شخصيت څه ته وايې او آيا په نوعيت کي بدلون امکان لري ؟
د شخصيت لغوی پيژندنه
د شخصيت لغات په لاتينی ژبه کی ( Personalitic ) وايي او په انګوساکسون کی ورته ( Personality ) ويل کيږی ، چی د دواړه ريښه د لاتينی ژبی د ( Persina ) کلمه ده. او د ( Persina ) کلمه د هغه نقاب په معنا ده ، چی د يونان پخوانی د تياتر لوبغاړو به د دفاع په خاطر پر مخ کوی .
د شخصيت اصطلاحی تعريفات
۱: شخصيت د هغه مورنی او اکنسابی کيفيتونو مجموعه ده ، چی په يو شخص پوری ارتباط پيداکوی او هغه کس رامنحصر وی . ( فروم )
۲ : شخصيت د انسان د عقدی حاصلول دی د خپلو په باره کی . (سوپر )
۳ : د هر فرد شخصيت د هغه ټولو تصوراتو یوه مجموعه ده ، چی دی يي د خپل ځان په باره کی په مختليفو موقيعتونو او حالاتو کی رامنځته کوی او هغه اظهاروی . ( اوهار او تيرمن )
۴ : شخصيت د طريقو مجموعه ده ، د کوم پواسطه چی يو فرد د نورو سره عمل او عکس العمل ښی . ( Organizational Behavior , Strphen ,P , Rubin )
۵ : شخصيت د یوه انسان د ټولو ځانګړنو ، سلوکو ، د پوهی د سطحی ، عاداتو ، د فکر د ډول او نورو ذاتی او معنوی صفاتو څخه عبارت دی . ( د مديريتی پوښتنو بانک )
۶ : د شخصيت اکثره تعریفونه پر یوه شی باندی ډیر تاکيد کوی او هغه د افرادو ترمنځ جلاوالی دی .
ایا د خپل شخصيت د نوعیت بدلون امکان لري؟
د شخصیت هر ډول خاص د قوت او ضعف ټکی لري – په نړی کی هیڅ داسې د شخصيت اړوند مثال شتون نلري چې مطلق قوی او هيڅ د ضعف نقطه ونلری. د ژوند په ځینو مواردو کې ځيني افراد ددي غوښتنه کوی چی "کاش چېما یو بل ډول شخصیت درلودلاي". نو په همدي اساس اوس په ننني عصرکی کله چی افراد د شخصي پرمختیا په لټه کې وی نو خلک تر ټولو ډیر ددي پوښتنه کوي "آیا زه کولای سم چيد شخصیت ډول ته بدلون ورکړم؟"
له بده مرغه، ځواب ساده نه دی. خو په هرصورت، افراد کولی شي خپل ځانګړتیاوو ، مهارتونو . درک ، خويونواو عادتونو ته تغير ورکړي او د وخت په تيريدو سره به ددي تغيراتو پر اساس د خپل شخصيت په ځينو اړخو کی مثبت تغير راولي نه دا چي مطلق د شخصيت ډول ته تغير ورکړی.
راځئ چې یو مثال وکاروو. تصور وکړئ چې ستاسو په خونه کې بريښنا ناڅاپه ځي او تاسو په بشپړ ډول تیاره کيږی. تاسو کولی شئ چی تر دروازې پوري د رسيدو لپاره د مختلفو لارو څخه استفاده وکړی لکه د خپل درک له قوي څخه استفاده ، تير حالت په تصور کی راوستل او بيا د هغه مطابق د دروازی لوری ته حرکت کول ،پر دیوال باندي د لمسيدو پر اساس ،د دباندنيو اوازو د اوريدو پر اساس هغه لوري ته حرکت کول او داسی نور هغه ديدونه دی چی دغه فرد يی د لاری د پیدا کولو لپاره يو په بل پسی ورڅخه استفاده کوی. نو بيلاخيره د مثال څخه دا واضح کيږی ، چی هدف ته د رسیدو لپاره افراد کولای سی چی په خپلو خويونو ، د اجراتو په تګلارو ، د درک په قوه او داسی نورو کی تغير راولي ، چی پر اساس يی د وخت په تيريدو سره د نوموړي د شخصيت په ځينو اړخو کی هم تغير راځي.
همدارنګه ويلي سو چی په ټوله کی د محيطي شرايطو ، قوانينو ، رواجونو ، کلتورو ، سيستمونو ، تګلارو ، پروسيجرو ، ستراتيژيو ، پاليسيو او تقاضاو په تغير سره د انسانانانو په عاداتو ، اجراتو ، ګړنو ، خوښيو او داسي نورو کی هم تغير راځي ، او به دغه تغير سره کيداي سی چ د شخصيت په ځينو اړخو کی هم مثبت تغير راسي.
په پای کی بايد وويل سی چی ستاسو خپل بنسټیز شخصیت ډولته نشي کولی بدلون ورکړی. - مګر، تاسو کولی شئ) او باید یې! (د خپل شخصیت د اړخونو بدل کړئ چې تاسو یې خوښ نه یاست. د دې کار کولو له لارې به تاسو د خپل ځانګړتیاوې پیاوړې کړئ او یو ډیر ښه ښکیل شخص به شئ، حتی که ستاسو غالبه ځانګړتیاوې به هم ورته وي. دا ډول بدلون به د چاپیریال یا د چاپیریال لخوا رامینځته کیدی شي چې تاسو یا ستاسو په اراده یاست - هر یو خپل ځان ته.