ښاغلی مټیق ( چونګښه)
د ماشومانو لپاره ناول په تېر پسې
لیکوال : پاول وان لون
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
څلورمه برخه
۴
کتنه
دنیس څو شېبې مټیق ته وکتل ، آیا په رښتیا هم دا ښاغلی فرانس و ؟مټیق قور قور وکړ او داسې ځای کې ودرېد چې ګواکې مخامخ یې د هغه سترګو ته کتل .دنیس ډېر په کراره وویل : (( دا سترګې خو یې بیخي لکه د ښاغلي فرانس په شان دي )).ووتر وویل : (( راځه چې دا له ځان سره یوسو ، پرېنږدو چې دا خوارکی دلته په ویترین کې پاتې شي )) . یو ناڅاپه له شا څخه پر دوی غږ وشو : (( هلکانو څه شی مو په کار دي ؟ )) .ووتر او دنیس له ډاره یو بل ته وکتل ، د هغوی تر شا د مغازې خرڅونکې ښځه ولاړه وه .دنیس وویل : (( نه ، نه ، موږ همداسې دلته ولاړ یو .)) .خرڅونکې مېرمنې خپل سر وښوراوه او د مغازې بلې خوا ته ولاړه .همدا چې لرې شوه ، دنیس د سترګو په رپ کې مټیق یې منګولو کې ونیو او دواړه په ځغاسته له مغازې لرې شول .کله یې چې له هغه ځایه لږ واټن واخیست ، دنیس له خپل جمپر څخه مټیق راوویست .ووتر وویل : (( که سبا ته دا کیسه سیتا ته وکړو باور لرم هغه به له حیرانتیا ښکرونه وکړي .)) . ورپسې خپل لاس اوږد کړ او ویې ویل : (( یوه شېبه یې ما ته هم راکړه چې ویې ساتم .وروسته بیا ویلای شم چې ما ښاغلی فرانس خپلو لاسو کې نیولی و .)) .دنیس په احتیاط سره مټیق ووتر ته ورکړ .هغوی د ګلانو د خرڅلاو یوې مغازې ته نږدې شوی و چې یو ناڅاپه له هغه ځایه یو څوک په منډه ووت ،مټیق لاس او پښې ووهلي او د ووتر له لاسونو د باندې یې ټوپ کړ.بیا یې هغه د اوبو سطل ته ورخېز کړ چې پکې سره ګلا ن ایښودل شوي و .ووتر په وېرونکي ډول د سطل او هغه چا خوا ته وکتل چې لاسونه یې سطل خوا اوږده کړي و ،بې واکه یې غږ کړ: (( ښاغلی فرانس )).دنیس په ڼا آرامۍ سره د ښاغلي ښوونکي مخ ته خپلې سترګې ور واړولې .
نور بیا