شک دی چې د ملا نذیر ډله، د پاکستان د پوځ او استخباراتو له ملاتړه برخمنه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د وژل شوي قومندان ملا نذیر ډله او د هغې اوسنی مشر ملنګ وزیر د نړیوالو ترهګرو په لیست کې شامل شوي دي.

له خبرپاڼې سره سم له دې وروسته د دې ډلې او د هغې د قومندانانو ټوله شتمني، که په امریکا یا هر هغه ځای کې وي چې امریکا پکې نفوذ لري، ضبط کېږي او امریکايي اتباع له دې ډلې سره هیڅ راز کاروبار نه شي کولی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د ملا نذیر ډله په شمالي وزیرستان او افغانستان کې ترهګري کوي او د ترهګرو د روزنې لپاره کمپونه هم لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا د ملانذیر ډله په وزیرستان کې د ځانمرګو د روزلو او افغانستان ته د هغو په لېږلو کې هم ښکېله ده او په افغانستان کې یې د افغان، امریکايي او د نورو نړیوالو ځواکونو پرضد ګڼې حملې کړي دي.

ملا نذیر سږ کال(۲۰۱۳) د جنورۍ په درېمه نېټه د جنوبي وزیرستان په سرکونډه سیمه کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په حمله کې ووژل شو.

ملا نذیر د پاکستاني طالبانو له تحریکه د اختلافاتو له کبله جلا شوی و او د افغان طالبانو ملا محمد عمر مشري یې منلې وه. ده په پاکستان کې جګړه ناروا بلله خو په دې یې ټینګار کاوه چې باید په افغانستان کې جهاد وشي.