اېمل افغان
په مسکو کې واده

په مسکو کې د افغان جګړې د ختمولو لپاره يوځل بيا واده پيل شوی او د خوړو ډېر دېګي هلته په اور باندې دي او هر افغان سياستوال په دې واده کې کوښښ کوي غوره او ښې خبرې د جګړې د پای ته رسولو په اړه وکړي، ولې دې جګړې دومره زور اخيستی، ملامت اوسلامت په کې معلوم نه دی چې دغه اور چاه بل کړی؟ اوڅوک پړدی څلوېښت کاله دوام او هر افغان په کې د دغه اور د لمبو ښکار شو، اوس هم دغه جګړه روانه ده او نن ورسره د امريکايي ځواکونو د وتلو مسئله هم ملګرې شوې، چې نن وځي او سبا، دوی که وي څه او که نه، ځکه دوی ماتې خوړلي خلک دي، نور به په خپلو سوريو لکه سره روسان ننوزي او توبې به باسي، چې په افغانستان کې د جګړې ګټل ډېر سخت دي اومصارفات ډېر زيات وشول او موږ يوه ډېره غټه تېر وتنه په دې شل کالو کې هلته وکړه .
افغان ملت په دې ډېرافتخارکوي، چې دغه د سولې واده ته دومره افغان مشران تللي او غواړي په دې درې ورځو کې سوله راولي، خو زه يوه پوښتنه لومړی له پخواني ولسمشر حامدکرزي او بيا د ده له دې زاړه او له کاره لوېدلي ټيم څخه کوم، چې تاپه خپله واکمنۍ کې کومه غونډه د سولې او د افغان جګړې د ختمېدو په اړه وکړه، چې نن دې دغه خلک راټول کړي او دريا(چمبه) دې په لاس کې ده او دوي درته ګډېږي، چې موږ به سوله راولو اوهلته د افغان سولې په اړه خبرې کوې.
دا سمه ده سوله يو نيک نوم دی، افغان ملت نن له هر څه لومړی سولې ته ډېر تږی او اړتيا لري، خو ستا په لاس کې چې په هغه وخت کې کومه سوله او امکانات وو تا اوستا دې زاړه او له کاره لوېدلي ټيم ترې سمه ګټه پورته نه کړه، چې نن په دغه بل شوي اور يو څه ناڅه اوبه اچول شوې وای او د افغان ملت وينې نورې په دې خاوره کې نه وای توې شوې.
بله خبره په کوم ځای کې چې تاسو د سولې په نوم واده پيل کړی او غونډه مو نيولې په دې درې ورځو کې به د هغه هېواد چارواکي او هغه هېواد، خو له ما څخه تاسو ښه پېژنۍ، چې هغوی به کله له تاسو سره د امريکايانو اود پاکستان په وړاندې مرسته وکړي، چې سوله دې راشي، ځکه روسان هغه خلک وو چې کله په افغانستان په بې پلانه اوبې رحمانه ډول يرغل وکړ، همدغه دوه هېوادونه وه، چې هغوی ته د سر په کاسه کې د زهرو اوبه ورکړې او روسان په دې خاوره کې را څملول چې تورمخ له دې خاورې وتښتېدل نو اوس به هغوی کله دومره اخلاص وکړي، چې سوله راولي او ښه نظر موږ ته وکړي.
لنډه دا چې نن موږ په ټولو هغو غوره او پياوړو مسائلو په دې ځای کې بحث کوو، چې ورته اړتيا لرو تېر زخمونه به نه تازه کوو په کارده، د افغانستان د کشالې غم همدغه چارواکي او دلته ارګ مېشتي په خپله وخوري او خدای مه کړه، د افغانستان مسئله په وينو بدله نه شي بيا به مهار کول يوه ډېره ستونزمنه خبره وي اونه به د همدې خلکو شپې په دې خاوره کې تېرې شي او خيانت او جنايت به يوه بله تاريخي مسئله وي چې دغه سياسي لوبغاړي به ځان پسې پرېږدي ځکه دا هغه مسايل دي، چې ټول مخکې د مسکو د غونډې له پيل کېدو څخه ثبت او خپاره شوي او د تاريخ پاڼو ته ولوېدل.
راځۍ چې د سولې په وړاندې کار وکړو، په شته سياسي نظام کې له يو څه برخې ورکولو څخه مخالفې ډلې ته هم تېرشو، ځکه هغه هم زموږ وروڼه دي او هغوی ته به هم په داسې سپکه سترګه نه ګورو، چې څه نه شي کولای د افغان جګړې ترشاه د ډېرو لوړو طاقتونو او هېوادونو لاس دی خدای مه کړه، د ډاکټر نجيب الله د حکومت کانه يوځل بيا په دې خاوره کې تکرار نه شي، په هغه وخت کې هم همدغه رهبران وو اوهمدغه پګړۍ يې وهلې وې اوهمدغه تور پنجاب وه، چې د هغه په مشوره په هرڅه لاس پورې کولو، نو طالبان هم هماغه خلک دي، چې د امريکا، پاکستان، ايران او عربي ممالکو پاتې شوني دي او غواړي په افغانستان کې د جګړې اور ګرم وساتي.
بله خبره نن ملت هم ترخپلې پزې راغلی، چې څه وکړي، که جګړه ده خو همدومره بس ده، چې دا څلوېښت کاله وشوه، له روسانو سره وشوه، له امريکايانو سره وشوه، له طالبانو سره وشوه، له خلقيانو سره وشوه، له پرچميانو سره وشوه، کودتاګانې وشوې، سرونه پرې، شول،، داود خاني نظام ړنګ شو، د پېغلو سينې پرې شوې، په سرونو مېخونه و وهل شول، غوږونه او پزې غوڅې شوې دې ته وايي مسلماني او انسانيت چې نه وي هغه کانې وشوې خو زه يې ټوله پړه په افغاني چارواکو وراچوم، ځکه همدغه تاسو وۍ، چې دا اعمال مو وکړل اولاسونه مو د ملت په وينو سره دي له ځانو څخه مو قصابان جوړ کړي نور بس دی.
که چېرته له دې خلکو سره د دې خاورې په اړه کوم احساس وای، نو دا کارونه به نه کول اونه به دومره وينه توېدله اويا د دوی کومه لور او زوی به بې عزته شوي وای، بيا به موږ ويلي وای، چې هغه ده د پلاني چارواکي په لور او ځوی بدې کانې وشوې خو دوی ټول په امن او امان کې دي، ملت څه کوي، چې څه پرې راځي هغه پردی اولاد دی.
خو زه وايم په دې خاوره کې چې انشاءالله يو افغان هم خفه وي او هغه ته چاه خپله برخه نه وي ورکړې، په دې ځای کې به هر يرغلګر له ماتې سره مخ وي او د جګړې اور به همداسې بل وي، راځۍ چې د ثبوت لپاره د انګرېزانو ماتې وګورو، له هغوی څخه وروسته د روسانو او بيا د امريکايانو او د خپلو سياستوالو مرګ ژوبله، چې څومره سياستوال مو د خپلې چوکۍ د ګټلو لپاره مړه شول اولا اوس هم وژل کېږي، راځۍ د خدای په خاطر نوره جګړه بس ده دا هېواد به ستاسو ميراثي نه وي او نه تاسو ته له پلاره او موره په ميراث پاتې شوی، چې دومره زورورې جګړې ته مو د تاريخ په دې بهير کې غېږ ورته کړې او هره ورځ پرته له وژنو او مرګ ژوبلې بل هېڅ څه نه شته دي.