ای پــــرمـاګـران وطنه زه دی جوړوم
افـغـــــانـسـتـان وطنه زه دی جوړوم

ســتادښـمنان به نیست نابودکړمه زه
وطــــنه تــابــه هـم خوشنودکړمه زه
ای قــــــدردان وطــنه زه دی جوړوم

سـتاهــره شـاړه اودښـت بـه کړم اباد
چی درته بدګوری هغوی به کړم برباد
ای ګلـــســــتــان وطنه زه دی جوړوم

قـــــــهـــــرمــــانــــان دی لاژوندی دی
افــــــغــــــــــــانـــــان دی لاژوندی دی
کــړي به تـاودان وطنه زه دی جوړوم

بــــــیـرغ بـــــــــه دې زه کړم په رپان
لــــوړبــــــــه دې نـــــوم کړم په جهان
دامـې دې ارمـان وطنه زه دی جوړوم

پـــــه غــــــموکی ګیرټـول افغانان دي
اوهـــــــــم ورســــره ټـول يتيمان دي
دي پـــه ګــریـان وطنه زه دی جوړوم

دښـــــــمنان بــه دی تـل وي سرګردان
ځـــــــکـــــــــه تــــا روزلی دي زمريان
دي لـــــتاقـــربان وطنه زه دی جوړوم

وطـــــنه تــه مـی کوری هم می ګوری
د(ولی تـــــیــــمــــــور)دزړه ټـــــکوری
جــــنـت نــشـــان وطنه زه دی جوړوم