بهرنيو چارو وزير وايي ايساف به په وردګو ولايت کې له ملکي وګړو سره د ځانګړو امريکايې ځواکونو ناوړه چلند وڅېړي.

هغه چې د خبريالانو سره يې خبري کولي ويلي چې دى د افغانستان په قضاياوو کې ښکېل دى او له ولسمشر کرزي سره نژدې اړيکې لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري وويل چې په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه به د ملکي وګړو د زورونې مسئله جدي ونيسي او وبه يې څيړي.

د ميدان وردګو ولايت په اړه بيا په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وياند ويلي چې داسې ثبوت نه لري تر څو هغه ددي لامل سي چې ځانګړي سرتېري له ميدان وردګو وايستل سي.

هغه ويلي چې په دي اړه پلټني کوي او وبه ګوري چې ايساف په دي ولايت کې څومره ولسي وګړي زورولي دي.

ځانګړي امريکايې سرتېرو په ميدان وردګو ولايت کې په بيا بيا ولسي وګړي وزورول او ددي ولايت د ګڼو سيمو وګړي يې تر

noorollahi20121221175918247شکنجو او بې ځايه شپني عملياتو لاندي راوستل.

د ميدان وردګو ولايت خلکو وروسته له هغي په لاريون لاس پوري کړ او د کندهار کابل تر منځ لويه لار يې وتړل چې د نصرت په نوم يو تن ځوان محصل لومړى يووړل سو او بيا دوه ورځي وروسته يې مړى وموندل سو.

لاريون والو پر هغه مهال ويلي ول چې د ميدان وردګو ولايت له خلکو سره پرته له دي چې ګنا يې کړي وي ظلم کيږي او دوى له مرکزي دولت څخه غواړي چې په دي ولايت کې د ولسي وګړيو د زورونو څخه ځانګړي امريکايې سرتېري ليري کړي.

که څه هم دي موضوع په کور دننه او بهر کې زيات غبرګونونه را وپارول خو د تېرو څلورو مياشتو را په دي خوا د ميدان وردګو ولايت خلک د سيمي د وګړيو په وينا زورول کيدل او دوى ته ويل کيدل چې د وسله والو طالبانو سره اړيکي لري.

ميدان وردګ مرکز ته څيرمه ولايت دى او ددي ولايت د مرکز سره د کندهار کابل لويه لار هم تېره سوي ده.ميدان مرکز ته تر ټولو نژدي پروت ولايت دى او سيمي يې تر ډېره بريده غرنۍ دي.