پیسې به ډیره کې هغو مخابراتي او روزنیزو پروګرامو ته لاړې شي چې له مخې یې د ناقانونه کډوالو د کښتیو له روانیدو څخه په کوربه او اصلي هیوادونو کې مخنیوې کیږي او هغه نه پریږدي چې نیوزیلینډ ته حرکت وکړي.

د نوموړی په وینا، په کوربه هیوادونو کې د قاچاقبرو د قاچاقي هڅو د شنډولو پروګرامونه چې د عامه پوهاوي بڼه لري تر ډیره ګټورې پایلې درلودلي او په دې برخه کې به د نیوزیلینډ حکومت راتلونکي کال کې ۵.۸ میلونه ډالره زیاته بودیجه مصرف کړي.

نیوزیلینډ د استرالیا په لویه وچه کې جنوب ختیځ ته یو لیرې پروت هیواد دی. د همدغه لیرې والي له امله دغه هیواد ته تراوسه د ناقانونه کډوالو هیڅ کومه کښتۍ نه ده رسیدلې.

خو ښاغلی ګالوي وايي چې دوی پوهیږي چې اوس نیوزیلینډ د کډوالو د قاچاقچیانو لخوا په نښه شوې او دا ګواښونه په دې وروستیو کې ډیر زیات شوي.

نوموړی وايي، نیوزیلینډ ته د ناقانونه کډوالو ورتګ خورا خطرناک دی او له همدې وجې دوی اړ دي چې محتاطه واوسي او ډاډ ترلاسه کړي ترڅو قاچاقبر په دې سفرونو سره د بې ګناه خلکو ژوند په خطر کې وانچوي.