اېمل افغان
د ټاکنو کميسيون ديموکراسي پټه کړه
څرنګه چې ديموکراسي يو اصل دی او هرملت د دې حق لري د خپلې خوښې يوه کانديد ته د ټاکنو په وخت کې رايه ورکړي هغه که پارلماني ټاکنې وي اوکه د جمهوري رياست خو رایه به ورکوي متاسفانه په افغانستان کې بيا دې کار ملت ته يو غټ سردرد جوړ کړی چې تل د دوی رايې ورکې وي چې نن سهار مې له يوې رسنۍ څخه په خپلو غوږو واورېدل ويل يې د ټاکنو په کميسيون کې يوه کارمند د لس زره ډالرو په ارزښت رشوت له يوه کانديد څخه اخيستی او له بله يې د درې لکه ډالرو غوښتنه کړې تاسو فکر وکړی يو کانديد چې درې لکه ډالر رشوت ورکړي هغه به ملت ته څنګه وفادار وي او دا به د ملت په رايو ښکاره ريشخند وهل وي که نه؟ چې په دې کميسيون کې د پيسو خبرې لاندې باندې کېږي او دغه کارمند يې وروسته بيا له هغه عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلی نور خدای خبر چې قاضيان به ورسره کوم جوړ جاړی وکړي، ځکه چې زموږ د ټول حکومت بنسټ په جوړ جاړي سره اېښودل شوی دی د وړتيا پر بنسټ چوکۍ نه دي وېشل شوې، بلکې ټولې په سپارښتنو شوي همدا علت دی چې اداره وشاربل شوه اوکوم کوچ ترې دواړو رئیس جمهورانو ښاغلي محمد اشرف غني او ښاغلي عبدالله عبدالله په خپله واکمنۍ کې حاصل نه کړل او ملت تش په ډاګ پاتې شوچې نن يې زه ټوله پړه لومړی په همدې دواړو ور اچوم بيا له دوي څخه په را وروسته چارواکو.
د ټاکنو بېواکه کميسيون خو په ډالرو تنخواوې لري دغه ملت هم په ډېرو سختو او ترخو شرايطو کې خپله رايه وکاروله، تاسو د افغانستان دې کړکېچن حالت ته نظر وکړئ، تاسوڅرنګه افغانان ياست چې په داسې جنګي شرايطوکې دې کار ته زړه ښه کړی دی او د کانديدانو په رايو مو ملنډې و وهلې، ملت خو د خپلې رايې په ورکولو ګوتې له لاسه ورکړې، تاسو دومره درد نه لرۍ چې د خلکو په رايو مو په نړيوالو مارکيټو کې بازار ګرم کړی او د هر وکيل رايې په سرای شهزاده کې په ډالرو خرڅوۍ.
ښاغلی صياد تا اوستا کاري ټيم ته خو د ټول ملت سترګې در اوړي ستا کارکوونکي ولې په دومره درغليو لاس پورې کړی چې هر ملت نن چيغې وهي زموږ رايې خرڅې شوې دي تاسو خو د افغانستان تابعيت لرۍ تاسو ته خو له ټاکل کېدو وړاندې د پاک قرآن قسم درکړل شو بياهم تاسو د هغه له پاسه خپل خيانت ته دوام ورکړی دی.
ملت هم داسې ويده نه دی د خپلو رايو پوښتنه به کوي دلته خو ستا اوستا د کاري ټيم لپاره کار په کار ده چې هره ورځ به مو په رسنيوکې نارې سورې وهلې چې ديموکراسي ده اوښځې او نر دې را ووزي خپله رايه دې خپل کانديد ته ورکړي، ترڅو په افغانستان کې ديموکراسي پلې شي که رښتيا را باندې وايې ديموکراسي خو تا ټوله پټه او بيا دې خرڅه کړه بيا به موږ خپلې مورګانې، مېرمنې او خويندې په کومه بهانه د جمهوري رياست ټاکنو لپاره ستا تر مشرۍ لاندې په کومه بهانه را وباسو تاخو ډېر ځان پاک پاک کولو خلکو سره ډېر ثبوتونه شته چې تاسو څه ونه کړل فکر نه کوم چې ملت به له دې وروسته تاسو ته په ښه سترګه وګوري او د رياست جمهوري د ټاکنو صندقونه به مو په خپلو سيمو کې پرېږدي.