که د تاريخ او جغرافيې پاڼې وپلټو، نو افغانستان د تاريخ په اوږدو کې د خپل غوره ستراتيژيک موقعيت ( پريوت) له امله، په بېلا بېلو نومونو لکه:د اسيا زړه، د هند دروازه، د تمدنونو څلور لارې، د وريښمو لویه لار، د نړۍ بام او په داسې نورو نومونو ياد شوی دی. په همدې اساس د يونانيانو نيولي تر مغلو، انګريزانو، روسانو او امريکايانو پوري د وخت هر زبرځواکه قدرت هڅه کړي چې د خپلو استعماري موخو د لاس ته راوړلو او ساتلو لپاره دا مهم سوق الجیشی موقعيت ترخپل کنټرول او والکې لاندې راؤلي.
دا چې د شلمې پيړۍ په وروستی لسیزه کې، د امریکا متحده ایالاتونو، تر ټولو ستر سیال پخواني شوروي اتحاد، په افغانستان کې له سختې ماتې وروسته ټوټه ټوټه شو؛ نو امریکا متحده ایالات، د نړیوالو سیاست په ډګر کې د یؤازېنۍ او بې سیاله زبرځواکه هېواد په توګه پاتې شو؛ نو امریکایانو له فرصت څخه په استفادې، د پخؤانيو ښکېلالګرو او نېواکګرو امپراطوریو او هېؤادونو په څېر، د افغانستان ستراتيژيک موقعيت ته، د ځينو ځانګړو موخو لپاره اړتیا درلوده، چې تر ټولو مهمې موخې يې په لاندې ډول دی.
۱ ـ د افغانستان د پريمانه طبیعي زېرمې تر کنټرول لاندې راوستل او د هغې څخه ګټه اخېستنه.
۲ ـ د منځنۍ اسیا هېوادونو طبیعي زېرمو ته لاس رسی. داچې غربي نړۍ د خلیج هېوادونو په طبیعي زیرمو خېټې اچولي او د همدې منابعو څخه د خپلو اړتیاؤ د پوره کولو ترڅنګ، ډېرې اقتصادي او سیاسي ګټې لاسته راوړي، مګر په اوږده مهال کې د یادو هېوادونو منابع بسنه نه کوي. په همدې اساس دوی په دې هڅه کې دي، چې د طبیعی منابعو نوي زیرمې تر حاکمیت لاندې راولي، همدا لامل دی، چې د منځنۍ اسیا او افغانستان په طبیعي زیرمو يې سترګې خښې کړيدي.

۳ ـ د چین، روسيې او ایران سرحدونو ته ځان رسول. اوسمهال په نړیوال سیاست کې چين، ایران او روسیې ته د غرب په ځانګړي ډؤل د امریکا متحده ایالاتو د مخالف بلاک په سترګه ګتل کیږي. په همدې اساس امریکایانو غوښتل، چې د افغانستان موقعیت څخه په ګټې اخېستنې د چین، ایران او روسيې سرحدونو ځان ورسوي، ترڅو د نوموړو هېوادونو وضعیت له نږدې څخه وڅاري او تر خپله وسه د دوی د پرمختګ او په سیمه کې د نفوذ او رسوخ مخه ونیسي.
۴ ـ د طالبانو حکومت نسکورول، په لومړی قدم کې امریکايي پلوه حکومت رامنځته کول او په پای کې د مجاهدینو، کمونستانو او نورو ډلو ټپلو پرځای، غرب پلوه د موکراتانو، تکنوکراتانو او شخصیتونو ته د قدرت سپارل.
همدا او یو شمېر نور لاملونه ددې سبب شول، چې امریکا متحده ایالاتونو او متحدینو يې د تروريزم سره د مقابلې په نوم، پر افغانستان يرغل وکړ، د طالبانو حکومت سقوط وکړ او د حامد کرزي  تر مشرۍ لاندې يې  نوى حکومت رامنځته کړ.
کله چې طالبان بېرته منظم شول او د امریکایانو او د دوی د متحدینو پر وړاندې يې وسله واله مبارزه پيل کړه؛ نو په لومړيو وختونو کې، د امریکا نظامي دوکتورین په دې آند وو، چې طالبان او مخالفین باید د سولې او پخلاینې پرځای، د جنګ له لارې یا منځه یوړل شي او یا د جنګ له لارې دومره کمزوري او ځپل شي، چې بالاخره سولې ته غاړه کیږدي.  

ځکه دوی په خپل اقتصاد، تکنالوژی او نظامي ځواکونو ډېر غرور کاوه، د هغې  پر وړاندې جګړه او مقابله کول يې، د عقل او منطق څخه لرې خبره ګنله؛ خو نسبتاً تر اوږدې او مبهمې جګړې وروسته د لاندې دوو دلایلو له امله دېته اړ شول، چې د طالبانو سره د سولې لاره غوره کړي.
الف ـ امریکایان پدې پوه شول، چې نشي کولای د نظامی قوت او جګړې له لارې، طالبانو ته شکست ورکړي، ځکه تاریخ په اثبات رسولي، چې هيځ بهرني ځواک تر اوسه د جګړې په ډګر کې، افغانانو ته ماتي نه ده ورکړي. همدارنګه
څومره چې جګړه اوږدیږي، په همغه اندازه د امریکایان تلفات ډېریږي او اقتصاد ته يې زیان رسیږي او طالبان د کمزورتیا پرځای ځواکمن کیږي.

ب ـ کله چې د امریکا اړیکې د ځینو مسایلو پر سر د پاکستان سره ترېنګلې شوې او پر پاکستان فشارونه ډېر شول؛ نو پاکستان د امریکا له لوري، د وارد شویو فشارونو د کموالي لپاره، خپل مناسبات له مسکو سره سره نږدې کړل او مسکو د افغانستان په مسئله کې دومره دخیل شو، چې ان د افغان دولت، طالبانو او امریکایانو ترمنځ يې د مخامخ خبرو اترو کوربه توب وکړ. په همدې اساس امریکایان پدې پوه شول، چې د طالبانو پر وړاندې په خپلو سیاستونو کې بدلون راولي، له طالبانو سره د جنګ پرځای، د سولې لاره غوره کړي او د همدې لارې خپلې ځینې نسبي بریاوې او لاسته راوړنې وساتي او خبره له بد څخه بدتره نشي.
په درنښت
استاد رباني وحدت