په اندونیزیا کې یوی محکمې د تیرې سه شنبې په ورځ د دغه هیواد د ناقانونه کډوالو یو لوی قاچاق کوونکې په شپږ کاله زندان او ۴۸ زره ډالرو نغدي جریمې محکوم کړو.

ابرهم لوناپسي چې د کپتان برام په نوم هم مشهور دی استرالیا او نیوزیلنډ هیوادونو ته د لږترلږه ۱۵۰۰ غیرقانوني کډوالو په قاچاق کولو تورن وو.

نوموړی د ۲۰۱۶م کال په پیل کې له اندونیزیا څخه لمړی تایلنډ او بیا کینیا ته وتښتید، خو کله چې د تیر کال د سپتمبر په میاشت کې د خپل کار لپاره بیرته جاکارتا ته راستون شو نو سمدلاسه د پولیسو لخوا ونیول شو او د بشري قاچاق په جرم توقیف کړی شو.

تیر کال د نوموړي یو همکار تنیش کومار د محکمې له لوری په پنځه نیم کاله زندان محکوم شوې وو.
د لوناپسي دویم همکار سوریش چې د نوموړي سره یې په دغه غیرقانوني کړنو کې ډیرې مرستې کړي لا تر اوسه د اندونیزیا د پولیسو لاس ته نه دی ورغلې.

راپورونه ښیي د اندونیزیا حکومت په دی وروستیو کې د بشري قاچاق په وړاندې خپل دریځ ډیر سخت کړي.

د ۲۰۱۵م کال راهیسې په دغه هیواد کې لوناپسي د کډوالو اتم لوی قاچاق کوونکی دې چې په زندان محکومیږي.