اتلس کلنه سعودۍ رهف محمد القنون چې له خپلې کورنۍ تښتيدلې او اسټراليا ته پناه غوښتنې لپاره په لاره وه، تېره اوونۍ بنکاک هوايي ډګر کې د پوليسو لخوا ونيول شوه.

رهف محمد ادعا کوي چې بنکاک هوايي ډګر ته له رسيدو سره سم سعودي چارواکو له هغې پاسپورټ واخيست او په پام کې وه چې د تايلینډي چارواکو لخوا بيرته سعودي عرب ته واستول شي.

د رپوټونو په اساس، اغلې رهف د هوايي ډګر په یوه کوټه کې ځان بند کړ او پر ټويټر يې پيغامونه واستول چې ګواکې د هغې ژوند له خطر سره مخ دی او بيرته سعودي عرب ته له ستنيدو سره به يې کورنۍ ووژني.

له قابو ۲۴ ساعتونو وروسته تایلينډ کې د ملګرو ملتونو ادارې د دغه نجلۍ وضیعت ته پام شو او سمدلاسه د نوموړی د پناه غوښتنې غوښتنليک تر څيړلو وروسته یې هغه یوه ریښتینې کډواله وبلله.

په لومړيو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې لخوا د رهف د پناه غوښتنې غوښتنليک اسټراليا ته ورکړل شو ولې اسټراليايي چارواکو وويل چې له يو لړ طی مراحلو وروسته به نوموړې ته پناه ورکړي.

اسټراليايي چارواکو دا هم وويل چې د يادې سعودۍ نجلۍ د غوښتنليک په طی مراحلو کې به بيړه نه کوي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې د رهف غوښتنليک کاناډا هيواد ته هم وړاندي کړ، چې د کاناډا ولسمشر په يوه شپه کې د نوموړې غوښتنليک قبول کړ او ورته يي کاناډا ته بلنه ورکړه.

دغې اتلس کلنې سعودي انجلۍ د کاناډا وړاندیز قبول کړ او استرالیا کې له پناه اخیستو صرف نظر شوه.

نوموړې (اس بي اس) ورځپاڼې سره خبرو کې ویلي چې د هغې ژوند خطر کې وه او اسټراليا د غوښتنليک د طی مراحلو په برخه کې ډير وخت نيوه نو ځکه يې کاناډا غوره کړه.

اسټراليا کې د يادې انجلۍ پر غوراوي بيلابيل غبرګونونه ښودل شوي، ځينو ویلي چې هغې ښه وکړل چې کاناډا يې غوره کړه ولې بيا ځيني وايي چې د اسټراليا هیواد د داسې کسانو لپاره نه دی چې دلته راشي او پناه واخلي.