دینی مدارس عموما ډیر اهمیت لری خو بیا زموږ په اوسنۍ زمانه کی د ښځینه مدارسو اهمیت بیخی ډیر دئ ځکه چی په ټولنه کی دښځو پوهه اوعلم د هر لحاظه ډیر مهم دئ، د کورنی ژوند څخه شروع بیا تر ښاری او ټولنیز ژوند پوری د ټولو په سمون کی د ښځو دینی پوهاوئ ډیر رول لری.
په دین باندی پوهه ښځه هم د خپل کور ژوند سمولائ سی او هم د کور څخه بهر د نورو د ژوند په سمون کی فعال رول لوبولائ سی.
مخکی تر واده کولو دینی پوهه ښځی ته د پلار، مور او نورو خپلوانو حقوق ورپیژنی او همدا راز دآینده لپاره ورته سم فکر ورکوی.
د واده وروسته د کور په اداره کی، د کورنی اقتصاد په سمون او سپماوی کی، د خاوند په مثبت بدلون کی، د اولادونو کی په پالنه کی، دکورنی ژوند په برابروالی کی او دژوند په نورو مثبتو چاروکی د ښځو سره دینی زدکړی ډیره مرسته کوی.
په دینی علومو باندی پوهه ښځه د پلارګنۍ، خاوند، خوسرګنۍ او هری ښځی لپاره ډیره ښه مشاوره وی او په ډیرو معضلو مسائلو او پیښو کی د هرچاسره مرسته کولائ سی.
په دینی علومو باندی پوهه ښځه نه تنها داچی په دنیوی ژوند کی خپلی ستونزی ښه حلولائ او ګاللئ سی د آخرت ژوند ته هم ښه آماده ګی نیولائ سی او دځان په شمول دخپل کور ډیرئ غړی دځانه سره إن شاء الله جنت ته بیولائ سی.
په دینی علومو باندی پوهه ښځه نه تنها داچی دخپل خاوند لپاره د ژوند ښه ملګرئ دئ بلکی خاوند ته ډیری ښې مشورې ورکوی، دستونزو، مسکنت، اړتیا اوسختیو په مقابل کی تحمل لری، د ښه ژوند، رفاهیت، نعمتونو او هوساینی په قدر پوهیږی او شکر یې آداء کوی.
په دینی علومو باندی پوهه ښځه نه تنها داچی د خاوند لپاره دمثبتو کړنو تشویق کوونکې ده بلکی په کارونوکی خاوند ته دقوت او مورال ورکوونکې هم ده.
په دینی علومو باندی عالمه ښځه د خپلو او نورو اولادونو ښه تربیه اوپالنه کولائ سی هغوی په سپیڅلی اسلامی عقیده سمبالولائ او په ښایسته اسلامی اخلاقو باندی مزین کولائ سی.
کڅه هم شاید ځینو خلګو په خپلو کورونو کی دښځو دینی زدکړو ته څه ناڅه زمینه برابره کړیوی خو داسی خلګ دګوتو په شمار دی او بیا په کورکی زدکړه ډیره ستونزمنه وی نو دښځو دینی زدکړی لپاره د مستلقو او آزادو مدارسو جوړولو ته ډیره اړتیا سته او دا دهرچا مسئولیت دئ چی په خپلی سیمی کی دداسی مدارسو جوړلو او بیا پرمخ بیولو ته زمینه برابره کړی.
د ښځو لپاره دینی مدارس ددې برسیره چی ښځی پکښې دینی زدکړی کوی بلکی په اسلامی ټولنه کی دینی بډایه فرهنګ اوکلتور ته هم وده ورکوی، په کومی سیمی کی چی دښځو دینی مدارس سته په تجربه باندی یې لاندی تأثیرات په ډیرو ځایونو کی لیدل سویدی:
۱ – لویانی ښځی اونجوڼی دینی درسونه پکښې وایی چی طبعا د ګټی څخه خالی نوی.
۲ – په کومه سیمه کی چی ښځینه دینی مدرسه وی په هغه سیمه کی ښځی ډیری په حجاب وی ځکه دمدرسې داستادانو لخوا ورباندی کارسوئ وی آن تردې چی وړوکی انجونی هم دکورڅخه بهر بې حجابه نه وځی.
۳ – د ښځو لپاره دینی مدرسې دا ګټه هم لری چی د اخلاقی فساد کچه ډیره ټیټه کیږی ځکه چی د ښځو دینی پوهاوئ ددې لوی لامل جوړیږی چی ښځه دی خپله هم ځان دفساد څخه وساتی او نورو ته دی هم دفساد څخه دساتنی توصیه وکړی.
۴ – په یوې سیمی کی دښځو ددینی مدرسې شتون د نورو ښځینه مکاتبو داصلاح او سمون لپاره هم لاره آواره وی ځکه دمکاتبو مدیران او استادان دېته متوجه کیږی چی دینی زدکړی ډیری مفیدی دی اوباید ورباندی ډیر کوښښ وسی په خاصه توګه بیا کله چی د مکاتبو استادانی اوشاګردانی په مدرسو کی درس ووایی.
۵ – د ښځینه مدرسو جوړول د کورنی پوهی لپاره مثبت رقابت ته لاره آواره وی او هرڅوک کوښښ کوی چی خپل بچیان مدرسې ته واستوی.
که ټول مسلمانان د نارینه وو ترڅنګ دښځو پردینی زدکړو باندی هم ډیر کوښښ وکړی نو ترډیره بریده به کورنی او معیشتی مشکلات اوستونزی ورکی سی او دښځو په اهمیت او فطرتی ارزښت باندی به دهرچا سر خلاص سی. نور به بیا ښځی ته څوک د سودا په سترګه نه ګوری او نه به یې هم د نارینه د ګټی لپاره صرف یوه ذریعه بولی بلکی په بشریت کی به یې دنارینه سره مساوی او د ډیرو حقوقو درلودونکی بولی اوپه انسانی چوکاټ کی به یې د ټولنی نه بیلېدونکې برخه بولی.
زموږ په کلی (قلعه زمان فراه کی) چی دکوم وخت څخه دینی مدرسه جوړه سوېده ددې ترڅنګ چی ښځی او نجونی درس ویلو ته ورځی بلکی دکلی ښځینه رنګ ته یې هم پوره بدلون ورکړئ دئ او ښځی اوس مکاتبو ته هم په پوره حجاب اونقاب کی ځی.
موږ باید د هرهغه چاسره خپله هراړخیزه مرسته وکړو چی مسلمانانوته مدرسې، سم مکاتب او ښوونیز ځایونه جوړوی.