عزیزالله (حقپال )

د بلخ د ورستنیو حوادیثو قانونی ارزونه

په هیوادونو کی تغیر او تبدیل د حکومتی چارواکو یو عادی او نورمال کارونه دی چی د دولت د واکمنانو لخوا د خپلو قانونی صلاحیتونو په چوکات کی صورت نیسی پدی لړ کی د دولت د جمهور رئیس د ځانګړی فرمان له مخی عبدالرقیب مبارز د پولیسو یو افسر د بلخ ولایت دامنیه قوماندان په ټوګه ګمارل کیږی ،
له بلی خوا د مزار امپراطور
اعطا محد نور چی لس کاله د مزار شریف والی پحیث پاته شوی وه د بلخ د امپراطوراو جنګسالار په توګه یی د دولتی ملکیتونه ځمکی عصب کړی د حیرتان دګمرک تول عواید یی حیف ومیل کړی د مخدره موادو قاچاق کی لوی لاس درلودل د طالب د ویری دخپرولو پخاطر یی څو ځلی خپلو وسلوالو پواسطه مکتبونه سوځولی چی رسمی اسناد یی وجود لری ، د مزارشریف د شهر تجارتی ځایونه یی عصب او خپل مارکیتونه اباد کړل او لدی لارو څخه بی شماره نا مشروع سرمایه راټوله او د شاهینشاهی ژوند یی اختیار کړی وه دخپلو غصب شویو تعمیراتو او سرمایی دساتنی لپاره دمزار امیتی ارګانو کی د خپلو ګمارل شویو کسانو ننګه کوله .

کله چی نوی تعین شوی قوماندان د وطفی د اشغال لپاره مزار شریف ته تلونکی شو د اعطا محمد نور امپراطور مزار لخوا نتنها چی مخالفت کیږی بلکی د پخوانی قوماندان په دنده ساتلو لپاره د وسلوال مقاومت ګواښ کوی . او نوی تعین شوی قوماندان ته د مزار شریف له هوایی میدان څخه دوتلو اجازه نه ورکوی او په مزارشریف کی خپل وسلوال د پولیسو د پخوانی قوماندان په ملاتړ ځای پرځای کوی او د مزار شریف خلکو ته پیام ورکوی چی خپل دوکانونه مارکیتونه وتړی او د چپاول د ویری د خپرولو سره د مزار شریف ښار تړل کیږی .پدی توګه هم حکومت ګواشی او هم خلک ویرول او یو غیر قانونی عمل وسلوال بغاوت ته ملاتړی په دیر غرور سره د رسنیو مخکی اعلان کوی چی په هیڅ قیت حتی دلوی جنګ په پیشیدو سره دبلخ له خلکو ملاتړ کوم ( په حقیقت کی د خپلی نامشروع سرمایی دفاع)

د کورنیو چارو وزارت د رئیس جمهور د فرمان دتطبیق او د بغاوت د ماتولو په موخه ځانګړی قوتونه سیمی ته ورسول او د مزارشریف د حکومت د وفادارو قوتونو په وسیله ییی د اعطا محمد یاغی مقاومت وځپل د شلو وسلوالو په زخمی کیدو او د ۲۵ په نیولو سره د امینه نوی قوماندان عبدالرقیب مبارز د قوماندانی مقر ته لاړ او د امنیتی معین لخوا پرسونل ته وروپیژندل شو نوموړی خپله دنده رسمأ شروع او د مزار دشار د امنیت په تامینولو یی اقدام وکړ .

پدی توګه د اعطا محمد چپاول ګر د خودسریو مخه ونیوله شوله ، او د بلخ ولایت دتل لپاره د یو جابر ظالم غاصیب له منګلو وژغورل شو .

اعطا محمد هغه لاپی شاپ چی په دریو ورځو کی ارګ نیسی ، هغه د زورزیاتی او مقاومت اعلامیی او د مزار ښار د نارنجی انقلاب ادعاوي پوچي راووتي . ټولو ته دده اصلی کثیفه استفاده طلبه سرمایه خوش څهره چی د خپلو ګټو د تامین لپاره یی د مزار شریف شاریان په ګریوګان نیولی وه ښکاره او د اعطا له نفوذه څخه رهایی پیدا کړه .

اعطا محمد نور د مزار د ښار یانو د نورمال ژوند داخلال او د شار د تجارتی فعالیتونه مخه ونیوله ، اعطاء د ولسمشر د فرمان په وړاندی بغاوت وکړ ، خپل وسلوالو ته یی د حکومتی دفاعی قوتونو په ضد د فیر قومانده ورکړی یو پولیس شهد شوی او ۱۸ زحمیان ددی ټولو مسوولیت د اعطا نور پغاړه دی ، اعطا د افغانستان داساسی قانون په وړاندی دافغانستان درئیس جمهور دفرمان په وړاندی ښکاره بغاوت د ملی امنیت داخلی جرایمو په لست کی ستر جنایت دی ،

د افغانستان دفاعی قوتونو د اعطا دزور په اوبه کولو سره ثابته کړه چی هیچ چنګجو د امنیتی قواو په وړاندی د مقاومت تاب نلری ، ثاتبه شوه چی د مزار شریف خلک د اعطا سره هیڅکله هم نوه ولاړ . ثابته شوه چی اعطا تل دخپلی سرمایی دساتلو هڅی د خلکو د دفاع په لباس کی پتولی ،ثابته شوه چس نور په افغانستان کی وړو د قدرت جزیرو ته اجازه نشته ده وړو حکومتونو او زندانو ته ضرورت نشته او له منځه به ځی ځپل کیږی او نابود کیږی

مزار شریف خلکو ته دیو زیری په توګه دا تحفه د دفاعی قواو لخوا وړاندی شوه چی نور به دغاصب د کورنی ګټو د ساتلو دلاری قربانیان نوی . او خپله اراده به د خپلو ملی ګټو دساتلو لاره کی پکاروی . دکاغذی امپراطور پاچاهی ختم اعلان شوی او نوی قوماندان تولو هغو کسانو ته اخطار ورکړی چی د حکومت په وړاندی نا امنی او دخلکو ژوند مختل کوی ورکړی .

نوی قوماندان په اولیتونو کی د امنیت دساتلو تر څنګ ددی ټولو دوسیو خلاصول دی چی اعطا نور یاغی د مزار د اشوبګر په توګه تر عدلی تعقیب لاندی ونیسی . د ټولو غصب شویو ملکیتونو او د اختلاص شوی ملی شتمنی پوشتنی وشی او ددی تر څنګ د پرون ورخی د ټولو زیانونو د دولتی مصارفو تاوان ورڅخه واخستل شی تر څو نور نو په هیواد کی د قانون څخه دمعافیت لمن ورتوله شوی وی . په هیڅ توګه باید داعطا د قانون خلاف عملونو څخه سترګی پټی نشی .

د هیواد سیاسیون او مدنی فعالان دی دا کوشش نکوی چی د امنیتی سکتور په امور و کی سیاست په زور ور داخل کړی د رئیس جمهور د فرمان تطبیقول او دقانون انفاذ د امنیتی عدلی ارګانونو دنده ده دا دنده د قانون اساسی د احکامو له مخی هغوی ته سپارله شوی .

د جمهوری ریاست کاندیدان دی دا موضوع پخپله ګټه د انتخاباتی کمپاین برخه نګرزوی لکه اتمر چی چی دلنډ غر په دفاع کی ځان را ښکاره کړ . اتمر یا بل هر نوماند باید د قانون دحاکمیت او د قانون دانفاذ ، ملاتړی شخصیتونو په توګه را څرګند شی نداچی د خپل کمپاین لپاره د قانون خلاف د یو لنډغر په ملاتړ توضحات ورکوی .
دبلخ اخیرنیو حوادثو او د امنیتی دفاعی قوتونو د زرور اقدام په هیواد کی د قانون دانفاذ ډشه پیل په توګه د زورواکانو په وړاندی استقبال وشی . ملت ولسونو د زور واکانو او غیر مسوولو وسلوالو له لاسه همیشه تاوان لیدلی ترستونی ستړی شوی او ددی قانون ماتونکو مافیا له لاسه د خلاصون غوشتونکی دی . پریږدی چی ولسونو د قانون تر چټر لاندی د امن زندګی او مصوون چاپیریال کی هستوګن وی .
موږ په هیواد کی د هر قانونی عمل ملاتړی واوسو او دهیوادسیاسیون د جمهوری ریاست نوماندان مدنی ټولنی په یو خوله د قانون دحاکمیت ملاتړی شی او دهر ډول خپلسری عملونو او زور واکیو په وړاندی دامنیتي دفاعی قوتونو عدلی ارګانو نو په ملاتړ ودریږی .