د بنګله دیش پولیس وايي تیره شنبه ورځ یې ۱۱۵ روهنګیايي کډوال چې په پام کې وه د قاچاقبرو لخوا د کب نیونې په کوچنیو کښتیو کې مالیزیا ته قاچاق شي، ژغورلي، خو په دې تړاو دوی د هيڅ کوم شکمن قاچاقبر په نیولو نه دي توانیدلي.

د روهنګیايي کډوالو دغه ډله د بنګله دیش د (کوټا پلانګ) مهاجرت کمپ سره تړاو لري چې میانمار سره پر پوله موقعیت لري او د نړۍ تر ټولو ستر مهاجرت کمپ بلل کیږي.

د بنګله دیش د پولیسو افسر انور حسین په دې اړه وویل، د روهنګیايي کډوالو دغه نوې ډله په داسې حال کې وژغورل شوه چې په کښتیو کې کښینول شوي و او په پام کې وه چې د مالیزیا په لور حرکت وکړي.

نوموړي وویل، په دغو کسانو کې ۵۰ نارینه، ۳۹ ښځې او ۲۶ ماشومان شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، د دغه پیښې په تړاو دوی کوم قاچاقبر نه دی نیولی او ژغورل شوي کسان یې بیرته د کوټا پلانګ کمپ ته انتقال کړي.

بنګله دیش چې میانمار سره اوږده شریکه پوله لری په ۲۰۱۷ کال کې ورته قابو ۷۴۰ زره روهنګیايي کډوال د میانماري حکومت د پوځي عملیاتو له ویرې مهاجر شول چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د بنګله دیش حکومت لخوا دوی کوټا پلانګ او کاکس بازار په مهاجرت کمپونو کې ځای پر ځای شول.

په دې وروستیو کې له دغه کمپونو چې د رپوټونو په اساس د ژوند شرایط پکې خورا خراب دي، د روهنګیايي کډوالو د تښتیدلو او مالیزیا ته د قاچاق کیدلو پیښې زیاتې شوي.

د بنګله دیش د پولیسو په وینا، یوازې سږ کال تراوسه دوی څه دپاسه ۳۰۰ روهنګیايي کډوال مالیزیا ته له قاچاق کیدو ژغورلي.