زمادقبرپه شناخته
*****
ا د یــره کـې مـې د قــبرلټـه وکــــــړئ!+
ورته وګورئ په شناخته یې څه لیک دی
پې ښکل شوي به وي دغه څـــوبیتونه+
شـعرنه، دزړه بــړاس ډرامـاتیــک دی
*****
د«کرزي» مرزي نه واخله پاچاګیان دي+
تـر«بــل زي» (۱) «احـمدزي» پـــــورې
ټول ترپایه«شاه شجاع»شاه شجاع ګان دي+
کــه ریـشـتـیا تـــاریــخ یـې ګــــــــــــورې
*****
اوچې خپسه دښکیلاک په وطن راغله+
زړه مې بندشودوعاوکړه خپلې مــورې
ددوه زره، دویــم کـا ل، دویــمه شپه وه+
زړه نیژدې وچې وی چاودې له دې لورې
*****
لـــه هغـې ورځـې نیــولــې بیــا تـــرننـــه +
رنګارنګ امراض مې ټول وجودکې ښوري
امـریـکا بـه شـرمیـد لـې بیـرته وځي+
د«اډو»او«کوچنډو»(۲) سره مختورې
*****
د«زي»«زي»او«دبل زي»مخ به ورتورکړئ+
اوپه خره باندې بې سورکړئ په شمــکورې (۳)
*****
استعمارچې مې له خاورې نه واپس شو+
بیــادوعـا راته کـــوئ پـه زورې زورې
*****
د«عیان» شمله به هسکه ترآسمان شي+
ورسره به وي میلیونه شملې نـــــورې
*****
(۱) : بل یوچې راځي. (۲): یوه پګړه کوټ بنګار،یوپګړه بچي ، زاړي بوواري، آګااوبرګاهم ورته ویلی شو.
(۳): په ړندوسترګو، په پټوسترګو.
دلیکلونیټه یې: /۱/۲/۲۰۱۵/ ــ /۳۰/۱۱/۱۳۹۳
«پای»

زما دقبردشناختې دپاره
*****
زماژوند د«خلکولار»کې وقف شوی+
ترهغې چې څومې سا وه اوژوندی وم
*****
اوس به روح زماپه هغه ورځ خوشال وي+
چې ولس مې له«ښکیلاک»«زبیښاک»نه خلاص شي
*****
دلیکلونیټه یې: ۴/۱۲/۱۳۹۳/ ـ ۲۳/۲/۲۰۱۵/ سهارشپږنیمې بجې
«پای»

اودقبرپه شناخته مې
*****
زماقبرته لاس جګ کړئ، دوعاوکړئ!+
داورزیـاته کړئ چې خلــکونه قربــان ؤ
ښه ځواني یې شوه دولس په لارکې خاورې+
خـــاورې مــه شـه همـدغـه یې سترارمان ؤ
*****
اوپه خپله عقیده بانې ترمرګه ټینګ ولاړؤ+
که خـوښۍ کـه کـمزورۍ اوکـه توپــــان ؤ
ډیربې باکه له خپل ژوندنه په کې تیرؤ+
ځکه هرچاته په زړونــوکې«عیان» ؤ
*****
دلیکلونیټه یې: ۲۳/۲/۲۰۱۵/ ــ ۴/۱۲/۱۳۹۳/ غرمه دوه نیمې بجې.
«پای»