سوله د هر افغان لمړي ارمان دي.
نو دا جنګ بیا څوک کوي، چي هر افغان سوله غواړي؟
جنګ څو تنه محدود غله، وطن پلورونکي او مفسد کسان کوي دي کسانو ټول ملت یرغمل کړي دي.
هاهاها دا د ننګلیانو وطن دا د توریالي وطن، دا څنګه توریالي، ننګلیالي، ویاړلي او غیور ملت دي چي څو محدود کسان يي یرغمل کولاي شي؟ دي ملت خو شوروي، انګریز او چنګیز ته ماته ورکړي ده او اوس په خپله د بل چا په لاس کي یرغمل دي. لکه چه دا کار هم همدي محدودو کسانو کړي دي، یعني همدا محدود، غله، فاسد او وطن پلورونکي جنګیدلي او یرغلګرو ته يي ماته ورکړيده، که ملت همدا ملت وي چي ستا په خبره یرغمل نیول شوي دي نو بیا چاته ماتي ورکول ډیر سخته خبره ده. دا کسان څومره زورور دي چه له دا ملت د پسونو په شان وژني، حلالوي یي غوښي او هډوکي يي خرڅوي او دا ملت هم د مړي سترګي او مړه کاته، یاره دا دي څه وکړل، سندره اوري. هغوي چه شورویانوته يي ماته ورکړيده ځانونو ته مجاهدین وايي او نن هم ددي حکومت لویه برخه همدا مجاهدین جوړوي. له همدي مجاهدینو څخه ملي قهرمانان جوړل شول. هاهاهاها د ورور وژني قهرمانان، د کورني جنګ باتوران او پلاستیکي اتلان، ته پوهیږي چه د خلق اوپرچم د ریژیم ملګرو هم قهرمانان لرل، د شووروي په ټانګونو سپاره قهرمانان لکه اوسني په امریکايي ټانکونو سپاره قهرمانان، غټ غټ غټ غټ بمــــــــــــــــــــــونه وله. د پردیو په انګړ کي اختر نسته، پردي غلامان او جاسوسان چه قهرمانان شي نو اختر به مو خود ماذدیګر وي.
خداي ته وګوره چټیات مه وایه. قهرمان خو هغه څوک وي چه د خلکو له مال او ناموس څخه دفاع وکړي، د وطن د خپلواکي ساتنه وکړي. زموږ قهرمانانو خو زموږ سرتوري فحشاه ته مجبوري کړي دي، ټول خلک يي سوالګر (ګدایان) کړل او دوي مځکي غصبوي، عمري کوي، حجونه کوي او جنت ته هم ځي. دي غلو او جنګي جنایتاکارانو ته څنګه څوک قهرمانان ویلي شي لږ شرم وکړي، لږ په خپل ګریوان کي سر کښته کړي او ځان او تاریخ نور مه شرموي. او بیا دا کسان په ډیره بي شرمي وايي چې موږ د وطن عزت ساتلي دي.
ښکاري ته هم زما قتل لوي اتل کړي- ددي ښار په منارو کي دي تصویر دي.

زموږ خلک هم ړانده غوندي دي، خو ډیر يي له مجبوریته ړانده دي.
هغه څنګه؟
ته ګوره هغه کسان چه د ثور د اومي د انقلابیونو تر سلطي لاندي يي ژوند کاوه، لکه دولتي مامورین، عسکر، معلم، قاضي ، څارونوال او نور د هغه وخت ددولت له خوا ښه نازول کیدل، کوپون ورکول کیده او ددولت مشران لکه نجیب ورته قهرمانان وو، دوي مجاهدین قاتلین، لوټمار، غله او وحشي بلل ځکه مجاهدینو په دوي لاري بندولي، په راکیټونو يي ویشتل او کله چه به ددولت له ساحي څخه دباندي شول نو وژل به یي. خو برعکس هغه کسان چي د مجاهدینو په ساحه کي يي ژوند کاوه د وخت د حکومت له خوا په راکیټونو ویشتل کیدل، بمباري پري کیده، محروم وو، وږي وو او حتي ډير اساسي خدمتونو هم نه ورسیدل. دي خلکو بیا حکومت کافر، ظالم، وحشي او قاتل ګاڼه. اوس چه دوه کسان سره کښیني یو د مجاهدینو صفت شروع کړي اوبل د نجیب اخر خبره تر جنګه ورسیږي ، دواړه خپلو خبرو کي صادق دي خو یو یي هم له حقیقت څخه نه دي خبر. یوه یوه يي خو خپل ولایت له سوالګري څخه تر پاچهاي پوري ورسوي، همدي وړي ډلګي د حکومت ۸۰٪ چوکي اشغال کړي وي نو دوي ته چه خپل جنګي جنایتکار قهرمان نه وي نو څه به وي، ځکه د خداي پیغبمر دوي دومره نه وو پورته کړي لکه ددي پلاستیکي قهرمان نامه چه پورته کړل.
یاره رښتیا وايي. د نجیب د حکومت تر سقوط وروسته ډیر وحشتونه وشول د جهادي ډلو تر منځ په جنګ کي په لس ګونه زره کسان ووژل شول، د خلکو په سرونو کي میخونو ټک وهل شول، د ښځو تي غوڅ شول، د خلکو مال شتمني او حتي ناموس لوټ شو، د همدوي جنګسالارانو وحشت او بربریت د طالبانو راتګ نه لاره هواره کړه، خو دخداي تر خداي جارشم له همدي جنګسالارانو څخه چه ټولو يي د چنګیز غوندي وحشتونه کړي یو يي د کابل قصاب شو، بل يي ملي قهرمان شو، بل يي د سولي شهید شو او یو يي د وطن شهید شو. تاسو دا کسان څنګه سره بیلوي، څنګه کیداي شي چه یو داړه مار دي اتل او بل داړه مار دي د سولي شهید او دریم داړه مار دي ملي قهرمان شي.
په کوپړي دي ماغزه ښکاري جانانه- په وطن کي انصاف نه ښکاري جانانه

رښتیا هم طالبانو خو د همدي وحشیانو له وحشته راپیدا شول او وروسته داسي وحشتونه وکړل چي د ددي وحشیانو وحشت په ځان پوري حیران شو، لکه د مجاهدینو خرګري،ظلمونو او وحشتونو چي د خلقیانو او پرچیمانو، ظلم وحشت او بربریت له خلکو هیر کړ. ځانمرګي نه خوله مي غلطه شوه استشهادیان چه اوس مي کافر نه کړي، راپیدا شول او ټول ملک اور واخیست. په دي لوبه کي اصلی بایلونکي ملت دي او غله او داړه ماران ښه په مزو کي دي. ته فکر وکړه چه همدا پرون د کانترپارت په دفتر د ښار په منځ کي برید وشو دا خلک خو لږه تر لږه چیغي وهلي شي، خلک د تلویزیون په پردو ددوي له بدن څخه روانه وینه ویني، نړي يي په کورونو کي بل شوي اور ګوري او خپل مظلومیت جهان ته ښودلاي شي. خو په کلیو او بانډو کي چه حکومت او خارجیان ړندي بمباري کوي او هر ورځ ملکي او غیر ملکي کسان ټوټه ټوټه کوي هیڅوک يي ږغ نه اوري، هیڅوک يي وینه نه ویني او حتي څوک ورباندي خبريږي هم نه.
زه خو ښه یم دا کواي شي، لږ دي پټه یادواي شم دلته ښي ډیر تیاري دي پکي اوښکي تویواي شم
ته مي نه شي یادولاي، غم نه دي نه شي ښکارولاي هلته ښار د څراغونو اوښکي نه شي تویولاي.

خو زه دي ړانده او مجبوره ملت حیران یم چه تر اوسه نه راویښیږي، تر اوسه خپل دوست او دوښمن نه پیژني او تر اوسه په دي لنډغرو، ټوپکمارو او خپلو قاتلینو پسي مڼدي وهي، ورته کمپاین کوي، ورته رایه ورکوي، ورته عشر او زکات ورکوي، ډوډي ورکوي هو د خپل اولاد د خولي ډوډي ورکوي. نو ته چي خپل قاتل ته وسله ورکوي نو هغه دي بیا ژوندي پریږدي؟ هیڅکله نه.
یاره ددي کسانو خو په سوله کي ډیر تاوان دي، اول خو به د چور او غلا ټولي لاري ورباندي وتړل شي او بیا کیداي شي چه حساب ورسره وشي.

څو مي شته د عشق خواري هومره ښادي ده- که مي ورکه دا خواري شوه نور به خوار شم

له اسلام څخه مختلفو تعبیرونو ( زما مقاله جرګي د وراني ماشوړي جرړه پیدا کړه ولولي)، تر اندازي زیات جهالت، بي ایمانۍ او پیسه دوستي خارجیانو ته دا زمینه مساعده کړي ده چه زموږ په سرنوشت هر ډول چه زړه یی غواړي لوبي وکړي. د اوسني نظام مخالفین چي له نظام سره په جګړه بوخت دي ډیره ښه بهانه کوي او وايي چي، دا دولت شل سره او شل پاچهان لري، اول دي دولت او پخواني غله، مجاهدين، سیاسي نخبه ګان ( حرفوي غله) سره جوړ شي یو واحد ټیم دي معرفي کړي چه موږ خبري ورسره وکړو. په خواشیني سره چه اوسني نظام هم د چنګوښو من دي چه سره راټولول يي تقریبا محال ښکاري. دا د نظارم تر ټولو لوي ضعف دي چه خپل مامورین يي هم له دولت سره او هم له افوزیسیون سره کار کوي. ددي نظام تګلاره نه معلومیږي ځکه د هغه ګاډي په شان دي چه دوه اشترینګونه او دوه چلوونکي ولري.

دي ستونزو د نظام وسله والو مخالفینو ته ښه بهانه په لاس ورکړي ده او نن هم په نظامي او هم په سیاسي لحاظ پر نظام برلاسي دي. د خلیلزاد منافقت او د سولي په مشورتي لویه جرګه کي نه ګډون دا ښکاره کوي چه په د سولي په پروسه کي یوه اجنډا نه بلکه څو بیلي بیلي اجنډاوي تر بحث لاندي دي. دي کس په یو ډول نه یو ډول اوسني نظام د سولي له روانو خبرو بي خبره ساتلي دي او د نظام سیاسي مخالفین (حرفه يي غله) هم د هټلر په تعریف د پردیو جاسوسان دي چه د خپل هیواد او ناموس په سر ورته معامله د یو نوک نصوارو کول ښکاري.
نو څه کول په کار دي یاره، ماته کیسه جنجالي ښکاري؟
خلک باید فکر وکړي یوازي او یوازي پنځه دقیقي فکر وکړل چه دا جنګ د څه له پاره روان دي او زیان يي چاته رسیږي ، خلک باید دا چټیات پریږدي چه پنجابیان روژه نه نیسي، ځکه د همدي خلکو د جهالت له لاسه زموږ د ایمان او جهاد اصلي سرچینه همدا پنجاب او د هیرا منډيي ده. داسي نه شي چه زموږ خلک د کعبي پر ځاي همدي خواته لمونځ کول شروع کړي.
د لمانځه تر قضا ګرانه دا قضا ده- چي قضا شي د څلور مصلحت

خلک باید دا حرفويي غله وپیژني، ځکه دي د پردیو جاسوسان سل ځله ملت ته ازموینه ورکړي ده او سل ځله ناکامه شوي دي، د خلکو زور د خداي زور دي که خلک له عقل څخه کار واخلي او په دواړه لوریو کي داړه مارانو ته په مخ کلکه څپیړه ورکړي چه نور بس دي، نو په ملک کي سوله او سوکالي حتمي ده. خلک باید مستقیما له خداي سره رابطه وساتي او د نورو خلکو او خداي ترمنځ په رابطه کي کار ونه لري، په دي معني چه د ټولي دنیا د خلکو د جنت بیولو پروژه نوره ختمه کړي ځکه دا کار کول نه ستا او نه هم ستا د پلار د وس خبره ده. خلک باید فکر وکړي باید فکر او حمتآ فکر وکړي چه دا ملایان ولي یوه خبره نه کوي، ولي له یوه کتابه شل ډوله تفسیره او تعبیرونه کوي، ایا ملایان درواغ وايي او که په کتابونو کي خبري بل ډول دي که لږ فکر وکړي او ښه ژور فکر وکړي نو هغه کسان چه په سر کي د وښو په ځاي ماغزه لري حتمآ پوهیږي او کله چه وپوهیږي نو بیا ښه پوهیږي او دا کار بیا انساني ژوند ته لاره هواروي.