.DSC00119

د دغه ولايت د بېلابېلو ولسواليو نژدې دوه زره ځوانانو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، جهادي قومندانانو او مخورو د يوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر کرزي د يادې پرېکړې، چې په دوو اونيو کې دې بهرني ځواکونه له دغه ولایت څخه ووځي، هرکلى وکړ.

دغه غونډه د دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې جوړه سوې وه او د غونډې ګډونوالو په يوه ږغ وويل، چې د ولسمشر پرېکړه دې عملي سي او که پلې نه سوه، نو د دغه ولايت ولسونه به په پراخو دوامداره سوله ييزو لاريونونو لاس پورې کړي.

په دغو مشرانو کې د مرکز ميدان ښار، چک، سيداباد، دايميرداد، جغتو، بهسودو، جلريز او نرخ ولسواليو مشرانو، مخورو، جهادي قوماندانانو او علماوو برخه درلوده.DSC00079

دغه راز دغو مشرانو له دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له رياست څخه غوښتنه وکړه، چې د دغو ولسواليو امنيت ته جدي پام وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې ولسونه له دوى سره ملاتړي دي.

يادو په سلګونو قومي مشرانو او مخورو له غونډې وروسته ددغې پرېکړې د عملي کېدو او ژر له دغه ولايت څخه د ځانګړو امريکايي ځواکونو د وتلو په غبرګون کې سوله ييز لاريون هم وکړ .

د غونډې په پاى کې د ولايتي شورا او ولسونو د مشرانو او مخورو يو ګډ شپږ ماده ييز پرېکړه ليک صادر سو.

په پرېکړه ليک کې راغلي، چې دوى په ګډه د امريکايي ځانګړو ځواکونو له خوا، په وينا يې، سوي ظلمونه، لکه د خلکو وهل، نيول، وژل، بندي کول، د موټرو او کورونو انفجارول او د څاوريو وژل غندل سوي.

دغه راز زيانمنو کورنيو ته د زيان د ورکړې غوښتنه او په دغو جرمونو د ککړو کسانو د محاکمې غوښتنه سوې ده.

دغه راز په پرېکړه ليک کې له ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت له عمومي رياست څخه غوښتل سوي، چې د دغه ولايت د ولسواليو امنيت ته جدي پاملرنه وکړي.

همدارنګه په پرېکړه ليک کې ګواښ سوى، که د ولسمشر دغه پرېکړه، چې د ولسونو غوښتنه وه، پلې نه سي، نو دوى به په سوله ييزو پراخو او دومداره لاريونونو لاس پورې کړي.

دیادونې وړده چې د امريکايي ځانګړو ځواکونو او د هغو د افغان همکارانو له خوا د ځورونو په اړه د خلکو له شکايتونو وروسته ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ امر وکړ، چې دغه ځواکونه دې په دوو اونيو کې له ميدان وردګو ولايت څخه ووځي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم ويلي ول چې د ميدان وردګو ولايت په اړونده به خپلي څيړني کوي او هڅه په وکړي چې هلته ستونزي هواري سي.

ددي سره په يوه وخت کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وياند ويلي ول چې په ميدان وردګو ولايت کې داسې شواهد نسته چې له مخي يې امريکايې او ايساف ځواکونه په دي ګرم وبلل سي چې د خلکو سره ظلم کوي.

ولسمشر کرزي دا پريکړه چې په دوه اونيو کې دننه به بهرني ځواکونه له ميدان ښار څخه وځي وکړه چې په دي ولايت کې د خلکو له لوري پر دولت نيوکي زياتي سوي او وويل سول چې ځانګړي ځواکونه يې پرته له کومي ګنا زوروي