په پلازمينه کابل کې د ملي اردو پر يوه موټر ځانمرګى بريد تر سره سوى دى.207747_395596887196684_1083487394_n

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي وايې چې په دي بريد کې د ملي اردو شپږ سرتېري ژوبل سوي دي او د کوم يو تن د وژل کيدو خبر نه دى ورکول سوى.

بل خوا ته د کابل د امنيي قومندانۍ له لوري په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بريد نن سهار شاوخوا اووه بجي د دريمي امنيتي حوزي اړونده په پل سوخته نومي سيمه کې سوى او پر مهال يې اووه تنه ژوبل سوي دي.

په دي خبرپاڼه کې ويل سوي چې ددي پېښي په اړونده پلټني پيل سوي دي.

د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له ادرسه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي چې په دي بريد کې يې اولس تنه د ملي اردو سرتېري وژلي دي او ګڼ نور يې ژوبل کړي دي.

په خبرپاڼه کې ويل سوي چې بريد د يو تن لوګري سيد جان له لوري تر سره سوى دى.