فعاله اورغورځونکي غرونه (Vulkan) څومره خطرناکه دي؟
په اوس وخت کې د ځمکې په سر دوه ځايونو کې اورغورځونکي غرونه (Vulkan) غړمبيږي يا غريږي، چې دا يو د اندونيزيا (Indonesien) په اناک کرکاتاو (Anak Krakatau) او بل يې د اټاليا (Italien) سڅيلين (Sizilien) په اېټنا (Ätna) کې دي. ايا کېدی شي چې په ايټاليا کې هم داسې واقعه پېښه شي لکه چې په اندونيزيا کې منځ ته راغلی وو؟ ددې موازي والی يا عېن وخت او فرق.
په اناک کرکاتاو (Anak Krakatau) کې څه پېښ شول؟
د ايټاليا په اټنا (Ätna) کې د اوس وخت د پاره خطر کم دی، نظر په مقايسه دهغې واقعيې، کوم چې د اندونيزيا په اناک کرکاتاو (Anak Krakatau) کې منځ ته راغلی وو. په اندونيزيا کې ددی هيواد دولت اوس لا هم د خطر درجه لوړه په نظر کې نيولی او د خطر ساحې څخه فاصله يې پنځه کيلو متره دوه برابره کړې ده. ددې مانا دا ده: چې هيڅ چاته اجازه نه شته چې دغې ساحې ته د پنځه کيلو متر څخه وړاندې راشي. د دغې اورغورځونې څخه لوی خطر د سونامي (Tsunami) منځ ته راتلل کېدی شي.

دا څه وخت مخکې چې د اورغورځونکي خوله د انفجار په وجه ونړېدله،نو بيا دلته د غره د ډډې يوه لويه برخه وښئيده او سونامي (Tsunami) منځ ته راغی. دا د سټلايټ په معلوماتو کې هم تصديق شوی. دا ښايي، چې د اورغورځونکي ټاپو (جزيره) په ښکاره ډول ټيټ شوی دی. د اندونيزيا دولتي مقامات وايي، چې کېدی شي دغه تمايل لا نور هم وړاندې لاړ شي.
کېدی شي چې د اټنا د اورغورځونکي په برخه کې همدا ډول فکر اوشي؟
هو، ددې په برخه کې بايد جدي خبرې وشي. سره ددې چې په اوس وخت کې د اورغورځونکي څخه د سونامي (Tsunami) منځ ته راتلو کوم خطر نه شته، خو دغه اورغورځونکی هر کال د يو سانتي متر په زياتوالي سره په حرکت کې دی. که چېرته دا همداسې ورو ورو پاتې شي، نو هيڅ کوم خطر د سونامي منځ ته نه راځي.
خو د المان د کيل (Kiel) په GEOMAR Helmholtz تحقيقاتي مرکز کې د اوقيانوس څېړنکو له خوا نه د 2018 اکتوبر په مياشت کې څېړنه شوی، چې کېدی شي دغه سرعت په منځو منځو کې تېز شي. نو کېدی شي چې ددی په وجه يو لوی خطر منځ ته راشي او د غره يوه لويه برخه ونړيږي او په سمندر کې ولېدو سره د سونامي (Tsunami) باعث وګرځي.
ممکنه عواقب يې دادې: داسې يوه سونامي چې ختيځه مديترانې پورې، حتأ يونان او تر ترکی پورې ورسيږي. دلته معلومات وجود لري، چې پوره 8000 کاله مخکې داسې يوه واقعه منځ ته راغلې وه. په اوس وخت کې دا ډول کوم ناورين په نظر کې نه راځي.
د Vesuv په برخه کې څه د ويلو دي؟
سره ددی چې دا يوه هواره سيمه ده او هلته کوم اوچت غر وجود نه لري، خو بيا هم هلته ډېر اعظيم خوټېدنه وجود لري. ځکه چې په دغې سيمې کې لاندې يو سوپر اورغورځونکي سنګر نيولی دی. ددې مطلب دا دې چې هلته يو ډېر لوی د مګما (Magma) ګودام وجود لري.
واړه واړه انفجارونه اوس هم هلته وجود لري، خو 39000 کاله وړاندې هلته يو ډېر لوی انفجار شوی وو، چې دی سره د مګما ګودام تش شوی وو. بيا دې نه وروسته ددې په سر ځمکه ټوله کښېناستله.که بيا دا داسې وشي، نو کېدی شي چې د نياپېل (Neapel) لويه برخه زيانمنه شي، او د ايرو ورېځ به په ټوله اروپا کې لمن وغوړوي.


دا چې لکه څنګه چې د پورته انځور څخه ښکاري، هوارې ساحې د اورغورځونکو د ساحل څخه وړاندې نه دي، نو کېدی شي چې يوه ډېره لويه سونامي منځ ته راشي. کېدی شي چې بل انفجار يو څو کاله وروسته منځ ته راشي، خو د ايټاليا جيولوجيستان نه غواړي دا کوم شرط وګڼي.
دغه جيولوجيستان ګوري چې په تېرو کلونو کې دغه ځمکه پورته ځي او ټيټيږي. دلته د ډبرو ټوټو له مخې د کيميا پوهان يا څېړونکي پوهېدی شي چې دلته د ځمکې لاندی يو تشنج په زياتېدو دی. دا چې څه منځ ته راتلونکی دی، سخته ده چې وړانديينه وشي.
ايټالويان دا ډول ناورين ته څومره تياری لری؟
دا چې دغه سيمه د نړۍ يوه خطرناکه اورغورځونکی سيمه ده، تل دا د نظر لاندی ده. دلته عاجل حالت او د انتقال د پاره خاصې کړنې وجود لری. هر څوک چې د ايټاليې په ساحل کې دی، او يا د Stromboli په ټاپو کې دي، کوی شي چې هرې خوا ته لارښوونې وګوري، چې د سونامي (Tsunami) منځ ته راتلو په وخت کې چېرته ځان ورسوي. دی سره کېدی شي چې ځان د خطر څخه وژغوري، خو کورونه او خپله د نياپل ښار نه شي ژغورل کېدی.

ديپلوم انجينېر اسدالله ملکزی