پاچا- کليفورنيا- امريکا 

 

دا ډيره پخوانۍ يعنی د ۱۹۸۴ قيصه ده، په پاکستان کی د کډوالۍ (مهاجرت) ورځي وي يو ورځ زه د خپل يو ډير ګران ملګری مرحوم ولی خان کړو خيل سره د اسلام اباد نه د لاهور په طرف روان ووم د غرمی د ډوډۍ وخت شو ولږی راباندی غــلـبـه وکړه نو د جـهـلم پــل شا وخوا يو رستوران چی هوټل هم ورته وايی وروګرځيدو. د کښناستو وروسته د رستوران شاګرد يا په فرانسوۍ اصطلاح ګارسون راغی او په اردو ژبه يی را څخه  پوښتنه وکړه " کھانے کے لیےکیا چاہتے ہو؟" يعنی د خوړلو لپاره څه غواړۍ؟ زما ملګری چی هغه وخت په اردو ډير ښه نه پوهيده، نو ماته يی وويل څه وايی؟ ما ورته کړه چی وايی د خوړو لپاره څه غوارۍ؟ ملګری می راته  وويل ورته ووايه چی  څه مو پخ کړيدي؟ ما شاګرد ته په اردو ژبه وويل څه لرۍ؟ هغه په اردو ژبه وويل: " دال چپاٹٰی، دال سبزی، دال مٹن 'ګدوری يا پسه غوښه'، دال الو (کچالو)، دال مٹر، دال قیمہ، دال گوشت، دال گوبی 'گولپی'، دال چاول 'وريجي' او داسی نور. ملګری می په خندا شو او ماته يی وويل ورته  ووايه چی داسی خواړه لرۍ چی دال پکی نه وي؟ ما له هم خندا راغله نو ملګری ته می وويل دا خو پنجاب دی نه کابل يا افغانستان چی د پلو، چلو، قابلی، کبابو، قورمی او يا بل افغانی خوراک طمعه کوی. هغه راته وويل چی ددی دالو سره می هيڅ جوړه نه ده، ما ورته وويل که خوښيږی دی يا نه، دا ددی خلکو خوراک دی، که خوری يی نو رابه يی غواړو، کنه نو د چای سره ډوډۍ وخوره. 

ددی ليکنی څخه زما موخه يا هدف دادی چی آيا د افغانستان راتلونکی کابينه به  يوه داسی کابينه وی چی پنچريان (پنجشيريان) پکی شامل نه وي. که د افغانستان په راتلونکی کابينه کی پنجشيريانو يا د شمالی منحوسی وطن پلورونکی ډلی ته مقامات ورکړل شی، نو په پوره يقين سره ويلی شم چی په هيواد کی به هيڅکله هم سوله او ثبات را نه شی. شمالی ټلواله يوه فاسده وطن پلورنکی ډله ده چی د خپلو شخصی منافعو لپاره د هر چا سره جوړ جاړی کوی لکه د روسانو،ا يرانيانو،د پاکستان ای، اس، ای، امريکايان او داسی نور. دی منحوسی ډلی په کراتو ثابته کړی ده چی د پرديو او خپلو جيبونو ډکولو لپاره له هيڅ شی څخه دريغ نه کوی. يو ژوندی مثال يی حامد کرزی دی، کرزی ددی ملی خاينانو لپاره څه وو چی ويی نکړل، خو دی نمک حرامی او وطن پلورونکی ډلی د کرزی هغه ټول احسانات شاته وغورځول او هغه يی په ډيرو نا مناسبو کلماتو ياد او سپک کړ. په اخر کی د هغی ورځی په هيله يم چی دا منحوسه ډله د افغانستان په راتلونکی کابينه کی هيڅ ځای او مقام ونلری، زما د مرحوم ملګری په وينا هغه خواړه غواړم چی دال پکی نه وی، نو زه هم ددی په طمعه يم  چی د افغانستان په راتلونکی کابينه کی پنچرمينانو "پنجشيريانو" يا شمالی منحوسی ډلی ته هيڅ مقام ورنکړل شی، خدای پاک دی دا هيواد ددغی منحوسی ډلی د شر څخه خلاص کړی. آمين