د اسټرالیا د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د خپل هیواد سرحدونه به یې د ناقانونه مهاجرو په مخ د پخوا په څیر تړلي وي.

پیټر ډوټن چې په نوي حکومت کې هم پر پخوانۍ دنده پاتې شوی، په یوه تازه بیان کې ویلي چې د خپل هیواد سرحدونه به ټینګ وساتي، د بیړیو له لارې به د انساني قاچاق مخه ونیسي او په دې توګه به خلک له غرقیدو څخه وژغورل شي.

د نوموړي په وینا د انساني قاچاقبرو هغه بیړۍ چې هڅه کوي اسټرالیا ته داخل شي، بیرته به وګرځول شي.

ښاغلی ډوټن دا خبرداری وروسته له دې ورکړې چې تیره اونۍ د ناقانونه کډوالو یوه کښتۍ د استرالیا په اوبو کې ونیول شوه چې ۲۰ تنه سریلانکايي ناقانونه کډوال پکې سپاره ول.

ډوټن دا تاییده کړی چې دغه کښتۍ یې د استرالیا د فیدرالي ټاکنو څخه څو ورځې وروسته نیولې او ګواکې د کښتۍ کډوال یې اوس بیرته خپل هیواد سریلانکا ته په يوه ځانګړې الوتکه کې استولي.

نوموړي ویلي، د دغو کډوالو د پناه غوښتنې طی مراحل په کرسمس ټاپو کې ترسره شول چې په نتیجه کې یې د مهاجرت چارواکو لخوا په یادو کډوالو کې هيڅ یو استرالیا کې د پناه اخیستلو وړ ونه موندل شو.

نوموړي په یوه تازه ویډیوي پیغام کې ویلي، هغه څوک چې د بیړیو له لارې اسټرالیا ته راځي، هغوی به هلته هیڅ د اوسیدو چانس ونلري او په دې کار کې استثنا، نشته.

نوموړي، انساني قاچاقبرو ته په خطاب کې ویلي، «ستاسو بیړۍ به بیرته وګرځول شي او خپل دې کار کې به بریالي نشئ.»

نوموړي زیاته کړې چې هیواد یې د دې وړتیا لري چې د انساني قاچاقبرو مخه ډب کړي.

وزیر، له هغو خلکو چې غواړي پر قاچاقي لاره اسټرالیا ته لاړ شي، غوښتي چې خپلې پیسې بې ځایه ونه لګوي او خپل ژوند په خطر کې ونه غورځوي.

پیټر ډوټن، په پوره ټینګار ویلي چې د دوی په دغه کړنلاره کې به بدلون رانشي، حکومت به د سرحدونو په اړه خپلې سختې پالیسۍ ته ادامه ورکړي او د انساني قاچاقچیانو هیڅ بیړۍ به اسټرالیا ته پرینښودل شي.

نوموړي همداشان د استرالیا د حکومت د اپوزیسیون کارګر ګوند پر نوي مشر (انتوني البنيزي) غږ کړی ترڅو کارګر ګوند دې د پناه غوښتونکو او ناقانونه کډوالو پر وړاندې خپل دريځ سخت کړي.

په اسټرالیا کې پارلماني سراسري ټاکنې د ۲۰۱۹ کال د مۍ په اتلسمه تر سره شوې. په دې ټاکنو کې یو ځل بیا د سکاټ موریسن تر مشرۍ لیبرال ګوند ګټونکی شو او دی د لومړي وزیر په توګه پاتې شو.

که څه هم انساني قاچاقبرو داسې ګونګوسې خپرې کړې وې چې د نوي حکومت په راتګ سره به د کډوالو پر وړاندې پالیسي نرمه شي، خو داسې ونشول.

اسټرالیا په اوبو کې ایساره لویه وچه ده. دغه هیواد ته ناقانونه کډوال د بیړیو له لارې د ورتګ هڅې کوي او دا هڅې د لیبرال ګوند په وروستیو حکومتونو کې شنډې شوي دي.