د پینځو کتابونو یو ځای کول د شرقي فرهنګ یوه زړه عنعنه ده. «پنج کتاب» زموږ د سنتي نصاب په بنسټیزو درسي کتابونو کې یادېږي، «پانچهه تانترا» د هندي ادب شهکار دی (چې موږ یې د کلیله او دمنه په نامه پېژنو)، نظامي، امیر خسرو دهلوي او ګڼو نورو هم خپل اثار په پینځګوني ترکیب تنظیم کړي او نوم یې ورته «خمسه» ایښې (خمسهٔ نظامی، خمسهٔ امیر خسرو، خمسهٔ هاتفی جامی...) او په غربي کتابپوهنه کې هم د پنتالوجي (Pentalogy) بڼه یوه پېژندل شوې شېوه ده. 

د معاصرې پښتو پیاوړي او نامتو شاعر استاد عبدالغفور لېوال هم په دې وروستیو کې خپلې پینځه منظومې په یو جلد کې را ټولې کړې دي، د بهیر مطبعې په تخنیکي همکارۍ یې په ښکلې قطع او صحافت (وزیري قطع) چاپ کړی دی. په دې مجموعه کې د ښاغلي لېوال پینځه سترې منظومې (هوسۍ، ارشاک او اوشاس، لام او ایلینو، کک او زرینه، سلطان) راټولې شوې دي. نوم یې هم ورته په ډېر ساده ډول «پینځه منظومې» ايښی دی. ما ورته په شوخۍ وویل کاش «خمسهٔ غفوري» دې بللې وای. 

ولسمشر محمد اشرف غني پر کتاب یو یادښت ښکلی چې په کې یې د ښاغلي لېوال دا منظومې «د پښتو ادب په تاریخ کې د عطف یو ټکی» بللی چې هره یوه یې «له دې وطن سره د مینې یوه حماسه» ده. 

د لېوال پینځه منظومې هم، د لیکوال په ژوند، د هېواد د وروستي تاریخ له پینځو حساسو مرحلو سره تړلې دي، هم د افغانستان د اوږده تاریخ له پینځو مهمو دورو سره تړلې دي او هم د افغانستان د جغرافیې له پینځو سیمو سره تړلې دي: 

هوسۍ د ۱۳۷۰ لسیزې د بدبختیو په چاپېریال کې پنځول شوی د جنګونو روایت دی، 

ارشاک او اوشاس د کوشاني سترواکمنۍ پر مهال د نیلاب پر څنډو د زړونو او د خاورې پیوند بیانوي، 

لام او ایلینو د ښکلي نورستان یوه دراماتیکه شېبه ده، 

کک او زرینه د هلمند پر لمن د هلمند د اوبو د ښکلي زنځير د ساتلو یوه هڅه ده چې د پنځولو زمانه یې د هېواد پر اوبو د پردیو له دعوو سره هممهاله راغلې او 

سلطان د لوګر پر عرفان پرورې خاورې د دوزخ د اور د وژلو یوه هيله رابیانوي او د لیکلو وخت یې هم د هېواد د تاریخ داسې یوه شېبه ده چې د جنګ د لمبو د سړېدو هیله په کې سترګکونه وهي. 

د لېوال روانه او خوږه ژبه هم د یادولو ده. لېوال له پښتو او له افغانیت سره مینه لري خو دا مینه، لکه دځینو نورو، په شعارډوله اعلامیو کې نه وایي، د ژبې به پستو څپو، خوږو تعبیرونو او د پېښو په طبیعي بهیر کې یې ځلوي. دا د کابل او لوګر سیندونو تر منځه، لوی شوی صاحبزاده یوازې د ښکلو د ارمانونو د پوره کولو په پار کوزړۍ نه ګرزوي، د ژوند د ښکلا له پاره او له داره د پړیو د پرانستلو په خاطر د موزونو کلماتو او شرنګېدلو جملو جادویي مصله هم ورسره ده چې زمان او مکان په کې رانغاړي. 

زه ښاغلي لېوال ته نه، افغان ولس ته د دې پینځو منظومو د یوځای خپرېدو مبارکي وایم.  

په افغاني ادب کې د لا نوو او بریالیو تجربو په هیله.