دطالبانو ادبي غلا
لیکوال : حکمت سباوون

په عامیانه تفریحي ادبیاتو کی ورته قینچي کړپ او په سنجيده ادبیاتو کی ورته پلیجرست یا ادبي غل وايي . یو ادبي غل دیو نظم یا نثر الفاظ قافیة اویا هم طرز ترنم پټوي او دلږې ډېرې اضافې یا د موضوع په تبدیلولو فکر کوي چې ده کوم ادبي تخليق کړی او فکر کوي چی فقط همدا ډوډۍ خوري اونور خلک ګیا خوري اوګویا که خلک نه پوهیږي.

د څه مودې راهسی په أفغانستان کي یو نظم ( له دې کلي کډه وړمه راغلم تنګ له بدامنیو ـ هره ورځ په اوږو وړمه جنازې د ګلالیو ) ډیر مقبول اوحتی د مواصلاتي شرکتونو رینګ ټون یا دزنګ ترانه وګرزیده او لامل یی داوو چی په دغه شعر کی د شاعر دزړه د درده لیکلی او ویونکي د زړه له درده ویل ، چی په محتوی کی یی دملت او دولس درد واضح ښکاري. او کوم مکان زمان ډله تنظیم پورې نه دی تړلی دغه نظم دافغاني او اسلامي مجتمع ریښتینی انځور دی
خو دا چې دانظم دکوم تنظیم یاډلی په عینکو کی نه دی ليکل شوی نو دذکر شوي نظم شهرت او مقبوليت دطالب مخلوق هضم نه شو او په فیسبوکونو کی یی په نوموړي شاعر. بی منطقه او بی ادبه انتقادونه هم شروع کړل او په دی هم ونه شرمیدل چی د عین نظم قافیی او طرز ترنم یی غلا کړل اوفقط د طالبالبانو په نظمونو کی په سلهاو ځلی تکرار شوي افکار یی پکی ورځای کړل .اصل شاعر وايي چی:
له دې کلي کډه وړمه راغلم تنګ له بدامنیو طالب قینچي کړپ په ټوټه راقينچي کړی او وايي :
له دی کلي کډه وړمه راغلم تنګ د طالبانو...

ددی خبری سره ماته دبجلي ګر رحمه الله یوه قيصه رایاده شوه چی ویل یی چی یو مجلس کې ما د عبدالرحمان بابا دیو شعر توصیف وکړ چی وګوره چې څومره ښه شعر یې ویلی داسی شعر به هم څوک جوړ کړی شي:
سرزماسامان زما جارشه ترجانان زما
جار شه ترجانان زما سرزماسامان زما
مرحوم مولانا وایی چی یو قینچي کړپ شاعر راپاڅېده او ویل یی چی دانو کوم مشکل کار دی. دادی نغد شعر درواځله:
چرګی اوچرګان زما ګرځي په ډیران زما
ګرځي په ډیران زما چرګی اوچرګان زما

نومحترمو طالبانو د جواد صاحب د سدابهار شعر سره همدا کار کړی. ما اوسه پورې د دغه شعر شاعر یعنې جواد صاحب لاتراوسه لیدلی هم ندی خو شاعري یې د ستایلو ده.

وایی چې یو احمق ته چا وویل چی په ډیران لمونځ نه کیږي نو هغه احمق ورته حلفا وویل چی والله چی کله ما لمونځ کاوه نوکیده. نو خبره داده چې که دشوروا اخوندی شعر ته چی :
قرآن موهیرشواوس نومينه دتیلیفون سره ده
د چا ایل جي دچاسمسنګ دچاایفون سره ده........
ته شعروایی اونشروي يي نو د جواد صاحب دشعر په غلاکی څه حرج دی .