لومړۍ برخه
تعریف
جرګه د پښتنو یو لرغونی دود دی، چې قومي مشران ، علمای کرام، مخور او پوهان په کې د بېالبېلو مسائلو په اړه
سره راټولیږي او پرېکړې کوي.
خو په اصطالح کې جرګه د قبیلوي سپین ګیرواو مشرانو او علماوو هغې غونډې او جرګې ته وایي چې د بېالبېلو
مسائلو د حل لپاره جوړېږي. جرګې تر ډېره د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو قبایلو او یا هم د پښتنو په ټولنو او کلیو
کې جوړې شوې دي. په قبایلو کې د جرګې پرېکړې باید عملي شي، مخالفت او سرغړونه یې ډېرې ناوړې پایلې
لرلی شي.
په جرګو کې واک مطلق د جرګه والو سره وي او فیصلې هم په دواړو غاړو الزمي وی هره غاړه چې سرغړونه
وکړي جرګه یي په مقابل كې ودریګي او خپله پریکړه ورباندې عملي کوي .
د جرګې اصطالحي معنی تر دې هم پراخه ده او د افغانانو هغې تاریخي عنعنوي غونډې ته وایي، چې د اوږدو زمانو
په بهیر کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې قومي او ملي، سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او حتی مذهبي
شخړې، ستونزې، ناندرۍ، تاوتریخوالی او خنډونه له منځه وړي او حل کړي او په دې برخه کې یې غوڅې پرېکړې
او فیصلې کړي او کوټلي تصمیمونه یې نیولي دي.
مرکه تر جرګې وړه حلقه ده، چې د کلي کور واړه موضوعات او شخړې حل کوي او جرګه د لویو او مهمو مسایلو
د حل له پاره جوړیږي.
د جرګې رابلونکي:
د لویې جرګې د جوړېدو اړتیا له بېالبېلو عواملو نه را زېږېدلې، کله بهرنی یرغل او تېری، کله کورنۍ شخړې او
جنګونه، کله د قدرت تشه او کله د قانون جوړولو او د نړیوالو او ملي پېښو په وړاندې د تصمیم نیولو له مخې لویه
جرګه راغوښتل کېږي.
د لویې جرګې په را غوښتلو کې ملي تصمیم او اراده اساسي رول لري خو کله چې د بهرني برید په ترڅ کې د هېواد
اداره او واکمني له منځه ځي او د تصمیم مرکز ورانیږي، نو بیا ملي مبارزین له کلیو نه را والړیږي، د تصمیم یو
عاجل مرکز جوړوي او بیا د دې مرکز په وسیله جرګه را غواړي او د هغې د تصمیمونو په رڼا کې مبارزه پرمخ
بیایې. د نړیوالو پېښو پر وړاندې د تصمیم نیونې یا د خلکو د ژوندانه د ښه کولو په غرض د قانون او نظام جوړونې
لپاره جوړېدونکې جرګې واکمن حکومت راغواړي او زمینه ورته برابروي.
مطلب څنګه چې د حاالتو غوښتنه وي له هغې سره سم د لویې جرګې بولندویه مرجع جوړېږي او بیا لویه جرګه
راغواړي.
د جرګې ګډون کوونکي:
رګه کې ګډون کوونکي افراد معموالً د قومونو او خېلونو مشران وي، چې ګډون یې له انفرادیت سره سره د په ج
جمعیت معنی لري یعني دوی ظاهرا یو فرد وي، خو بالقوه یو قوم، یو خېل او یو ټولګی وي، چې په جرګه کې د ً
ټولو نماینده ګي کوي. ژبه او ژمنه یې د خپلو ورسره تړلو پرګنو ژبه او ژمنه وي او د هغوی په بشپړ مالټر ترسره
کېږي، دوی د اولسونو ګوډې ماتې په پوره تدبیر جوړوالی، کوشېروالی او ټولنیزې ستونزې له منځه وړلي شي.
د جرګو یو بل روحاني توکی دیني علماء دی، چې جرګې د قرانی مبارکو آیتونو په تالوت پرانیزي او په پرېکړو یې
د عاګانې کوي او له لوی خدای )ج( نه یې بری غواړي علماء یعنی مذهبي الرښوونکي دي، چې په اولسي اصطالح
یې سپین پټکیان بولي.
د جرګو یو بل مهم رکن بیا نرخیان او هغه کسان دي، چې د جرګې او له هغې سره اړوند ټول ولسي تعامالت ورته
معلوم وي او د پرېکړو لپاره د پرېکړو قانوني او حقوقي اړخونه روښانوي او په دې برخه کې د تېرو پرېکړو او په
ولس کې د معمولو نرخونو شکل او بڼه مجلس ته وړاندې کوي او بیا پرېکړه پرې کېږي.
کله چې جرګو ته دولتي مالتړ ترالسه شو، د جرګو په ترکیب کې پر قومي مشرانو سربېره، د دولت لوړ رتبه
مامورین او د نورو دولتي ارګانونو په څه پوه کسان او هم هغه انفرادي کسان، چې علمي او ټولنیز مقامونه یې در
لودل د دولت له خوا په لویو جرګو کې په انتصابي توګه را تلل، نو له دې کبله په ځینې هغو جرګو کې ، چې د دولت
تر سرپرستۍ الندې را غوښتې شوې وې د لویو جرګو د غړو شمېره ډېره لوړه وه.
د جرګې بڼه او ټولنځای:
)سبها( چې د آریایانو کوچنۍ جرګه وه، په هرکلي کې یې یوه خونه ورته ځانګړې کړې وه، چې د اړتیا پر وخت به
دې خونې ته را غونډېدل او ټولو خلکو به بې له خاص امتیازه ګډون پکې کاوه او خپلې شخړې به یې پکې فیصله
کولې، له دې خونو نه د ځینې لوبو له پاره هم کار اخیستل کېده، ښځو او نارینه و به ګډه غونډه پکې کوله، چې د دې
جرګو ژوندۍ بڼه اوس هم زموږ په قبایلو کې شته او دوی خپلې کلېوالي شخړې پکې فیصله کوي.
بیا وروسته د جرګې غونډې په جوماتونو او حجرو کې هم کېدې.
زیاتې جرګې ، چې ګڼ کسان ورته رابلل شوي وي په آزاده فضا کې جوړېدې، چې د جرګې ګډون کوونکو به بېله
حلقه جوړوله او په لږ څه فاصله کې به اورېدونکي هم ورته ناست وو، چې د جرګې خبرې او پرېکړې به یې
اورېدلې.
د جرګې غړي د سپین ږیري په نامه یادیږي او مشران هم ورته وایي. جرګه کوم خاص مشر نه لري، بلکې غړي
یې په مساوي شرایطو سره کښیني، په جرګه ځای کې، چې د جرګې غړي را ټولیږي نو غونډه په دایروي بڼه
جوړوي، چې د پورته او ښکته امتیاز پکې رانشې، کله داسې هم کېږي، چې جرګه پټه وي، په دې صورت کې جرګه
سیالنیان او اوریدونکي نه لري او نه څوک ور نږدې کېدای شي. د جرګې د جوړېدو لپاره هره قبیله جال ځای لري
او دا ځای سپیڅلی وي، چې په ځینې ځایونو کې بیرغ هم پرې رپول کېږي.
د جرګې ځای سر خالص وي او په عمومي ډول دا ځای پر ډاګ جوړ شوی وي، چې د جرګې د نندارې له پاره د
قبیلې ټول خلک د هغه پر شاوخوا را ټولیږي.
د جرګې امنیت او د متخلفینو مجازات:
له هغه وخته راهېسې، چې دولتونو جرګې جوړه ولوته مخه کړې، نو د امنیت چارې یې د دولتونو پرغاړه دي، د
جهاد په وختونو کې د جرګو امنیت د مجاهدینو له خوا نیول کېده، خوتر دې وړاندې په تېرو زرګونو کلونو کې جرګې
د خپل جزء په توګه یو امنیتي پوځ هم درلود، چې دا تشکل په پکتیا کې تر اوسه هم د اربکیانو په نامه پاتې دی.
اربکیان هغه قومي سپایان دي، چې د جرګې په وخت کې د جرګې امنیت ساتي او د پرېکړو څارنه یې کوي. اربکیان
په هر قوم کې یو میرلري او هغه له قوم څخه تکړه ځوانان له ځان سره منظموي او کله، چې اضطراري حالت
پېښېږي او یا جرګه جوړیږي میرخپل اربکیان را غوړي، وسله وال کوي یې او خپلې، خپلې دندې ورته ټاکي، دوی
په قام کې ځانګړی مصونیت لري او څوک نه شي کوالی، چې هغه ته زیان ورسوي. کوم وخت، چې اربکیان په
کار ګومارل کېږي، د دوی اجرااتو ته ټول قوم غاړه ږدي او مني یې.
اربکي د یوه لرغوني قبیلوي عرف له بقایا وو څخه دي. په آریایي قبیلو کې به د غسې قبیلوي سپایي د جګړې په
وخت کې په قبیلوي جګړو کې د جنګي ټولګیو مشر و او په عادي حال کې به یې د قوم د امنیت ساتل پر غاړه وو.
همدا اربکیان د جرګې د پرېکړو تر اعالنولو وروسته د هغو د تطبیق لپاره ګمارل کېږي او حتی هغه سزاګانې، چې
جرګې ټاکلې د هغه مرتکبینو ته ورکوي، که څوک د جرګې له پرېکړو څخه غاړه وغړوي دوی کوالی شي، چې پر
کور یې اور پورې کړي او ان چې د مرګ سزا ورکړي.
د پټو جرګو اسرار ساتل هم ډېر مهم دي که څوک د جرګې په دوران کې په پټه غوږ ورته کښېږدي او یا د جرګې
کوم غړی هغه پرېکړه رسوا کړي، نو د جرګې په امر سخته سزا ورکوله کېږي، چې د کور ترسیځلو او وژلو پورې
رسیدای شي.
د جرګې د پرېکړو عملي کېدل:
د جرګې پرېکړې بې له دې، چې په کتاب کې ولیکلې شي یا د اسنادو ثبت دفتر ولري په همغه شفاهي او ګړني ډول
د کاڼي د کرښې بڼه لري او عملي کول یې حتمي او الزمي دي. له همدې کبله د هېواد په ډېرو برخو کې له عمرونو
را هېسې خلکو خپلې شخړې د ولسوالۍ پرځای د ولس اصالحي جرګو ته رسولې او بې له رشوت او بې نیاوۍ نه
یې داسې پرېکړې تر السه کولې، چې دواړو اړخونو ته به د منلو وړ وې.
د اصالحي جرګو پرېکړې تر دې حده معتبرې وې، چې زموږ په هېواد کې به د شرعي محکمو قاضیانو، چې کومه
شخړه فیصله نه کړای شوه، نو مدعیانو ته به یې ویل، چې اصالحي جرګې ته سره کښینې او خپله شخړه فیصله کړي
او دا پرېکړه به دومره معتبره وه، چې دوی به د خپلو رسمي پرېکړو په کتاب کې درجوله او په دې توګه به یې د
شخړې دوسیه تړله او دا ښیې، چې په ولسي تعامالتو والړې پرېکړې ډېرې عادالنه او د خلکو لپاره د منلو وړ وې.
قاضیانو په داسې ډول جانبین راضي کوالی نه شول، د مسایلو په تحلیل کې د جرګې د ښه والي یو بل مهم دلیل دا
هم دی، چې جرګه د ډېرو غړو د افکارو له یوځای کېدو څخه جوړیږي او عمومي قضاوت پراخ او هر اړخیز نظر
لري او د شخړو او النجو په هوارولو او فیصله کولو کې نه تېر وځي.
په نړیواله سطحه هم عنعنه دومره ارزښتمنه ده، چې نړیوال حقوق پوهان عقیده څرګندوي، چې د هر ولس او ملت
د قوانینو په تدوین کې باید د دوی کلتور، دودونه او عنعنې په نظر کې ونیول شي.
جرګه د افغانیت او ملي عنعنې یوه بنسټیزه برخه ده، چې خان خوشحال خان خټک یې اهمیت داسې بیانوي:
بې جرګې نه به هیڅ کار په الس وانخلي
چــې خــبــر وي د جــرګـې پـه بــرکـت
استاد حبیب هللا رفیع له نظره : د جرګې تاریخي څېرنه د احمدشاهي دورې لویه جرګه
- د شېر سرخ د مزار جرګه:
کله چې د 1۷۴۷ کال د جون په 1۹ نېټه نادر افشار د ده باوري منصبدارانو وواژه یو ځل بیا د دې زمینه برابره
شوه، چې د افغانستان خپلواکۍ تر السه او د افغانستان د خپلواک دولت له پاره یو انتخابي مشر را منځ ته شي.
د دې مهمې سیاسي مسالې د حل لپاره د قومونو مشرانو بیا هم د لویې جرګې لمنې ته الس وغځاوه او د کندهار د
شېرسرخ په مزار کې د یوې لویې جرګې غونډې پیل شوې، په جرګه کې د زیاتو قومونو مجربو او باوري مشرانو
برخه در لوده، د دې جرګې مهم غړي دا وو.
نور محمد خان غلجی، محبت خان پوپلزی، موسی خان اسحق زی، نصر هللا نورزی، حاجي جمال خان بارکزی
او....
په دې مزار کې د لویې جرګې غونډې اته ورځې وشوې، خو نتېجه یې ځکه ور نه کړه، چې یوه مشر هم بل مشر ته
خپل واک نه شو ور کولی او پرخپل ځان یې د هغه واکمني نه شوای منلی، که څه هم په لومړي نظر د دې کار له
پاره نور محمدخان میر افغان ډېر وړ برېښېده، ځکه هم د پاخه عمر او هم د پخې تجربې څښتن و او په ټولو غلجي
ټبرونو کې یې محبوبیت او نفوذ در لود، خو څرنګه چې توند مزاج یې درلود ونه ټاکل شو، حاجي جمال خان هم
زیات قومي ځواک در لود او مشران وېرېدل، چې دی د واکمنۍ په وخت کې استبداد ته الس ونه غځوي، نو ځکه
ټولو هڅه در لوده داسې څوک را منځ ته کړي، چې د دوی له ازاد مزاج، د جرګې له اصولو او د افغانانو له ولسي
روایاتو او عدالت سره سم ګام واخلي او په راتلونکي کې استبداد ته الس ونه غځوي او هم د ډېرې پیاوړې قبیلې
مشر نه وي، تر نهمې غونډې پورې د مشر له پاره ټول شرایط ټاکل شوي وو، د شېر سرخ د مزار ملنګ صابرشاه
په دې جرګه کې یو د کم عمر ځوان، چې غلی به ناست، غښتلې مټې او زیاته هوښیاري یې درلوده په دې شرایطو
برابر وموند، له ځایه پاڅېد له نژدې کروندې نه یې د غنمو وږي )په بل روایت د وربشو وږي( را وشکول، رایې
وړل ، دې ځوان ته یې تاج ترې جوړ کړ، په دستار یې ور وټومبل او غږ یې وکړ:» زه د دې نوي مسوولیت له پاره
دا ځوان ټاکم!« د ټولو مشرانو دا ټاکنه خوښه شوه، هو! دا ټاکل شوی ځوان احمد خان و، چې بیا وروسته د احمد
شاه بابا په نامه یاد شو او په ډېر لږ وخت کې یې د خپل عقل، فراست او مېړانې په مټو لویه افغاني
سترواکي)امپراتوري( جوړه کړه او د افغانستان ټولې خاورې یې د نورو له واک نه آزادې کړې او تر دوه نیم سوه
کلنۍ دربدرۍ وروسته د افغانستان بشپړه آزادي تر السه شوه.
دا جرګه هم د کمیت له نظره ډېره لویه نه وه او محدودو مشرانو برخه پکې درلوده، خو د کیفیت له پلوه ډېره لویه
جرګه وه، ځکه د افغانستان د لوېدیځ د مهمو قومونو باوري مشران پکې موجود وو او له دې کبله، چې یو لوی سیاسي
ګام یې واخیست او د هېواد د مشرتابه په برخه کې یې پوخ او مدبرانه تصمیم وکړ، د دې انتخاب نتېجه ډېره په زړه
پورې او مطلوبه وه او د پښتنو هغه متل یې رښتیا کړ، چې وایي» کار چې په سال وي بې بال وي«
د احمدشاه بابا تر مړینې)1۷۷۲م( وروسته د ده په اوالد کې د اقتدار پر سر خونړۍ کورنۍ شخړې پیل شوې، مدبر
وزیر شاه ولیخان بامیزایي د تیمورشاه له خوا ووژل شو او د قومي دښمنیو په نتېجه کې تېمور شاه په غال پایتخت
کابل ته راولېږداوه، د ده تر مړینې وروسته د ده زوی زمانشاه، دسیسو او کورنیو دښمنیو تر لنډې مودې واکمنۍ
وروسته د زندان مېلمه کړ او دواک پر سر په واکمنه کورنۍ کې وژنې او قتل وخون دومره زیات شو، چې باالخره
انګرېزانو په 1۸۳۸م کال کې له دې نفاق نه درنه استفاده وکړه، زموږ پر هېواد یې وسله وال تېری وکړ او زموږ
ملي واکمني یو ځل بیا رانسکوره شوه، د دې ټولو بدبختیو لوی علت د جرګې) شوری( شاته اچول او د سال او
مشورې له منځه تلل وو.
د ولس جرګې:
- د جهادي مشرانو جرګه:
انګرېرانو، رنجیت سنګ او د افغانستان فراري پاچاشاه شجاع د 1۸۳۸ کال په جون کې یو دری اړخیز تړون السلیک
کړ، په دې تړون کې شاه شجاع ته وعده ورکړه شوه، چې دی به د افغانستان پاچاهۍ ته رسول کېږي او ده هم د
قدرت په هوس کې د افغانستان زیاتې سیمې انګرېزانو او سکهانو ته ور وبخښلې او د دوی بشپړه غالمي یې ومنله،
د همدې قرارداد په بنا شاه شجاع له انګرېزي لښکرو سره د سند او بوالن له الرې پر کندهار راغی، کندهار یې ونیو
او هلته د انګرېزانو له خوا د ده تاجپوشي وشوه، بیا یې د کابل پر لور لښکر کشي وکړه. غزنی یې الندې کړ او امیر
دوست محمدخان له کابل نه د بخارا په لور تېښته وکړه، شاه شجاع انګرېزانو کابل ته را ووست او پر تخت کښېنول
شو، انګرېزي نماینده مکناټن او نورو انګرېزانو علنا ټول اختیارات تر السه کړل او پاچا د کلمې په حقیقي معنی تش
په نامه پاچا و.
د افغانانو د ملي جرګو برکت و، چې افغانانو ته یې له پردو یرغلګرو سره د مقابلې داسې ملي شعور ورکړی و، چې
هر افغان خپل مسوولیت ګاڼه، چې بې له قبلي مفاهمې په خپله خپله سیمه کې را پاڅېږي او د پردي تېري په مقابل
کې ملي لښکر تنظیم او له تېري کوونکو سره مقابله پیل کړي.
په همدې اساس کله چې انګرېزان له کندهار نه تر کابل پورې را تلل، په الره کې ډېر بریدونه پرې وشول او دوی
هم خصوصا په غزني کې مجاهدین په ډېر وحشت او قساوت قتل عام کړل، خو دې وحشت او دهشت، نه یوازې دا
چې خلک ونه وېروالی شول، بلکې د ملي پاڅېدنو حلقه یې ال پسې پراخه کړه، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک
پاڅېدل او د دوی د غالم پاچا پر تاسیساتو بریدونه پیل شول، د ملي پاڅون حلقه د مرکز پر لور راتنګېدله او د بېلوبېلو
سیمو د مجاهدینو تر منځ مفاهمې ټېنګېدلې، د دې پاڅون او د دې مفاهمو نتېجه دا شوه، چې یو ځل بیا یوه ملي لویه
جرګه را منځ ته کړي.
د روژې په یوه مبارکه شپه کې د 1۸۴1م کال د نومبر په لومړۍ نېټه د کابل ښار په زړه عاشقان وعارفان کې د
مشرانو یوه جرګه راغونډه شوه او د یوه عمومي پاڅون له پاره یې پرېکره وکړه، جرګې چې د بېالبېلو قومونو مشران
پکې وو د پاڅون د رهبرۍ له پاره یوه دوولس کسیزه شورا جوړه کړه، استازي یې وټاکل، چې خلک پاڅون ته
وهڅوي، د انګلیسانو مخبران او ارتباطات تر څارنې الندې ونیسي او نور الزم اقدامات وکړي.
د انقالبي شوری د مشرۍ له پاره یې نواب محمد زمان خان د رئیس په حیث او امین هللا خان لوګري د» نائب« په
حیث وټاکل. د دې شوری نور مهم غړي: غازي عبدهللا خان اڅکزی، میرمسجدي خان او ځنې نور کسان وو.
دانقالب د څرخ په څرخولو کې د دې مشرانو هم لوی الس و: سکندرخان بامیزی، امام ویردي) اوزبک( مال احمد
برنج فروش، اکبر خوابګاهي، اغاحسین قزلباش او نورو په لسهاوو کسان د دې لویې جرګې د تدبیرونو په رڼا کې
په دوو میاشتو کې دننه انګرېزانو شرمېدلې ماته وخوړه او مجبور شول، چې د 1۸۴۲ کال د جنورۍ په ۶ نېټه کابل
تخلیه کړي او د افغانستان آزادي ومني.
دا لویه جرګه هم د کمیت له پلوه ډېره لویه نه وه، ځکه د نړۍ د وخت د لوی ښکېالکي ځواک تر واک الندې سیمو
کې جوړېده او د امنیت ساتلو یې بشپړه هوښیاري غوښته، چې وښوده شوه، خو د کیفیت له خوا ډېره لویه جرګه وه
او د ملي پاڅون له پاره یې داسې تدبیرونه ونیول، چې په ډېره ښه توګه یې ملي رهبري وکړای شوه او په ډېر لنډ
وخت کې یې د هېواد آزادي تر السه کړه، خو افسوس چې د انګرېزانو تفتین د قدرت ته رسېدو تر وخته پورې د دې
جرګې ځینې غړي لکه: غازي عبدهللا خان اڅکزی او میرمسجدي خان د خاینانو او دخپلو اعمالو په السونو شهیدان
کړي وو او پاتې یې هم د تښتېدلي امیر دوست محمد خان د حکومت د بیا ټینګېدلو په اثر تس نس شول، خو بیا یې
هم د نړۍ په تاریخ کې یو لوی کار تر سره کړی و او هغه هم د لومړي ځل له پاره د انګرېزانو د مغرور ښکېالک
شرمېدلې ماته وه، ځکه تر دې وخته دوی خپل قدرت نه ماتېدونکی ګاڼه او د نړۍ نورو لویو او وړو هېوادونو هم
فکر کاوه، چې انګرېز نه ماتېدونکی قدرت او قوت دی.
د امیر شېرعلي خان لویې جرګې:
- لومړۍ لویه جرګه:
امیر شېرعلي خان چې یو روڼ فکره پاچا و، لویو جرګو ته یې یو ځل بیا ارزښت ورکړ، ده په 1۸۶۵ م کال په کابل
کې یوه لویه جرګه جوړه کړه. دې جرګې ته یې د هېواد له بېالبېلو سیمو نه دوه زره کسان را وبلل، څو ده ته د ده د
وروڼو د اختالف او د ښمنیو په باب مشوره ورکړي، چې تر دې مشورې وروسته له خپلو وروڼو سره جګړې ته
متوجه شو، په نتېجه کې یې ماته وخوړه او د کابل تخت یې وروڼو ترې ونیو.
- دوهمه لویه جرګه:
همدا راز ده د خپلې واکمنۍ په دوهمه دوره کې په 1۲۹۰ هـ ق )1۸۷۳م( کال د خپل 1۳ کلن زوی عبدهللا جان د
ولیعهدۍ له پاره یولوی جشن جوړ کړ او د شمس النهار د یوه اقتباس په استناد پنځه سوه زره تنه مخور اوسپین ږیري
ورته را غوښتل شوي وو او اووه شپې او ورځې یې دوام درلود د همدې لویې غونډې په دوران کې امیر شېرعلي
خان د افغانستان لومړنۍ کابینه جوړه کړه، سید نورمحمد شاه یې صدراعظم وټاکه د بېالبېلو چارو له پاره یې وزیران
موظف کړل، دا دواړې جرګې د کمیت په لحاظ ډېرې لویې وې او خصوصا د دوهمې جرګې د ګډون کوونکو د
شمېر په اقتباس کې که غلطي شوي وي هم یقینا ډېره لویه جرګه به وه، خو کیفیت یې د پخوانیو جرګو غونډې نه و،
ځکه اهداف یې تر هغې واړه وو، له وروڼو سره جګړه د اقتدار جګړه وه او خلکو له داسې موضوع سره ډېره عالقه
نه ښوده او هم د ولیعهد ټاکل د پاچا یو بل هوس و، چې د خپل لوی زوی محمد یعقوب خان سر ه د مخالفت له امله
یې کړی و، خو بیا یې هم لویه مېوه یی په افغانستان کې د یوه منظم او عسکري حکومت او کابینې را منځ ته کېدل
وو.
بیا هم د ولس جرګې
- دمجاهدینو ارتباطي جرګه:
په 1۸۷۹ ع کال انګرېزانو یو ځل بیا پر افغانستان وسله وال برید وکړ، امیر شېرعلي خان کابل پرېښود او مزار
شریف ته د روسانو د مرستې په تمه والړ، خو هلته زړه چاودی مړ شو.
انګرېزانو د ده زوی یعقوب خان، چې له زندانه پر تخت کښېنول شوی و له ځانه سره مل کړ. ګندمک شرمېدلی
تړون یې ورسره وکړ او د افغانستان حکومت یو ځل بیا د انګرېرانو الس ته ولوېد.
د افغانستان ولس هم د خپل طبیعي خصلت له مخې د پاڅون الره ونیوه، په هر ځای کې سره را غونډ شول او د خپلو
ملي مشرانو په الرښودنه یې پر انګرېزانو بریدونه پیل کړل. د کابل، کوهدامن او کاپیسا د جهاد مشران: محمد کریم
خان، غالم حیدر خان کابلي، میربچه خان کوهدامني، میرغالم قادر خان او پیانی، پروېز شاه خان پغمانی، د تګاو او
نجراو جهادي مشران، د جهاد مشران، محمد عثمان خان ساپی او ورور یې محمد شاه خان، په لوګر کې د جهاد
مشران غالم حیدر خان څرخي، سمندرخان او محسن خان لوګري، د میدان او وردګو جهادي مشران محمدجان خان
وردګ او مال عبدالغفور خان لنګري، د غزني او زابل جهادي مشران مال دین محمد اندړ، په هرات کې نایب ساالر
حفیظ هللا خان او سردار محمد ایوب خان، په ننګرهار کې عصمت هللا خان جبارخېل او د هېواد په ګوټ ګوټ کې په
سلهاو نور کسان، چې د مال مشک عالم د وینا له مخې د جهاد ټول مشران درې زرو تنو ته رسېدل.
دوی ټولو د هېواد په بېالبېلو برخو کې محلي جرګې جوړې کړې وې، چې د ارتباطي شبکو له الرې یې دې جرګو
ته د یوې واحدې جرګې بڼه ورکړې وه او د جهاد په ارتباط یې ګډ تصمیمونه نیول.
د همدې ګډو تصمیمونو له مخې مجاهدینو د انګرېزانو او مزدور حکومت ځالې ورانولې، د مرکز په لور را لنډېدل
او د کابل د محاصرې حلقه تنګېدله، څو چې د ټولو سیمو مجاهدین له خپلې خپلې خوا پر کابل را چاپېر شول او په
انګرېزي چوڼیو یې اوربل کړ. په دې بریالي جهاد کې نارینه او ښځو ګډه برخه درلوده او د 1۸۷۹ کال په دسمبر
کې یې سوړ ژمی د انګرېزانو له پاره په سره تنور بدل کړ او یوځل بیا یې انګرېزان د شرمېدلې ماتې په الره روان
کړل، چې د )1۸۸۰ )کال په جوالی کې یې په میوند کې د وولس زره لښکر تباه شو.
دې جرګو د انګرېزانو د شړلو پروګرام در لود، خو د افغانستان د آزادۍ د سنبالولو کوم پروګرام ورسره نه و، نو
ځکه کومه سکه، چې محمد جان خان ضرب کړې وه پرې لیکلي یې وو:
مـی کنم دیـوانګی تا برسرم غوغا شود
سکه به زر میزنم تا صاحبش پیدا شود
د لومړۍ برخې پای