داخوټولې نړۍ ته معلومه ده چې لرغونی اوخپلواک افغانستان د زبرځواکونوله خوا د ټولونړیوالوکنونسیونونواوتړونونوخلاف په نوبت سره پرله پسې اشغال شوی . پرهوایي اوځمکني حریم باندې یې بربنډ پوځي تېري شوي . د استعمارضد نظامونه په کې ړنګ شوي اود خپلې خوښې نورنظامونه په کې جوړشوي . د یوې اوبلې پلمې اوتوطئیې پټولواوخپل نظامي شتون په خاطریې خپل پلویان یوپربل پسې وژلي اود هغوی د تخت اوبخت ګدۍ یې را نسکورې کړې .

موږ په خپلوسترګوولیدل چې د پخواني شوروي اتحاد مشرانولومړی د دیموکراسۍ د لسیزې له دریڅې څخه خپل کمونیست پلوه عناصرد شاهي خاندان په کورکې ورته ځای پرځای کړل ، د سردارداؤد خان په کوپړۍ کې یې د قدرت د خوبونوځاله جوړه کړه ، ماته ښه په یاد دي چې په پولیتخنیک کې په ۱۳۵۱ لمریزکال کې ما خپله له یوه روسي لابرانت سره چې د لېنېنګراد اوسېدونکی ؤ، لفظي شخړه وکړه ، هغه په ځواب کې په خپله نیم کله دري راته وویل چې : (( خوب اشټ ، حال شما بما دو بژنېد ، هشټ شال بعډ ما ژن شما اوغانا ړه میګائیم .))

همغسې وشول ، په (۱۳۵۲) لمریزکال کې یې د سر دارمحمد داؤد خان په څېره کې پرظاهرشاه باندې سپینه کودتا وکړه اوخپل کمونيستان یې واک ته ورد ننه کړل اومسلمانان یې ورباندې ددې پاره وځپل چې بله ورځ د شوریانود یرغل پرمهال دوی د شورویانوپه وړاندې سره یولاس نه شي . بیا یې پرداؤد باندې سره کودتا وکړه اوټول واک د شوروي مشاورینو پرمټ کمونیستانوپه ظاهره په خپل لاس کې واخیست . ملا، معلم ، مامور،متعلم ، محصل ، استاد ، سپین روبي ، قومي مشران ، ملکان ، بزګران ، ماشومان ، ځوانان، ښځې اولارویان یې دزندان توروسلولونوته ورټېل وهل او په ډله ئیزشکل یې له منځه یووړل ، ژوندي یې په ګلېډروباندې ښخ کړل ، چې ښه بدنام شول او ټول ملت یې پرضد را پورته شو ، ورپسې یې د تره کي پرخوله بالښت ورکېښود اوحفیظ الله امین یې د واک پرپارکال ورسپورکړ، کله چې هغه هم بدنام شو، نوبیا یې په (۱۳۵۸) لمریزکال کې د جدی په تورماښام پرببرک کارمل باندې له دوشنبې څخه بیانیه ورکړه اوپرټانکونوسپوریې کابل ته راوړ، خوخپله شوریانود برېژنېف په امرد (۱۲۰۰۰۰) پوځ په مرسته د ځمکې اوهوا له لارې پرافغانستان باندې نظامي یرغل وکړاوحفیظ الله امین یې د دارالامان په ماڼۍ کې خوړین کړچې بیا هغه ړنګه ماڼۍ بېرته اشرف غني ورغوله .

روسانوخپل ملت ته د افغانستان د اشغال پټولوپه توطئیه کې کاملاً درواغ ویلي وو، ځکه برېژنېف اواندړوپوف ، له منځه ولاړل ، او پرافغانستان باندې د جګړې اوناحقه یرغل میراث یې د پخوانې شوروي اتحاد وروستي واکمن ګورباچوف ته پرېښود . د پخواني شوروي اتحاد وروستی سردمدارجور باچوف هم کټ مټ کله د امریکې اوسنی ټولواکمن ټرامپ له افغانستانه د خپلوعسکرود ایستلوپرېکړه وکړه ، ځکه هغه مهال پخوانی شوروي اتحای په ريښتیا چې (۱۵) ټوټې شوی ؤ. ببرک کارمل یې په ډاګ پرېښود اوواک یې هغه ډاکټرنجیب ته وسپاره چې د ټول افغانستان دښمني اود افغانانودسرووینوپورد هغه په غاړه کې پروت ؤ .

شوروي واکمنوله یوې خوا له امریکایانو سره پټه معامله کړې وه اوله بلې خوا یې له ځینوهغو مجاهدینوسره پڼه یارانه وه چې له پخوا را هیسې یې پټې وسلې اومهمات ورکول . کټ مت لکه امریکایي ځواکونه یې چې د افغان دولت مخالفووسله والوته اچوي .

د پخواني شوروي اتحاد مشرانوبه هم په ظاهره پرځینومجاهدینوباندې بمبارۍ کولې اوځینوته به یې وسلې اومهمات کوزول .لنډه دا چې شورویانوبه ډاکټرنجیب شوروي پلوه مصالحې ته مجبوراوه ، خود افغانستان له پښتون مېشتوسیموبه یې خپل کساتونه اخیستل ، همداسې لکه امریکایان اوورسره ټلواله یې چې همدا اوس دا کارکوي .

اېرانیانوهم یوازې پښتانه خپل دښمنان ګڼل ، خوخپل ګورګین یې له یاده وتلی ؤچې هره ورځ به یې د مظلوموافغانانودوه سېره سترګې ایستلې ، غوږونه ، پزې اوشونډې به یې پرې کولې ، همداسې لکه په کورنیوجګړوکې د پښتنواوایران پلوه ملېشوترمنځ چې دقص مرده ، مېخ های شش انچه اود چه قسم مې زایدغیرانساني پېښې .   

د انګلیس پخواني توراستعمارهم په افغانستان کې د پښتنوله لاسه ماتې خولې اویوازې پښتانه یې خپل دښمنان ګڼل ، او پخواني شوروي اتحاد هم د پښتنود سختوګوزارونو له امله دری ځلې ماتې وخوړله اویوازې پښتانه یې د ځان خپل اصلي دښمنان ګڼي ، اوس امریکایان هم پښتانه خپل دښمنان ګڼي ، ځکه د پښتنو په سیموکې د امریکایانوپوځي پادې په قلاره پاتې نه شوې ، ځکه خوامریکایانو د افغانستان جهاد مسخ ، اصیل مجاهدین یې بدنام ، د جهاد مسیریې پربله واړاوه اود خود جوشه جهاد اصالت او برم یې د طالب په جامه کې د پاکستان اود سیمې د استخباراتواوپټوزدوبندونوپرمټ له منځه یوؤړ.          

لنډه دا چې له پخواني شوروي اتحاد څخه را نیولې بیا آن ترپاکستان اوامریکې پورې دوی ټولود خپلوګټوله پاره یوه ډله را پرځولې اوبله ډله یې د هغه پروژه یي واک پرګدۍ باندې ورکښېنولې ساتلې چې د محدود وخت له پاره یې په مشروطه اجاره باندې ورکوي .

که موږد طالبانوتاریخ ته وګوروچې هغوی ځنګه منځته راغلل ؟ څرنګه چاڼ شول ؟ رژیم یې څه ډول له منځه ولاړ ؟ څه ډول یو پربل پسې ونیول او ووژل شول ؟ څرنګه وساتل شول ؟ څرنګه بېرته سره راټول شول ؟ څه ډول جنګول کېږي ؟ اوڅه ډول یې ځینې ساتل کېږي ؟ چېرته تمویلېږي ؟ چېرته ټرېنېنګ ورکول کېږي ؟ چېرته تجهیز کېږي ؟ چېرته جنګول کېږي ؟ له چا سره جنګول کېږي ؟ ولې جنګول کېږي ؟ آیا طالب په دې جګړه کې واقعاً شرعي نظام جوړول غواړي ؟ ولې طالبان د امریکې له هغو دښمنو سره ګوري چې هغوی په سیمه کې یود بل په وړاندې سیاسي ، نظامې ، اقتصادي اوسترا تیژیک اختلافات لري ؟ ولې مرګ ژوبلې په افغانستان کې وشوې اوګټې د نورومعامله ګرو په کې تضمین دي ؟

 ملي شتمنۍ ، لرغوني توکي اوژوندی تاریخ د افغانانوپه کې لوټ شوی . پردۍ جګړې یې پرافغانانوباندې وروتپلې . د خپلواک افغانستان له جغرافیې څخه یې د خپل دوامداره استثماري ځبېښاک اولوټماریوپه خاطرد خپل جنګ جغرافیه جوړه کړې . خپلې ذروي ، اتومي ، بیولوژیکي اونورې امونیایي ډول ډول وسلې اوخپل مهمات په کې آزمویي ، خپلوعسکروته دلته په افغانستان کې د ذروي وسلوټرېنېنګ ورکوي اود خپلووسلولویې تولیدوونکې کمپنۍ یې بیا له کاره لوېدلې وسلې اوانباري مهمات پرخپلوجنګي انډیوالانوباندې د ملل متحد په نړیوال نرخ پلوري .

استعماري ځواکونوپه افغانستان اوسیمه کې د خپل استعماري سیاست ددوام په صورت کې افغانان په خپلوکې سره وېشلي ، یوه ډله مستقیماً تمویلوي اوله بلې ډلې سره په درېیم اوڅلورم لاس د خپلې جګړې ددوام اواوږدولوله پاره غیرمستقیمې مرستې کوي ، خوپه جګړه کې د دری واړواړخونو( بهرنیانو، حکومت اوپه اصطلاح مخالفینو) له خوا د افغانستان بې دفاع ، بېګناه اوځورېدلی ؤلس وژل کېږي .

جګړې تل د دوومتخاصموکورنیو، قبیلو، لویوقومونو، هېوادونو، سیمه ئیزواونړیوالوسیالواومتضادواړخونوترمنځ پېښېږي . خوکله چې د جګړې د پېښېد ود ځاني اومادي تاوانونوحقیقت درک کړي ، بیا یې برخلیک په سوله باندې پای مومي . خوترڅوچې د جګړې اصلی عاملین ،لاملین ، کرېکټرونه اوکرایي ممثلین نه وي په ګوته شوي ، ترهغو پورې به پټ اومرموزلاسونه د موریانې اوخبیثه وایرس په څېرد سیالوټولنو، ؤلسونو، هېوادونو، ملتونواوحکومتونوترمنځ د خپلې ناروا تغذ یې په خاطرپرخپلومهلکواستخباراتي او مافیایي ځالوجوړولوباندې لګیا وي .

د بېلګې په توګه :

کله چې افغان جها د خپل فطري مسیرپلی کولوخلاف په خام حالت کې په نفیرعام باندې بدل شو، د اسما رکوهي غنډ اود اعلی جرګې سرحدي غنډ د سالنګونوقوه کار په څېرلویې پوځي اډې د جهاد له لیکوسره یوځای شوې ، روسان اوروسي پلوه افغان حکومت وارخطا شو.غربي ، جنوبي اوشرقي پولې یې ماتې اود ګینه کښوګاونډیوپه استخباراتي مرسته د افغان دولت له کنټرول څخه ووتلې . خودوخت افغان دولت د شورویانو په استخباراتي ملاتړد جهاد د کاواکه کولو، بدنامولواوسره پاشلوپه خاطرد افغان مجاهدینوپه منځ کې د خپلودستوري کسانود ځای پرځای کېدوپرمټ ( ۳۸) کاله وروسته وکولای شول چې پردۍ جګړه پرافغانانوورتحمیل اوسوله ورباندې وځپي .

همغه ووچې د ( k.g.b.) په لارښوونه اوملاتړافغان شوروي پلوه دولت ځینوخادستنانوته دستورورکړچې ځینې یې د افغان مجاهدینو دفترونو، جهادي لیکواوهغوؤلسونواوسیموته ورد ننه کړي چې د مجاهدینو په ؤلکه کې دي ، اوځینې نوریې بیا د تعلیم په پلمه د افغانستان لیرې ګاونډیوهېوادواوغرب ته د تعلیم له پاره اوځینې د مهاجرت په پلمه نورو هېواد ته ولېږل ، چې په هغوکې موږد افغانستان د حربي لېسې څلورزده کوونکي د بېلګې په توګه درپېژنو:

«موسی خان اکبرزی ، شېرمحمد بازستانکزی ، طاهر، اونورمحمد » . هلته یې د لېسانس ترکچې په هند کې پوځي اواستخباراتي زده کړې وکړې . تر زده کړو وروسته د کابل د حکومت په دستوردغه څلورتنه د پاکستان پېښورته را غلل اود استاد رباني په دره غنډ کې یې خپلې بسترې وغوړولې . دغه څلورتنه هغه وخت افغان دولت له حربي لېسې څخه هندوستان ته لېږلي وو.     

په همغه کال د اسمارکوهي غنډ هم د رؤوف خان اودده د ملګرو په لاس سره له وسلواومهماتود حزباوجمیل الرحمن مجاهدینوته تسلیم شو.

له دې وړاندې د کونړپرکرهاله کلي باندې روسانو بمباري وکړه چې ټول کلی اود کلي اوسېدونکې په کې له منځه ولاړل . پرته له څوتنویتیمانونورهېڅوک په کې پاتې نه شول ، ځکه کلي یې د تاریخ ډبرین دورته بېولی ؤ .

ددې له پاره چې د کابل حکومت د اسمار له تسلیم شویوپوځیانوخپل غچ واخلي ، په همغه غنډ کې یوه درنه چاودنه وشوه چې د اسمار د غنډ (۱۴) تنه ټول همغه صاحب منصبان د رؤوف خان په شمول په کې شهیدان شول او د رحمان بابا په هدیره کې په یوکتارد انجنیرګلبدین حکمتیار په لاس خاوروته وسپارل شول چې د اسمارغنډ یې تسلیم کړی ؤ.

ترپېښې وروسته همدغه نوي فارغ شوي صاحب منصبان په سیاف ، جمعیت اوحرکت ګوندونوکې سره تقسیم شول ، چې له هغو جملې څخه طاهرپه جمعیت ، نورمحمد په حرکت اوموسی خان اکبرزی اوشېرمحمد بازستا نکزی په سیاف ګوند کې پاتې شول . موسی خان اکبرزی له مقاماتوسره په پيښورکې د سیاف د تنظیم له خوا وصل شو، نورمحمد د حرکت ګوند له خوا د مقاماتوسره وصل شو، طاهروردک د جمعیت له خوا په کوټه کې له مقامانو سره وصل شو، اوشېرمحمد بازستانکزی چې په کوټه کې د قوماندان عبدالله وردک معاون ؤ، هم له مقاماتو سره وصل ؤ .

موسی خان یوه ورځ د سیاف په دفترکې یوه غېږ لوله کړې هغه سرحدي نړیوالې نقشې له ځان سره راوړې وې چې د هوا له لوري ډېرې پخوا اخیستل شوې وې اوټولې د توبې څخه ترببرک تاڼې پورې د فرضي کرښې ټولې د افغانستان ، پاکستان تاڼې او عائقې سشیمې په کې درج اومعلومې وې اوما په خپلوسترګو ولیدلې . زه هغه ورځ هسې تصادفي د چا پوښتنې ته هلته ورغلی وم چې له موسی خان اکبرزي سره مخ شوم . ما ورته وویل چې : دا نقشې څه کوې ؟ ده په ځواب کې را ته وویل چې دا نقشې مقاماتو را څخه غوښتې دي ، که دا ورنه وړم ، بیا موږ ته (4X4) ډبل ډاټسنې او پیسې نه راکوي .

ما ورته غبرګه کړه چې : دا خوملي خیانت دی ، د افغانستان لوېشت لوېشت خاوره زموږ ټولوناموس اوساتنه یې د ټول ملت ، که هغه مخالف دي ، یا موافق ، ګډه دنده ده . ده راته وویل چې : اوس موږ ته همداسې هدایت شوی دي ، اوس دا نقشې زموږ په درد نه خوري ، موږ ته اوس مهال پیسې او (4x4) ډاټسنې اهمیت لري .

د طالبانوځینې قو ماندانان به هم کله نا کله سیاف اود هغه قوماندانانولکه قوماندان عبدالله اوشېرمحمد بازستا نکزي او موسی خان اکبرزي ته د خپل مالي او پوځي تمویل په خاطرورتلل ، له همغه ځایه یې په طالبانوکې هم ځالې موندلې وې ، ځکه چې دغه څلورواړه پوځي استخباراتي غړي یوله بل سره با قاعده همآهنګ وو. کله چې د طالبانوحکومت راغۍ ، شېرمحمد بازستا نکزی لومړی د طالبانود صحیې وزارت او ورپسې د بهرنیوچارو وزارتمعین شو . خوچې طالبانوماتې وخوړله ، بیا موسی خان اکبرزی د تنظیمي ونډوپه حساب د غزني والي وټاکل شوچې ترډېره د طالب اوطالبانود ویاند ګومان ورباندې کېده ، ځکه خونیوکې هم ورباندې زیاتې وې ، چې بالاخره د موسی خان اکبرزي د اړیکو پربنیادغزني د اشرف غني د حکومت پرمهال سقوط ته برابرشو .

خوشېرمحمد بازستانکزي بیا په دوحه کې د طالبانوله سیاسي دفتره سر را وایست چې بلاخره ترډېروادلونونوبدلونونووروسته اوس دادي د طالبانود سیاسي دفترمشري په خپل لاس کې لري . داسې آوازې هم شته چې ویل کېږي شېرمحمد بازستانکزي چې په انګلېسي ژبه ښه تسلط لري له پاکستان سره ځان سنجاق کړی اود پاکستان له لارې یې بیا له روسانو سره پرطالبانوباندې معامله کړې ، ځکه د پاکستان په سیاسي ملاتړیې طالبان له روسانوسره کېنولي ، خوبل لورته یې له امریکایانو سره خپلې اړیکې ټینګې کړې اوله هغوی څخه یې ډ ا لرپرې ترلاسه کړل ، خوله روسانوڅخه یې روبلونه واخیستل ، ځکه ملایان نه په روسي ژبو پوهېد ل اونه هم په انګلېسي باندې خبردي . خو شېرمحمد بازستا نکزي د خپلو ژبو په مهارت سره د سیا ست ټولې دړې ځانته تویې کړې دي .

اوس په دې آخروکې د طالبانو له دغوغیرارادي اوزېګزاکي زرګري ژبوداسې ښکاري چې پرطالبانوباندې له روسانواوامریکایانودواړوسره په مختلفولوګري چلونومعاملې شوې دي اودا سوله یې د افغان دولت اوطالبانوترمنځ پېچلې اوناشونې کړې ده .

شېرمحمد بازستانکزي په دې ګېم کې یوازې طالبان اوافغانان دواړه د شا له خوا په دوستۍ کې د نه پخلاینې په تبرووهل اوګټې یې امریکایانو، روسانو اوپاکستانیانوته په لاس کې ورکړې . ځکه زموږ په هېواد کې چې څومره دغه پردۍ جګړه غځېږي ، تودېږي او اوږدېږي ، په همغه اندازه زموږ خاوره ، زموږ نظام ، زموږ هویت ڼ، ملي یووالی اوملي اعتبارکاواکه کېږي اوپرخآی یې کورني او بهرني دښمنان خپلې ګټې اوخپلې ناولې سیاسي ، اقتصادي اوپوځي موخې په کې ترلاسه کوي .

زما په آند خوطالبان اوافغانان دواړه لوري باید دې توطئیې ته متوجه وي او په ګډه دې ددې توطئیې مخه ونیسي ، ترڅو روسان، امریکایان اوپاکستان پرافغانستان اود افغانانوپربرخلیک باندې خپله سودا بازي اومعامله ونه کړي . ځکه دغه خبیثه تارهمغه پخوانی د شوروي اتحاد د جړې قلاوې تارد ئ چې سریې اوس د روس ، امریکې او پاکستان دری واړو په لاس کې د ی اود افغانستان پر سرخپله ناولې معامله کوي . اې افغانانو ! دې ناولې معاملې ته روسان، پاکستان اوامریکه پرې نه ږدۍ ! مه په لغماني مزاري امریکاي خلیلزاد پسې ګرځۍ واومهد چنګېز لمسیانو ته سترګې پټآوۍ چې ګني هغوی به تایسو ته سوله راولي . نه هېڅکله هم نه و ځکه دوی د سولې له پروسې څخه خپله کورنۍ (ان جي او) جوړه کړې ده . امریکایان یې تمویلوي اودوي خپل منافقت په کې کوي .خو پهخ په کې تباه کېږي ، بې هویته کېږي او وژل کېږي افغانان اوافغان بچیان . و ما علینا الا البلاغ . ( محمد انور ولید )