اسلامي پراختيايي بانک په ننګرهار کې د امکاني مطالعې Feasibility Study  لپاره ۲۰۰ زره امريکايي ډالر بسپنه ورکړې وه، دغه مطالعه د ماليزيا نړيوال اسلامي پوهنتون ترسره کړه. کله چې نوموړې مطالعه ترسره شوه، وروستی راپور يې له ټولو اړونده ادارو سره شريک شو. په نوموړې مطالعه کې دا ثابته شوې چې ننګرهار د نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره يو مناسب ځای دی؛ که داسې نه وای نو دغه امکاني مطالعې به دا هر څه په ډاګه کړي وای، چې ګنې ننګرهار د ياد پوهنتون ظرفيت نه لري. 

امکاني مطالعه يو لوی سند دی، چې په ننګرهار کې د ياد پوهنتون د جوړېدو منطق زباتوي. دا چې ايا د دغه امکاني مطالعې نهايي راپور چې د کتاب په بڼه چاپ شوی ولسمشر او نورو تصميم نيونکو ته رسېدلی که نه؟ دا پوښتنه وارده ده. 

په دغه مطالعه کې د ننګرهار هوا، اوبه او خاوره ټول ارزول شوي، په نوموړې مطالعه کې نړيوال اسلامي پوهنتون لپاره بزنس پلان جوړ شو، Governance Models يې طرحه شول، اکاډيميک پلانونه يې جوړ شول، Conceptual Master Plan يې جوړ شو، Conceptual Landscape Master Plan يې جوړ شو، زيربناوې يې طرحه شوې او قېمت گذاري يې ترسره شوه. 

د زرغونو سيمو لپاره هغه ونې په پام کې ونيول شوې چې د ننګرهار د آب و هوا سره سمون ولري.  

 

امکاني مطالعه؛ ودانۍ او قېمت ګذارۍ: 

د دغه طرحې له مخې به په ياد پوهنتون کې لاندې ودانۍ ابادېږي: 

لومړی اکاډيميکې ودانۍ:  

انجنيري، اقتصاد او Islamic Finance، قانون، Fundamental Knowledge and Interdisciplinary Studies، ساينس،  Human Sciences & Education، طب او غاښونو طب، Environmental Design، معماري، ICT، Allied Health Sciences 

دويم مرستندويه يا Supporting ودانۍ: 

اداري ودانۍ، سپورټ کمپلکس، مسجد، مرکزي تالار، د محصلينو مرکز، کتابخانه، د ژبې مرکز، تجارتي اسانتياوې يا Commercial Amenities، د معلوماتي ټيکنالوژۍ مرکز، روغتيايي مرکز، مرکزي ګراژ او ورکشاپ، د حفظ مراقبت واحد، امنيتي وداني. 

دريم د اوسېدو ځای: 

د لوړپوړو اوسېدو ځای، VP/Staff/Guest Housing، د نارينه زده کوونکو ليليه، د ښځينه زده کوونکو ليليه او د واده شويو زده کوونکو اوسېدانې ځايونه. 

نوموړې ودانيزې چارې به په درې مرحلو کې د ۲۱۳۵۸۰۰۰۰ امريکايي ډالرو په لګښت سرته ورسېږي.