د طلوع نیوز خبریال هم د مايک په زور په غصب شو ځمکه کې نمره واخسته
خبریالي يو پاکه او مقدسه دنده ده ، خو بدبختانه په دې وروستیو کې ځينو خلکو په ځينو خرابو کړنو دغه مسلک سخت وشرماوه .
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ اړوند د زنګوی په نامه سیمه چې د يو شمیر زورواکانو له لوري غصب شوي ده ، اوس تازه د یوه زورواکي سره چې د طلوع نیوز خبریال ډیل کړي او ورته يې ویلي چې زه خپله او هم د نورو خبریالانو درته ضیمه واري کوم چې په دغه غصب به سترګي پټوي او راپورونه به پر نه چمتوو کوي ، خو په دې شرط چې ماته به د کور لپاره په همدې ځمکه کې يوه نمره ځمکه په وړیا ډول راکوي .
دا ښاغلي چې مخکې يې د ژوندون او اوس د طلوع نیوز سره کار کوي د دې سربیره ياد شخص ته فیسبوک پیچ هم چلوي ، د دغه غصب شوي ځمکې د ثبوت لپاره د عارضي د ادارې له لوري راکړل شوي دا اسناد درسره شریکوم .
د سند په توګه د نقشي انځور او د عارضي مکتوبونه...

راشد هیوادپال فیسبوک پاڼه

او د فېسبوک پیچ لپاره يې د ده ایډې لیدلاي شي ، نوموړي د دې سربیره د طلوع نیوز لپاره رپوټونه هم په خپل سیمه یزه دفتر کې نه بلکې د ولایتي شورا د مشر په حجره کې جوړوي او ياد دفتر يې څه موده کیږي چې خوشي کړي او د دفتر پېسې په جیب کې اچوي .
دا چې په هر ناوړه کېسه کې د ده د نیکانو لاس وي نو دی پرسترګي پټوي ، په ظاهر ډير پاک خو په باطن کې ډير خیرن انسان دی ، زما ورسره هیڅ ډول عقده نشته خو هیڅکله د یو چا ناجیزه نشم لیدلاي .
دا ښاغلي چې مخکې يې د پښتو د ژبې مبارزه کوله او نوم يې زیار خان یاد وو د طوع نیوز سره د ماموريت د پیل سره يې خپل نوم په زیار یاد بدل کړ، له طلوع سره د ماموریت وړاندې هيڅ نه درلود خو اوس د لکونو روپیو خاوند دې او اوس تازه خو د يوه نمره ځای هم خاوند شوي ، د دې وراخوا په سلو او زرو معملو نور کې هم لاس لري او زګونه روپې د طلوع نیوز د مایک پرمټ پیدا کوي ، نه پوهیږم چې اداره به يې پرې خبره وي او که نه ؟
که خبره وي چې ټوله ورځ يې خبریال د زورواکانو په حجرو کې پروت وي او د رپوټونو جوړونه کې هم پنځوس سلنه د دوي خوښي ته ګوري ، نو بیا يې ولي ساتلي ؟
ایا د طلوع نیوز اداره کې ځينې اشخاص ورسره شریک دې او که کومه بله مسله ده
نورو کړنو په اړه به بیا ګورو چې اسناد پر لاس راشي خو دستې همدومره بسنه کوي ، که د طلوع نیوز د ادارې په شمول هر څوک په دې خبرو کې شک ګڼې نو لاړ دې شي د دغې نقشي په دایره کې سیمه کې ده د ده نوی نمرې په اړه پلټنه وکړي ، لاړ دې شي دا دې وګوري او په اړه دې پلټنه وکړي چې دا ډير د چا په حجره کې پروت وي ، او ده ته مې يوه لارښونه دا ده چې وروره له ټابلیټ کا ګولیو له اچولو لاس واخله که نه خراب به دې کړي .
یاد اوس د حجرو له امله په ټابلیټ کا ګولیو هم راغلي ، که د طلوع نیوز اداره دا هر څه ناسم ګڼې نو په همدې موضوع ده يو راپور چمتو کې کړي بیا به هر څه ورته په ډاګه شي .
نور بیا د اسنادو سره .............
راشد هیواد پال