‎سوله ! مګر چاسره؟
‎لیکنه مینه منګل
‎هر وخت مو د سولې په تمه ژوند کړی ، سوله غواړو ځکه چې جګړه زموږ انتخاب نه وه، نه ده، او نه به وي، بدبختانه کلونه همدې پردۍ جګړې ووژلو ، ویې زورولو، له وطنه یې لرې کړو، له سیالۍ یې لرې کړو، له خپلوۍ یې لرې کړو، شتمنۍ یې زموږ لوټ کړې .
‎هر هېواد تر جګړو او سختو ستونزو وروسته سوله لیدلې، پرمختګ یې کړی ، ولسونو یې هوسا ژوند کوي ، مګر زموږ هېواد کې هېڅ جګړه نه ختمېږي ،بلکې د هرې ورځې په تېرېدو سره نوی نوم او نوی رنګ پيدا کوي.
‎په افغانستان کې د تېرو اولسو کلونو په ترڅ کې د حکومتونو مشرانو په هڅو بې شمېره ناستې وشوې ، نړیوالې ناستې ترسره شوې، بې شمېره اعلامیې خپرې شوې، ولې هېڅکله یاغي وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې د افغانانو ژوند او غږ ته ارزښت ورنکړ او تل یې په بې رحمۍ ووژلو ، زموږ امنیتي ځواکونه یې په ‌‌‌‌‌‌ډېرې بې رحمۍ شهیدان کړل، د عامو ولسونو کورنه یې ونیول او خپلې مورچې یې ترې جوړې کړې ، کندز، ،غزني، او یو شمېر نورو ولایتونو کې یې داسې ناروا کړنې ترسره کړلې چې د بشر څه د حېواناتو په تاریخ کې داسې پېښې ندي رامنځته شوي، خو بیا هم زموږ حکومتونو دوی ته د سولې دروازې خلاصې پرېښودې، او دوی ته یې د ورور او افغان خطاب وکړ ، مګر چېرې چې دوی دا درک کړي.
‎اوس یو ځل بیا د سولې خبرې دومره تودې شوي چې آن د ولسمشریزو ټاکنو ملي پروسه یې وځن‌‌‌‌‌‌ډوله .
‎سوله مګر له چاسره؟
‎تر ننه د افغانستان ولس په دې نه پوهېږي چې څوک ، له چاسره سوله کوي؟
‎کله چې په یوه حیاتي او ملي پروسه کې د افغانستان د خلکو ون‌‌‌‌‌‌ډه څرګنده او محوري نه وي دا سوله کېدایشي؟
‎تر ننه زموږ دولت ، د سولې عالي شورا د سولې په دې وروستیو ناستو او خبرو کې حضور نه لري څنګه ‎امکان لري چې د سولې په دې پروسه د افغانان باور وکړي؟
‎په هر حال د سولې د پاره چې هرڅوک او له هرې غاړې هڅه کوي د افغانانو د سترګو تور دي او افغانان ترې هرکلی کوي، مګر دا هم باید ووایمه چې د افغانستان د پاره د سولې په خبرو کې د افغانستان حکومت باید ون‌‌‌‌‌‌ډه ولري، د افغانستان ولسونه باید د سولې پروسې له ټولو ‎جریاناتو ‎خبر واوسي، ځکه چې سوله د افغانانو د پاره ده او دا نړۍ ته څرګنده ده چې افغانان بې عزته سوله نه غواړي.
‎او وروستۍ کې دا هم وایمه چې په ‎افغانستان کې جګړه ‎کوونکې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې هغه پلورل شوي خلک ‎دي ،څه چې یې بادار ورته وايي هغه کوي، دوی خپله خپلواکي نه لري چې دومره زر پرېکړه وکړي، دوی کوم مشخص آدرس هم نه لري هر وخت چې دوی کرا شي د افغان وژنې لړۍ پرمخ بیايي نو پر دې ‌‌‌‌‌‌ډلې باور هم ‎ندی پکار ،
‎هیله ده چې د سولې پروسې تر څنګ د افغانستان ملي پروسې هم پرمخ لاړې شي، ولسمشریزې ټاکنې د هېواد او د افغانانو په ګټه دي او باید چې دا ملي پروسه ونه ځن‌‌‌‌‌‌ډېږي، ددې پروسې ځن‌‌‌‌‌‌ډ د افغانستان د اساسي قانون سره په ‎ټکر کې ده ، که چېرې افغانان نا هیلې شي نو بیا به هېواد د یوه بل لوی بحران طرف ته لاړشي ، او بیا به یې
‎کنټرول آسانه کار نه وي.