انتهار اوانفجار

بیګناه چی وژنی هغه
انسان نه دی
دا بی رحمه ، کافر لا حیوان نه دی

ناخبره چی ګذار کوی د شا لوری
دا موږک ډوله نر د میدان نه دی

نا حقه چی تویوی د مسلمان وینی
قسم په الله چی اهل د ايمان نه دي

کرامت نلری، دا وحشی انسان نه دی
په هیڅ کتاب دی مسلمان نه دی

د پردو په دالرو پړودل کیږی
څرګند دښمن حاجت د بیان نه دی

ظریفه دا وژل وژل خو نور د زغملو نه دی
د مظلومانو وینی تویول د منلو ندی

څو چی امریکا ضامن د امنیت وی
نه به سوله او نه به مو طاقت وی

قوم په قوم،کور په کور به دښمنی وی
رشوت، لنډغری او زور ګویی وی

پریږدی نور دا خپلمنځیی دښمنی
سیاسی،قومی او ژبنی دښمنی

واحد ملت په څیر څرګند خپل هویت کړی
دښمن ته بیا ښکاره خپل زوړ غیرت کړی