طنز
محمود نظری

دډیموکراسۍ برکت

مشه په دې درکړې دنیایي پیسو او مقام مغرور
نه ستا په علم بلکې غلامي درکړي سوي ضرور
که څه دلته خاین چې ټګ او چالاک وي مخي ته ځي
بیا هم مشه د بل په اشغال باندې خورا ډیر مسرور

دډیموکراسۍ له برکته شکر نن ښه فني ټګان لرو
له هر کام څخه ښه علمي او ادبي چرندکان لرو
له دین څخه شخصي ګټه ډیره ښه اخلو
د ښنوپیسو ښه پاخه لغړ لیونی عاشقان لرو
پرمخ تګ نسته یوازې شا تګ دی شاتګ
په ارګ کي دننه ښه مسلکي هنري اټنچیان لرو
یو ګوند په زور نیم یا ټول افغانستان غواړې
داسې قناعتي میم زور مه یو کامي ګوندان لرو
هر خاین زموږ وطن په نغدو یا پور ډالرو پلوري
ډیر ښه چنه وهونکي ماشین په لاس کې دلالان لرو
ډیموکراسي کې دا سیاسي دلالا نو ډیر مختګ کړی
اوس په هر برخه کې ددولت ښه فنی لغړ مندان لرو

ناپاکان وايي چې مړه سو ملي اتلان پاک شهیدان کیږو
که ژوندی پاته سم په ټټر مډالونه دامان الله اکبر خان لرو
اشغال وایي ستاسودي دا ډالرونه او مډالونه ځار سي
شکر چي داسې خدای شرمولی ځان شرمولی مداحان لرو