ارسالی: داود نعیم

"کله چې مونږ په جغرافيائی لهاظ د ګران افغانستان جیوپولیټیک اهمیت ګورو، کله چې مونږ د نړۍ جیوپولیک جغرافيه ته مراجعه کړو او د ګران افغانستان په توګه هیوادونو د مقایسی لپاره وټاکو، زمونږ په ذهن کې ځینی پوښتنې را ایجادیږی، چې ولی مونږ سره له داسی جغرافیائی اهمیت سره، ولی تر اوسه پوری یو څو مناسب او ګتور "د فکر کولو خونې" او یا په اصطلاح "فکری کوته" نلرو، چی هغهلته د ملی منافعو لپاره زمونږ د مسلکی پوهانو په ذریعه دقیق علمی او مسلکی-تخصصی مشوری صورت اخلی، د "ولس اړتیا" او د "ولس ضرورتونو" پر بنیاد ولاړ عام المنفعه مؤسسات او واقعی عام المنفعه بنستونه مطرح او را ایجاد شی. دلته ما هڅه وکړه چې داسی پوښتنی زمونږ ګران ولس، بلخصوص زمونږ تحصیلیافته کدرونو سره او زمونږ سیاسی نخبه ګان او سیاسی پوهانو سره یې شریک کړم:
اقلاً له یوه نیم لسیز را پدیخوا، زمونږ ولسوالیګانو ولسوالان لری، زمونږ ښارونو کې ښاروالان او نورو ځینی مؤسسات موجودیت لری، زمونږ په ولایاتو کې والیان مقرر دی، دبل دبل معاشونه هم اخلی، دولتی مامورین لرو، غیر دولتی مؤسسات هم په ځینی سیمو کې کوم دول فعالیتونه لری، بلاخره دیری پیسی و کاری ظرفیتونه هغهلته مصرف شو، او هم نن صبا مصرفیږی !
که چیرته په کوم ولسوالی کې کوم شخص ولسوال وی، په کوم ښار کې کوم شخص ښاروال وی، په کوم ولایت کې کوم شخص والی وی، دا نه کوم جرم دی او نه کوم ګناه! زما په نظر جرم او ګناه هغه وخت را مینځ ته راځی چه نا ښایسته، بی کاره، نا پوه او غیر ملی افراد او اشخاص، او دا هم له اداری فساد او زورواکی په ذریعه دولتی ماموریت خپل کړی.

زمونږ په ولسوالیو کې، په ښارونو کې، د ولایاتو په مراکزو کې ، حتی زمونږ په تاریخي ځایو کې، معنوي او مهمو اماکن او ښارونه کې، "د فکر کولو خونې"، کلتوری مراکز، عمومی کتابتونونه، مناسب تفریحی ځایونه، ماشوممحوره روزنیز موسسات، والدین لپاره دارالمشورتی موسسات او بنستونه شتون نلري.
زمونږ په دې تاریخي ځمکه او هیواد کې، د دولت لخوا څومره کلتوري او هنري خدمتونه فعال دي، څومره ګتوره او مثمر کلتوری-هنری بنستونه او مراکز فعال دی؟
زمونږ په ځینې تاریخي ښارونه کې څومره تاریخي موزیمونه وجود لری؟
د څیړنې په موسسو او د نړۍ لرغونپوهنه کې د دې لرغوني هیواد موقعیت څه دی؟
په دې هیواد او زمونږ په ښارونو کې څومره مرکزونه د سیمې او نړۍ څخه سیاحانو ته جذبوي؟
او بالاخره، آیا د دا هیواد په سیمه او نړۍ کې کومی مشهور ځایونه شهرت او محبوبیت لری؟
زه نه غواړم دلته د له هیواد ملی پوهانو څخه دقیق ځواب ولرم، بلکه زما باور دا ده، چې داسی او نور بریالیتوب او لاسته راوړنو شاخص باید له تاریخ له خوا اندازه کیږی. زمونږ د اکادمیک لوړ پوهان، تخصصی کدرونه، روښانفکر و اشخاص او افراد، د پوهنتون پروفیسوران او استان، شاعران، لیکوالان، هنرمندان او نور پوهان، باید خپل، پام، افکار، ابتکارات او نظریات په وده او اعمار د داسی زیربناوو معطوف وکړی.

اخطار خطرناک اشرف غنی به زورمندان از زبان خودش بشنوید، این سخنان در تالارغوغا برپا کرد
https://www.youtube.com/watch?v=0s1HuEDShDA

د بین الافغانی صلح په هیله"
----------------------------------------------

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!

به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!

به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!

به امید رعایت حقوق زنان و اطفال در افغانستان!

به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!

به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما