د تیرې جمعې په ورځ د سریلانکا د سمندري قوې د یوې ګزمې په ترڅ کې ۴۱ تنه سریلانکايي ناقانونه کډوال د دغه هیواد د ګالي ایالت په جنوبي ساحل کې نیول شوي چې په یو کښتۍ کې د استرالیا په لور روان وو.

د سمندري قوې د رپوټ په اساس، یاده کښتۍ د ګالي ایالت له بندرګاه څخه قابو ۷۱۵ میله لېرې نیول شوې.

په نیول شوو کسانو کې ۳۵ نارینه او ۶ ښځې دي. د رپوټ په حواله په دغه ډلې کې د شپږو او شپاړس کلونو ترمنځ ۷ ماشومان هم شامل دي.

د سریلانکا سمندري قوې ویلي، سریلانکا کې د تیرې میاشتې د ترهګریزو بریدونو وروسته دوی په سمندر کې خپل فعالیتونه او امنیتي ګزمې زیاتې کړي او اوس د ناقانونه کډوالو لپاره هیڅ فرصت شتون نلري چې داسې غیرقانوني سفرونه ترسره کړي.

دغې ادارې ویلي، د روان کال له پیل راهیسې یې تراوسه استرالیا ته تلونکي ۷۱ ناقانونه کډوال په سمندر کې نیولي او همداراز د سریلانکا به بیلابیلو ښارونه کې یې د استخباراتي مالوماتو په مرسته له ګڼو داسې نورو قاچاقي هڅو او سفرونو څخه له پیلیدو مخکې مخنیوی کړی.

سريلانکا او آسترالیا د انساني قاچاق په وړاندې مبارزه کې سره کلک ملګري دي. د همدغه همکارۍ نتیجه ده چې د ۲۰۱۳م میلادي کال راهیسې تراوسه هیڅ کوم سريلانکايي پناه غوښتونکي استرالیا ته په ناقانونه توګه نه دی رسیدلی.

که څه هم د استرالیا د مانوس او نایرو د کډوالو په کمپونو کې تر ټولو ډیر سریلانکایان دي، خو سریلانکا وایي چې یاد کسان د ۲۰۱۳م میلادي کال څخه وړاندې استرالیا ته تللي دي.