د سینګاپور پولیس وایي د تیرې سه شنبې په ورځ یې څلور تنه بنګله دیشیان نیولي چې هڅه یې کوله د لامبو وهلو په واسطه د مالیزیا څخه سینګاپور ته په غیرقانوني ډول داخل شي.

دغه کسان چې عمرونه یې د ۲۵ او ۴۲ تر منځ ښودل شوي د سینګاپور په سمندري اوبو کې د دغه هیواد د ساحل ساتونکو پولیسو له لوری نیول شوي دي.

پولیس وایي له دغو کسانو څخه یې پوښتنې او پلټنې پیل کړي دي.

سینګاپور ته په غیرقانوني ډول ننوتل او یا خارجیدل په دغه هیواد کې د قانون له مخې جدي جرمونه ګڼل کیږي چې تر شپږو میاشتو قید او آن تر دوه زره ډالرو نغدي جریمه ورته ټاکل شوې ده.

د سینګاپور پولیس وایي د نشه یي توکو، وسلو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره یی جدي اقدامات تر لاس لاندې نیولي، هر ځای د مسافرو او موټرو د کتلو لپاره پوستې جوړې کړي او په سمندري پولو کې هم دوامداره ګزمې ترسره کوي.