استرالیا یوه تامیل کورنۍ د ګواښونو باوجود سریلانکا ته ستنوي.

استرالیا کې د یو تامیلي فامیل ملاتړ کوونکي په دې هڅه کې دي ترڅو د استرالیايي چارواکو لخوا سریلانکا ته د هغوی بیرته ستوونه وځنډوي.

خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن د دغه کورنۍ په ستنولو ټینګار کوي او وايي چې هغوی په هيڅ ډول ریښتینې کډوال نه دي او باید بیرته سریلانکا ستانه شي.

یاده څلور کسیزه کورنۍ، پریا او د هغې خاوند نادیس لینګم او دوه لوڼې یې چې استرالیا کې زیږیدلي د تیر کال د مارچ میاشتې په لومړیو کې د استرالیا د سرحدي ځواک د یوې چاپې په ترڅ کې په کوینزلینډ ایالت کې نیول شوي وو.

د ریپوټونو په حواله، هغوی وروسته له نیول کیدو قابو دوه زره کیلومتره لېرې د ملبورن ایالت یوې توقیف خونې ته ولیږدول شول.

یاده کورنۍ د سریلانکا د تامیل اقلیت قوم پورې تړاو لري او استرالیا کې یې د تیرو درې کلونو په جریان کې څو ځلې د پناه غوښتنه وړاندې کړې خو هر ځل د استرالیايي چارواکو لخوا هغوی ته د رد ځواب ورکړل شوې.

د دغه کورنۍ مدافعین د لارینونو په ترسره کولو سره هڅه کوي ترڅو د حکومت پریکړه بدله کړي خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن د هغوی د لارې خنډ ګرځیدلې.

پيټر ډوټن خبریالانو ته ویلي، یاده کورنۍ څو ځلې د بیلابیلو محکمو له پړاونو تیره شوې، هغوی له هیڅ اړخه ریښتیني کډوال نه دي ثابت شوي، هغوی باید بیرته سریلانکا ته ستانه شي.