د اندونیزیا د کډوالو له توقیف خونو افغان پناه غوښتونکي د یو پروګرام له مخې کولی شي په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي.

د دوشنبې په ورځ یو تن افغان پناه غوښتونکی باسط علي چې د اندونیزیا د رایو ایالت په روډینم توقیف خونه کې ساتل کیده د یاد پروګرام په مرسته خپل هیواد ته راستون شو.

دغه پروګرام AVRR یا رضاکارانه ستنیدنه نومیږي چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان او همدارنګه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ یې پرمخ بیايي.

د یاد پروګرام په مرسته د اندونیزیا په توقیف خونو کې دننه او له توقیف خونو دباندې افغان پناه غوښتونکي او کډوال کولی شي په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شي.

اندونیزیا کې د دغه پروګرام مسولین وايي، د بیرته ستنیدلو په بدل کې یې یو اندازه نغدی پیسې هم پناه غوښتونکو ته ورکول کیږي ترڅو خپل هیواد کې پرې ځانته کار او نوی ژوند پیل کړي.

د رپوټونو په حواله دمګړۍ اندونیزیا کې له څوارلس زرو زیات کډوال چې ګڼ شمیر افغانان هم پکې شامل دي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ سره راجستر دي.

ډیری دغه کډوال او پناه غوښتونکي یا خو په توقیف خونو کې دننه ژوند کوي او یا هم له توقیف خونو دباندې په سړکونو او پارکونو کې ورځې شپې سبا کوي.