د مسلم ليګ نواز ډلې يوه مشره مريم نواز وايي: چې زما پلار نوازشريف images (1)ډېرى وخت وايي چې مريمه لور ده خو هغه زوى راته ښكاري، خو تره شهباز شريف بيا وايي چې په راتلونكيو ټاكنو وروسته به د پنجاب ايالت اعلى وزير ښځه وي..

د پاكستان د پنجاب ايالت په مركز لاهور كې د هيواد تر ټولو لويي درس ګاه جامعه پنجاب كې د سناتور روزينه عالم خان د كتاب د مخكتنې په غونډه كې د وينا په مريم نواز شريف زياته كړه: سياست ته له راتګ څخه وروسته زما په مسلم ليګ ن هغه تاثر ختم سو ګويا دا يوه مذهبي ډله ده.

هغې وړاندې وويل: د مسلم ليګ نواز ډلې په اړه ويل كېږي چې هغه د ښځو د سياست خلاف دى، خو زما له راتګ سره دغه تاثر هم ختم كړى سو