ز
عزیزالله (حقپال )

د مسکو غونډه او د جنایتکارانو توبه ایستل

هیوادوالو ته روښانه ده چی زموږ هیواد پوره څلویښت کاله د جنګ په سره اور کی سوځیږي او دسوند مواد یی هم زموږ خوار غریب ملت دی ،ملت قربانی ورکوي او هیوادوال دي چي د جنګ سخت درانده مصیبتونه یی تحمل کوي . زموږ ماشومانو او میرمنو دجنګ سخت درانده تاوانونه په خپل پوست و وجود احساس کړل دجنګ مصیبتونه بی شماره دي ، دلته زیات بحث ورباندی نه کوو. نو ځکه سوله همداسی یو حیاتی ضرورت دی چی زموږ وطنوال یی به خپل پوست او وجود سره غواړي او ورته تږي دي لکه د تیر واړه اختر اوربند چی زموږ هیوادوالو ته یو خوشحالي راوړې وه او ټولو هیوادوالو او د جنګ شاملو اړخونو سخته زیات استقبال کړه د سولۍ او اوربند مخالفین تنها یو ډله جنګ سالاران ول چی ګټي یی د جنګ پدوام کی لیدلي، خوشبختانه چی د امریکا دسیاست په تغیر او د دولت دسولی د پروګرام دعملی کولو لاره کی همدا جنګسالاران نورپدي باورمند شول چی سوله کیدونکی ده او طالبان د مطرح لوري په توګه په سوله راوستلو کی پوره برلاسي پیدا کوی نو نا چاره او دخدای شکر چی همدا جنګ سالارانو هم دتوبی ایستلیو لپاره خپلي هڅي شروع کړی چی دمسکو غونډه یی شه مثال دی ، ، پدی غونډه کي زیات نقابونه څیري شول او دیرو سوالونو ته یی ځواب وویل څو بعدونه او اړخونه لری چی دلته یی هر ارخ جدا جدا برسی کوو:
۱ــــ د مسکو غونډه دخاص اهمیت وړ ده .ځکه چی په غونډه کی د جنګ اصلی لوری یعنی طالبان چی حکومت یی نسکور شوي تر تهدید او فشار لاندی تشتی ته مجبور شوی او بلاخره یی د جنګ لاره غوره کړی وه او بل لوري ته د طالبانو اوږد مهاله دوشمنان جمعیت اسلامی او وحدت اسلامی جګپوړی رهبران او مسوولین او د طالبانو درژیم د سقوط اصلی مهری او د وخت جمهور ریس او دکابیني دیر غړي یی را غونډ شوي وه.
دا ټول هغه کسان دي چی نتنها د امریکا دتجاوز سره سخت ملاتړي او په طالبانو دلویو بمونو غوشتونکی او دله ایزو وژنو اړخ وه بلکی د طالبانو دسقوط ورسته یی هم هر سپین بګړی والا یی طالب بلل هر طالب یی د القاعده اصلی غړی بلل او په سلهاو کسان یی تر ګوانتیمالو زندان ورسول د بګرام او پلچرخی زندانونه یی د زرهاو طالبانو او د طالبانو دخواخوږیو تر نوم ډک کړی وه .حتی که به چیرته یو چا د سپین بګړیو پدفاع څه ویل هغه به یی د طالب نیکټایدار په نوم تهدید او تر زندان رسول .د طالبان نیکټایی دار اصطلاح ددوي اختراع وه چی تر اوسه په بیانو کی استعمالوی .
هغه کسان چی رنګا رنګ جنایتونو ته یی د طالبانو د بدنامي په خاطر سازما ن ورکول او حتی هغه کس چی یو وخت یی رسمی مکتوبونه دداسی جنایاتو د تر سره کولو لپاره صادرول چی یو دوه مکتبونه د طالبانو د بد نامولو پمنظور وسووخوی، په همدی غونډه کی ناست وه .
۲ـــــــــــــــ دلته دیو وخت داسی مسوول چارواکی لکه ریس جمهور ، وزیران والیان یی متنفیذین او ریسان راغلی ول چی که چیری دوی په خپل وخت او زمان د حاکمیت کی دداسی اصلاح اراده کړی وایی دا جنګ به پخوا هم ختم شوی وه ږ مګر په تاسف سره چی نتنها دجنګ دختمولو اراده یی نه درلوده بلکی دهر راز سولی دخبرو سبوتاژ کونکی او د جنګ داور تازه کونکی شخصیتونه راتول شوی وه چی په ۲۰۱۱ کال کی دطالبانو د قطر د دفتر دجوړولو په وړاندی د همدغو کسانو لخوا ډیر سخت مخالفت شکاره شوه او د امریکا سره یی ددفاعی تړون خبری د همدی دفتر په تړلو پوری مربوطي وبللي .
۳ــــــــــــــــــــــــ پدی غونده کی ټول له قدرته شړل شوی د پخوانی حکومت مقتدیر شخصیتونه له ریس جمهور رانیولی د کابینی تر دیرو وزیرانو د اسمعیل خانه تر اعطا پوری ، قانونی ، سپنتا زلمی رسول، مقبل،محقیق اتمر، واحدی،علومی و محقیق او ......نور را ټول شوی چی اوس د اشرف غنی په حکومت کی ګوشه شوی دی .ځانونه تنها او بی صلاحیته احساسوی نو د سبا لپاره د بیا مطرح کولو په خاطر ولاړل او طالبنانو ته یی توبه نامه ورکړه ځکه دا د توبی ایستلو غونډه وه چی دا خپل ذات کی د اهمیت وړ خبره ده
۴ـــــــــــــــ دمجاهدینو لشکر چی د هیواد روشنفکران به ی د روس د دوستی پنوم وژل حلالول .مکتبونه او سړکونه یی د شوروی ددوشمنی په خاطر سوځول او ورانول ، نن د بیرته قدرته درسیلو به منظور چی توبه نامه یی قبوله شی د لینین دقبر زیارت ته ولاړل او په خپلو کړیو ګڼاهو یی دلنین له جسد څخه معذرت وغوشتل ،یو دوست لیکلی وه چی مجاهدینو د عمره زیارت مو قبول شه خکه دلته اصلی حج زیارت په په اکتوبرکی وی .
۵ـــــــــــــــــــــــــ تر ټولو مهمه خبره یی دا وه چی د مجاهدینو تر منخ ( د اسلامی اخوت پیروانو )د سولی او ورور وژنی د ختم کنفرانس دهغه پخوانی خلق و پرچم دموکراتیک ګوند غړیو لخوا .سازماندهی شوی وه او پدی غونډه کی دیرو مجاهدینو د غونډی د سازمانورکونکو څخه او دروسی ددولت څخه چی دوی دهغو دواړو سره جنګیدلی وه مننه وکړه او دتعظیم سرونه یی په مړو سترګو د قدرت کی شامیلیدلو پخاطر تیت کړل .

پایلي :
۱ ـــ--ددی غونډی په دایرولو سره دا ثابته شوه چی پدی هیواد کی هیڅ یو ګوند هیڅ یو قوم هیڅ یو ملیت په تنهایی او یکتازی سره حکومت نشی کولی که څه هم اول قدرت شوروی د وخت او یا نننی امریکا هم په خپل ټول نظامی پوتنسیال سره ولاړه او ملاتړی وی ، دا هیواد دټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول افغانا به یی په ګډه ساتنه کوی اصلی تعینوکی رول خپله ددی هیواد ولسونه دی نه یواځنی حزب نه جنګ سالاران ڼه هم دخارجیانو ګوډاګیان . بلکي پدی هیواد کی میشت افغانان ټول ددي هیواد دساتني او پرمخ تګ مسولیت لري او باید په ګډه دټولو ملیتونو په ګدون سره د ټولو حزبونو به شمول سره یواځي او یواخي د وطن دوستۍ په هیله کار وکړي .
۲ ـــ- اوس د امریکا حکومت چی د سولی اصلی کیلي ورسره ده دجنګ دټولو غاړو تمویلونکی دولت دی د سولی لاره نیولی او دافغان حکومت هم د سولی لپاره مشخص پروګرام لری او سوله په ټولو ابعادو سره افغانانو ته غواړی د طالبانو راتګ نتنها به حکومت کی شمولیت ورکولو بلکی دجنګ دحتمی ختمولو سره غواړی زموږ ارزو ده زموږ هیله او تمنا ده باید دافغانستان ملت ته د خپل سرنوشت دتاکلو حق په ورکولو سره دا هیواد یو ځل بیا ددی جنګ سالارانو په چنګال کی ور نه کړي او دا جنګ سالاران او دهیواد دغمزی اصلی عاملین او محرکین نور څنډی او همداسی انزوا ته کړی .او دانتقالی عدالت د محاکمی میز ته یی ودروی تر څو په ملیاردونو دالرو غلاو او هیواد کی د وروژنی داور تاز ه کونکو په توګه ځواب ووایی.
تاسی دافغانستان ملت ته رجوع وکړی هیواد دوسته صادق شخصیتونه علمی پکار پوه پدی هیواد کی کم ندی باید ورته دخدمت کولو موقع ورکړله شی او هیواد وژغورل شی پای
.ومن الله التوفیق