د رپوټونو په حواله د استرالیا د سیډنې ښار د کډوالو او پناه غوښتونکو په (ویلا ووډ) توقیف مرکز کې یو تن افغان پناه غوښتونکی له ځانوژنې هڅې وروسته د دغه توقیف مرکز د چارواکو لخوا په بیړه د سیډنې ښار مرکزي روغتون ته لیږدول شوې.

دغه ۲۷ کلن افغان پناه غوښتونکی د دوشنبې په ورځ سهار ۵ بجې د توقیف مرکز د مسولینو لخوا په خپل اطاق کې بې هوښه موندل شوې.

د استرالیا د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف وايي، یاد افغان پناه غوښتونکی له ۲۰۱۲ میلادي کال راهیسې د ناقانونه کډوالۍ په جرم په توقیف کې ساتل کیږي خو د هغه د پناه غوښتنې برخلیک لا تراوسه هم ناملوم دی.

دا پیښه په داسې حال کې رامنځته کیږي چې یوازې څو ورځې وړاندې د پناه غوښتونکو په همدغه توقیف مرکز کې یو عراقي پناه غوښتونکي هم ځانوژنه ترسره کړه او خپل ژوند یې له لاسه ورکړ.

د پناه غوښتونکو د عمل ایتلاف ویاند، اين رینتول په یوه بیان کې ویلي، د ناملومې او ناټاکلې مودې لپاره استرالیا کې د پناه غوښتونکو توقیفول ډیرې بدې پایلې درلودلې او باید نور له نظره ونه غورځول شي.

د رینتول په وینا، دغو دوو پیښو د استرالیا په داخلي توقیف خونو کې د موجوده شرایطو او د پناه غوښتونکو د وضیعت په هکله د خلکو اندیښنې راپارولي.

نوموړي ویلي، حکومت قصدآ د توقیف د پالیسۍ څخه په ګټه اخیستنې پناه غوښتونکو ته له محکمې پرته جزاګانې ورکوي، او په توقیف مرکزونو کې چې دغه ځانوژنې او د ځانوژنې هڅې رامنځته کیږي، د همدغه ناوړه پالیسۍ پایلې دي.