د کندهار د والي وياند جاويد فيصل وايې چې تېره شپه د کندهار ښار په اتلسمه امنيتي حوزه کې دوه تنه پوليس وژل سوي دي.5eab06ee8beccfbbe9fe59ac1372cb75_XL

د نوموړي په وينا چې دغه دوه تنه ملي پوليس د نوموړي حوزي په اړونده کې په مرموز ډول وژل سوي دي کوم چې په تړاو يې پلټني پيل سوي دي.

هغه وويل چې د پېښي په تړاو د پوليسو له لوري څيړني پيل سوي دي.

ها خوا ذالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړي چې د کندهار ښار د اتلسمي امنيتي حوزي اړونده د دوى يو تن نفوذي پوليس د امنيتي پوستي قومندان ګل اغا او دوه ساتونکي يې وژلي دي.

هغه ويلي چې دغه ملي پوليس ددوى د ملګرو سره يو ځاى سوى دى.

ددي پېښي په تړاو تر دي مهاله نور جزيات نه دي خپاره سوي.

دي ته ورته يو بل بريد وړاندي د يو تن سيمه ايز پوليس له لوري د کندهار د پنجوايې ولسوالۍ په سفيدروان نومي سيمه کې تر سره سوى وو او پر مهال يې د امنيتي پوستي قومندان باچا وژل سوى و.