زموږ په ملک کي روانه جګړه او په تاریخ کي نور جنګونه چه زموږ هیواد يي ډیر ځله د ویجاړي کندي ته غورځولي، اکثره يي عقیدوي ریښي لري. خلکو یرغلګر کافران، پرنګي، شوریان او اشغالګر ګڼلي او د سر په بیه يي ورسره جګړي کړي دي. د توري په میدان زموږ خلکو ګټلي خو دسیاست او عقل میدان يي تل بایللي دي چه اصلي میدان همدا د سیاست میدان دي او زموږ خلک يي تر ننه بایلي ځکه نور توره کار نه کوي او خبره د نوي ټکنالوژي کیږي چه دا ټکنالوژي هم په عقل ولاړه ده هغه څه چه موږ يي تل له کمښت سره مخ یو. روان جنګ چه له څلویښتو کلونو راهیسي دوام لري، هم د عقیدي په بنسټ چلیږي ځکه همدا تر ټولو ښه طریقه ده چه خلکو ته د شهادت په نامه د ابدي ژوند زیري ورکول کیږي او خلک بیا د ابدي ژوند له پاره تر هر څه تیریږي.
تقریبآ په هر جنګ کي زموږ خلک په دوو برخو ویشل شوي دي یوه ډله يي له خارجیانو سره دریدلي لکه خلقیان او پرچمیان او اوسني حکومت او نورو ډلو د هغوي په وړاندي پاڅون کړي دي لکه پخواني مجاهدین او طالبان. له ټولو ډلو سره خارجي پریمانه مرستي موجودي دي او د عقیدي تر څنګ همدا خارجي مرستي ده چه د جګړي اور بل ساتي. د جګړي هیڅ اړخ حتي کمونستان له دیني او مذهبي چارو منکر نه وو او یوه ډله دیني عالمان يي له ځان سره ساتلي وو (ښووني اسلامي) چه خپل ځانته یو ډول مذهبي روایت ورکړي. اوسني حکومت چه له پخوانیو مجاهدینو او تکنوکراتانو جوړ دي هم په مختلفو وختونو کي هڅه کړي ده چه مختلف مذهبي خلک را ټول او ورڅخه د روان جنګ د حراموالي فتوا وغواړي. جنګ او جګړه له دیني نظره ناروا وګڼي او وینه تویدنه بنده کړي. په مقابل کي بیا طالبان، داعش او نوري ډلي روان جنګ جهاد او فرض عین ګڼي او په دي لاره کي وژل کیدل ورته ابدي ژوند ته د رسیدو یوازیني لاره ښکاري. دواړه لوري خپلو مړو ته شهیدان وايي او دواړه خواوي ځان پر حق ګڼي خو ستونزه دا ده چه دواړه د یوه دین (اسلام ) پیروي کوي او پر یوه کتاب (قران) او یوه پیغمبر (محمد) باندي ایمان لري. خو له همدي یوه دیني کتاب (قران) څخه په مختلفو تعبیرونو دواړو خواوي یو بل سره وژني او یو د بل مرګ فرض عین بولي، ځکه یو دبل وژل د دواړو خواوو له نظره جهاد او د سعادت موندلو یوازیني لاره ده. د جرګي غړو ډیره هوښیاري وکړه او داسي ټکي ته يي پام شو چه نه یوازي د روانې جګړي بلکه د اکثرو جنګونو اصلي عامل دي او هغه له اسلام څخه مختلف او حتي په سلګونو تعبیرونه او تفسیرونه دي. د همدي تعبیر په اساس د رواني مشورتي جرګي ریس ښاغلي سیاف د اهل تشعیه په وړاندي د نجیب د حکومت له ړنګیدو وروسته جهاد اعلان کړ او خبره یو دبل په سرونو کي تر میخونو ټک وهلو او د ښځو د تیو تر پری کیدلو پوري ورسیده. د همدي مختلفو تعبیرونو په اساس حزب اسلامي د نظار شورا تکفیر کړه او د نظار شورا ګلبدین دوزخي باله. همدا تعبیرونه دي چه تر نن ورځي پوري د نکتايي تړل د کفر علامه ده حال دا چه ذاکر نایک (چه هغه هم له هنده د پیسو سپینولو په تورفرار دي) هم نکتايي تړي. داعش په ایات او حدیث طالبان کافران ګڼي او د سرو مال چور يي غنیمت ګڼي. خو ټول ماخذونه له قران او حدیثو څخه کوي. جرګي دیته فکر وکړ چه که له اسلام څخه یو تعیبر ولرو نو شاید د جنګ د جایز ګڼلو کومه بهانه پاته نه شي. جرګي سپارښتنه وکړه چه باید د افغانستان عالمان سره کښیني او د شریعت څخه په یوه مناسب تعبیر ( البته مدرن تعبیر) سره موافقه وکړي. جرګي ډیر ښه کار وکړ او ډیر حیاتي ټکي يي پیدا کړ چه باید داسي وکړي خو ددي پوښتني تر ټولو سخته برخه دا ده چه څنګه باید داسي وکړ ( څنګه باید له اسلام څخه یو تعبیر ولرو). دا خو اسانه ده چه ووایو چه باید یو تعبیر وي خو دا ډیره ګرانه ده چه دي ته یو میکانیزم پیدا کړو چه څنګه اسلام یو اسلام کړو.
جرګي حکومت او دیني عالمانوته ډیر لوي او دغره په شان مسولیت ورپه غاړه کړ، چه ماته ددي بار اوچتول ددي خلکو له وسه پورته خبره ښکاري.
ډیر خوندور لکچر دي شروع کړي دي ته اوس له دي ټولو عالمانو ډیر پوهیږي چه وايي چه دا ټول دیني عالمان، مولویان او دولت دا کار نه شي کولاي؟ ستا په عقیده کي څه فرق دي او ته ماته ټیک نه ښکاري ځکه دا څنګه کیداي شي چه له یوه کتابه دي خلک مختلف تعبیرونه ولري. په قران کي خو هر څه ښکاره ښکاره لیکل شوي دي او د هر هدف له پاره ځانته کړنلاره موجود ده. د قران او حدیث تر منځ یوه زره فرق هم نشته ځکه د خداي په کلام کي د فرق تصور هم نه شي کیداي.
یاره که بیده وي بل به هم واچــــــــــــــــــــ-... زه سهار راهیسي درته ګډ یم چه دا خلک له همدي یوه کتابه مختلف تعبیرونه کوي او ته بیا هم د خپلي انا غوندي يي چه ايفون يي هیڅ نه زده کیږي.
هاهاهاها زه نو اوس انا شوم او په ایفون مي سر نه خلاصیږي ولا ډیره بده بلا يي.
پخوانیو ملایانو خلک تر یوي اندازي کنترول کړي وو، هغه څه چه ملایانو ورته ویل هغه به يي اسلام ګاڼه او ملایانو خلک قران ته ډیر پریښودل هم نه.
څه اوتي وبوتي وايي ملا څنګه سړي قران ته نه پریږدي، ملا خو ټوله ورځ وايي چه په قران عمل وکړي.
هو درته وايي چه عمل ورباندي وکړي خو دا نه درته وايي چه ورشه په معني یي ولوله، راشه چه مناقشه سره وکړو راشه ایاتونه او حدیثونه سره ووایو او ورباندي بحث وکړو. ملایانو خو خلک په منطق و صرف و نحوه او سقراط او افلاطون په کیسو اخته کړي وو، تر څو يي قران ته پام نه شي، او کله چه دخلکو قران ته پام شو نو اول به د ملایانو په وژلو لاس پوري کړي لکه نن چه داعش او طالبان دومره له امریکایانو سره نه ده را اخستي لکه دیني عالمان چه وژني. ته پوهیږي چه په تر ننه په لوي کندهار او مشرقي کي څو ملایان وژل شوي دي، دومره ډیر وژل شوي دي لکه د نور محمد تره کي په کال چه وژل شوي وو. ځکه خبره د ملا له کنتروله ووتله چه اوس ټول خلک په ازادانه ډول ټولو ایاتونو، حدیثونو، مذهبي متنونواو نورو کتابونو ته له ترجمي او تفسیر سره لاس رسي لري. اوس خلک د هغه وصفي (Typical ) ملا له کنتروله په وتو دي. او یو بل خطرناک دور ته ننوزي چه په هغه کي هر سړي د خپلي خوښي سره سم اسلام او دیني احکام تعبیر او تفسیر کوي او په دي ډول له اسلام څخه د تعبیرونو سلسله نوره پراخه شوه. د سلفي او دیوبندي اسلام تر منځ ،چه پخواني وصفي ملایان ټول ددیوبند پیروان دي، ټکر یو ډیر خطرناک حالت ته رسیدلي دي. په اوسني خطرناک حالت کي ددین څخه یو واحد تعبیر ځکه ستوزمن دي چه:
• له یوي خوا زموږ وصفي ملا او طالب د پاکستان په مدرسو کي د دیوبندي سیستم تر اثر لاندي له دین څخه خپل ځانګړي تعبیر لري. له بلي خوا زموږ د کور کلي ملایان بیا د هغو ډاکټرانو په شان دي چه د خپل ولایت د طب له پوهنځي څخه فارغه او داکټري هم د خپل ولایت په سویه کوي، خو له پاکستان او د هند له دیوبند څخه فارغ ملایان بیا ځان د لوړو زده کړو خاوندان بولي او ډیري لوړي خبري هم کوي.
• سلفي اسلام او اهل الحدیث ملایان، چه پخواني ټول ملایان کافر، مشرک او مرتد ګڼي بیا غواړي چه په ټوله دونیا کي اسلامي خلافت رامنځ ته کړي، له دین څخه تر ټولو سخت تعبیر لري او دا خلک هیڅ ډول جوړښت (Compromise ) ته تیار نه دي.
• دریمه ډله عوام او بی طرفه خلک دي چه د مولوي حضراتو (عبدالعلي دیوبندي) په تعبیر بي طرفه معنا نه کافر او نه مسلمان.
دا پورته هره ډله له دین څخه خپل ځانکړي تفسیر او تعبیر لري، یويي موسیقي مطلقه حرامه بولي، یو يي وايي اوریدل يي ښه نه دي او بل یی بیا وايي چه د موسیقي د حرمت په اړه صریح نص نشته. داخلک یو له بله د اور او اوبو په شان لري دي او له دین څخه یوه ځانګړي تعبیر ته ددوي را ماتول اسانه خبره نه ده.
یاره اسلام په هر وخت او هر زمان کي چلیږي او د هري دوري سره جوړیږي.
او عاشوقان حلالوینه سترګي مي توري توري او ماته ګوري ګوري کوي نازونه
اسلام ندارد در ذات خود عیبــــــــــــــي هر عیبـــــــــــــي که است در مسلماني مااست.
واوره استاد سراهنګ چه خوند درکړی. یو شي چه واوري بیا يي تر مرګه ښه په سور وایاست او معني ته يي نه ګوري لکه د قران قرات چه ښه په خوند کوي خوپه معنا يي نه پوهیږي.
ښه نو ته اوس ورشه زما د ماشومتوب کالي (جامي) را واخله او ماته يي را واغونده. را اغوستلاي يي شي؟ یا به ما ورته وړوي او یا به هم کالي شکوي که يي سل واره هم وشکوي زما په بدن کي زما د ماشوموالي جامي نه جوړیږي. نو زما جامي خو همیشه په ما نه جوړیږي. که غواړي زړي خبري مدرني کړي نو والله خو خیرالرازقین.

محمد اکبر پیمان
د مي ۴ کال ۲۰۱۹ کابل