ډاکتر سید احمد ماموند
دسولې په خبرو کې دافغان حکومت مشرۍ منطق !
په دې کې شک نشته چې حکومتونه او په ټوله کې دولتونه په ملي او نړۍ والو چارو کې دخلکو دمشرۍ او استازولۍ رول او دنده سرته رسوي، خو دغه څه هغه حکومتونه او دولتونه تر سره کولی شي ،چې هغه په ریښتینې مانا سره ملي او خپلواکه وي.ایا په ښکېل افغانستان کې دولت خپلواکه دي؟ هېڅکله نه.یانې داچې د ښکېلاک په صورت کې ملي واکمني د خلکو دمالیکت په توګه تر پښو لاندې، او دولت بې واکه وي. دا ټکی هم باید له یاده ونه باسو چې په هره پد یده کې ماهیت ټاکونکی رول لري ،نه داچې شکل. د امریکا دبهرنیو چارو پخواني وزیر جان کیري له خواد اوسني دوه سري حکومت دمنځته راوړلو نامشروع جریان او واقعیت د هیچا څخه پټ نه دی.دبلې خوا دبن کنفرانس څخه تر اوسه پورې دولتي چارواکي،دسیاسي ډلو او تنظیمونو مشران چې لویه برخه یې پردیپال،دبهرنیان څارګر،غله ،مفسدین اوجنګي جنایتکاران دي دخلکو په برخه لیک او دهېواد په خپلواکۍ لوبې نه کوي ؟ ایا دغه ډول کسان دخلکو ریښتیني استازولي کولی شي؟په هیڅ صورت.
لویه برخه هېواد وال او آن دولتي چارواکي هم دا واقعیت مني،چې دا جنګ دپردیو له خوا په افغانانو تپل شوی دی،خو په دې توپیر چې دولتي چارواکي نه یواځې دا چې د اصلي پردي جګړه تپونکي یاني امریکا نوم په خوله نه اخلي،بلکې دهغې سره اوږه په اوږه دافغان وژنې جګړه مخته وړي.مانه داچې په ښکېل شوي افغانستان کې د جګړې داوربلونې او مخته وړلواصلي مالک امریکا ده.په دغه جګړه کې د افغان دولت ریښتینی رول او ځای چېرې دی؟
ددغه حالت په اړه په ژور فکر کولو،عیني واقعیتونو او ملي ګټو په پام کې نیولو سره د سولې په خبرو کې د افغان حکومت د مشرۍ او مالکیت په موخه ،چې دواک ددوام پرته نور څه نه دي،پوهېد لی شو.البته دواک دوام چې په هره بیه وي او دهرچا په مټ چې وي، دوی ته پروا نه لري.
دسولې په خبرو کې داوسني افغان حکومت د مشرۍ په ټینګار کې کوم ملي زیانونه متصور دي ؟
۱---- په ښکېل هېواد کې دښکېلاکګرو ضد مبارزه ملي مبارزه ده ،خو د ښکېلاکګرو سره اوږه په اوږه جګړه مخته وړل،بیا دافغانانو ملي مبارزو او تاریخ ته سپکاوی او دیاغیتوب کچې ته دښکېلاک ضد مقاومت راټيټول دي.د امریکا ولسمشر ټرامپ د خپلې کابینې غړو ته دوینا په مهال دجهادي ډلو دمشرانو د پردۍ پالنې،څارګرتوب،په ډالرو ایمان پلورنې او په هره بیه واک ته درسېدلو په وجه دشوروي ښکېلاک ضد مبارزه او افغان ولس سرښندنې د ترهګرۍ کچې ته راټيټې نه کړې ؟
۲----- امریکا د اولس کلن ښکېلاک په اوږدو کې په سونوزره بې ګناه افغانانوته دسر او مال زیانونه اړولي،بې عزتۍ یې کړې دي،جنګي جنایتونه یې سرته رسولي دي،ملي شتمنۍ(دپخواني اردو الوتکې،شوبلې او توپچي اوکانونه په ځانګړې توکه یورانیم او لیتیم )یې لوټ او له منځه وړي دي.ایا دیاغي توب کچې ته دامریکایې ښکېلاک ضد مبارزې په راټيټولوسره بیا ددغه حقونود غوښتنې کومه قانوني لار خلاصه پاتې کېدی شي؟
مونږ افغانانوته باید دافغان ملت حیثیت او ملي ګټي لومړی توب ولري،نه دځانګړو ډلو،کسانو او نامشروع جوړښتونو(حکومتونو) ګټي .دا واقعیت دی چې هیڅ ډله او لوری په یواځې توګه نه دافغان ولس استازیتوب کولی شي، نه ملي ګټې خوندي کولی شي،نه هم ملي پخلاینه او ملي یووالی راوستلی او تامینولی شي.دبلې خوا افغان دولت په سیاسي چالاکۍ سره د افغانانو له نامه څخه په خپل مالکیت او مشرۍ دطالبانو سره دسولې خبرو کې دمالکیت او مشرۍ دعوا کوي،ایا طالبا افغانان نه دي؟ چې دي .بیا خودغه ډول طرحه بیخي بابیزه ده.افغانان باید په یو موټيتوب سره دملګرو ملتونوپه مشرۍ د ښکېلاکګرې او جګړې بلونکې امریکا سره دسولې او هغې پورې اړوندو مسلو په تېره بیا امریکایې پوځونو د وتلو مهال ویش په هکله خبرې اترې مخته یو سي .
غوره داده چې افغان دولت دخپل واک ددوام په خاطر دلته اوهلته په پردیو پسې له منډو اودهېواد دننه دسولې په وړاندې دلالچونو او خنډونو جوړولو څخه لاس واخلي،او د افغان دودیځې ټو لنې ځانګړتیاو په پام کې نیولو سره دهېواد له دننه او بهر څخه سولې او خپلواکۍ ته ژمنو او په لویه کچه ناپيلو کسانو(دبن له کنفرانسه تر ننه پورې معامله ګروڅېرو څخه ،داکه په اوسني دولت کې دي یا نه دي،یواځې دوه درې تنو په ګډون، او هغه هم دغړو په توګه ،نه دمشر په ډول)څخه دسولې اړوند خبرو اترو دپاره مشر، مرکچي او استازی پلاوی وټاکل شي . طالبان باید د دغه ډول پلاوي سره دسولې،دبهرنیو ځواکونو دوتلو مهال ویش او دجګړې څخه سولې ته دتېرېدلو پړاو اړونده مسلو په اړه خبرو ته کښېني،او په ګډه امریکا ته دافغان ولس اراده او غوښتنې څرګندې کړي.
هر ښکېلاکګر دماتې اودوخت د جبر په صورت کې خپلو ژمنو ته ژمن نه پاتې کېږي،او په شکل دشکلونو غواړي چې خپل وتل تلافي کړي،ځکه خو دسولې،د هېواد خپلواکۍ او خاورې بشپړتیا ساتنې په خاطر دملګرو ملتونوپه مشرۍ دنړۍوال او یا هم سیمه ایز کنفرانس له لارې دملګرو ملتونو د امنیت شورا تضمین اخیستل اړین دي.
په درنښت. ۱۰-۰۱-۲۰۱۹