افغان کډوال عبدلهادي مرادي چې تیر کال د جنوري میاشت کې د استرالیا په اډیلا‌‌ډ ښار کې پرې د یو استرالیايي وګړي لخوا مرګونی برید شوې وه، د دوشنبې په ورځ محکمه کې وویل، استرالیا کې ژوند کول ورته اوس خوندي نه بریښي.

نوموړي وویل، له بریده وروسته دته رواني ستونزې پیدا شوي او د داسې بریدونو د بیا پیښیدو له ویرې رنځ وړي.

عبدالهادي تیرکال جنوري میاشت کې د استرالیا د اډیلاډ ښار په (سالیسبوري) سړک کله چې له کاره خپل کورته روان وو، د (ډیویډ جان پیرس) په نوم یو استرالیايي وګړي پرې له شانه برید وکړ او د بوټ د بند په واسطه یې هڅه وکړه ترڅو د هغه ژوند واخلي.

نوموړي محکمه کې وویل، بریدګر زه پر ځمکه کش کړم او ترهغې یې پر مرۍ راته زور کاوه چې بې هوښه شوم.

نوموړي وویل، کله چې یې سترګې خلاصې کړی نو دی په روغتون کې پروت وه.

عبدالهادي محکمې ته زیاته کړه، کله چې دی ماشوم وه کورنۍ یې افغانستان کې له جګړو له امله ایران ته کډواله شوه او هلته یې ژوند کاوه چې د ملګرو ملتونو لخوا استرالیا ته د بیامیشتیدنې لپاره انتقال شول.

هغه وویل، استرالیا ته په راتلو ډیر خوښ وو او ژوند یې سم پرمخ روان وه خو له بریده وروسته هرڅه تغیر شو او ده سره د ځان او د خپل فامیل د خوندیتوب ویره پیدا شوه.

د یادونې وړ ده چې په دغه محکمې کې بریدګر ډیویډ جان پیرس مجرم وپیژندل شو او ټاکل شوې چې په راتلونکې ناسته کې د قتل په هڅه کې نوموړی په عمري بند محکوم شي.