د انګلستان تعلیمی اسناد!
د دویمې برخې پاته برخه
عبدالله وردک
انګلستان - نومبر - ۲۰۱۸

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ، او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
د انګلستان په پوهنتونو کې، محصلین، د زده کړې، په آخریني کال کي د (Final Year Project)، په نامه یو مضمون لري، چې د هغه اهمیت، د ۲ مضامینو، د اهمیت سره برابر وي.
نوټ: که چېرې تاسې زما دویمه برخه په غور سره لوستلې وي، نو تاسې ته به معلومه شوې وي، چې د آخري کال د پروژې ارزښت نوي فیصده (٪۹۰) دی. نه، داسې نده، او د هغې ارزښت سل فیصده (٪ ۱۰۰)، دی. نو لوستونکي شاید ووایي، چې لس فیصده ( ٪ ۱۰) نمرې یې څه شولې!؟
یا په بل عبارت، لومړی راپور چې د (Definition Report) په نامه یادیږي، لس فیصده (٪ ۱۰) اهمیت لري، دوهم راپور چې د (Progress Report) په نامه یادیږي، لس فیصده(٪ ۱۰) اهمیت لري، او همدارنګه، دریم راپور چې د (Final Report)، په نامه یادیږي، اویا فیصده (٪ ۷۰) اهمیت لري، چې دغه ټولې نمرې نوي فیصده (٪ ۹۰) کیږي.
هېره د نه وي، چې ټول شاګردان خپلې پروژې، نورو داخلي او خارجي مېلمنو ته په یوه معینه ورځ، چې هغو ته (Poster Day)، وایي، د لیدلو دپاره ور وړاندې کوي. پدغه ورځ ټول شاګردان، استادان، او د خارجي مؤسسو او کمپنیو نمایندګان برخه اخلي، او ټول کولای شي، چې د شاګردانو څخه د دوی د پروژو په هکله هر ډول پوښتنې وکړي.
دغه پاتې لس فیصده (٪ ۱۰) نمرې د شاګردانو، Logbook ،Logfile، د سوالونو ځوابونو، او Poster، ته ورکول کیږي، چې جمله ټولې سل نمرې (۱۰۰) پوره شي.
شاګردان په خپل Logbook کې د پروژې په هکله خپل ورځني کارونه ریکارد کوي، او هغه د استاد او شاګرد په اونیزه مجلسونو کې، د استاد له خواه کتل او امضاء کیږي.
همدارنګه، Logfile، د هغو علمي مقالو مجموعه ده، چې شاګرد هغه د خپلې پروژې په هکله لوستلي وي، او د هغو څخه یې د خپلې پروژې په هکله ګټه پورته کړې وي.

د پام وړ ټکي:
غواړم چې دغه ټکي ته یوځل بیا اشاره وکړم، چې تر کومه وخته پورې به مونږه، د نورو خلکو لاسته راوړنې، خپلو وطنوالو ته وړاندې کوو!؟ کاشکي، دغه فکر هم وکړو، چې الله(ج) د هغه وخت هم زمونږه په ژوند کې راولي، چې نور خلک، زمونږه لاسته راوړنې، د نړۍ نورو خلکو ته وړاندې کړي.
همدارنګه، زه یو ځل بیا دواړه لاسونه، د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته، په ډېره عاجزۍ د دعا دپاره پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com