DSC_7151

په دي کتنه کې توريالي ويسا وويل چي اداره يې په تمامه معنى هغو ډيپلوماټيکو اړيکو او قوانينو ته چي سته دي، ژمنه ده او افغانستان و پاکستان له يو بله سره دوه، نه جلا کېدونکي هيوادونه بولي.

هغه زياته کړه چي دوى له خپلو ټولو امکاناتو په استفاده هڅه کوي چي د پاکستاني اتباعو لپاره داسي شرايط چمتو کړي څنګه چي له افغان ډيپلوماټانو او نورو عادي افغانانو لپاره په پاکستان هيواد کي برابر سوي دي.

نوموړي د پاکستان کونسلګرۍ له همکاريو چي هر وخت يې د وېزې او سفر په برخو کي ددې سيمي د اوسېدونکو ستونزي حل کړي مننه وکړه او هغوى يې له دې ناحيې وستايل.

په جنوبي حوزه کي د پاکستان سر کونسل فرمان الله يوسفزي هم په خپلو خبرو کي د افغانستان او پاکستان اړيکي تاريخي وبللې او په خبره يې چي په ټوله پاکستان کي د افغانستان په اړه يوه داسي تصور موجود دى چي پر اساس يې دواړه هيوادونه د يوه ګډ ملت په توګه پېژندل کيږي چي هيڅ کله هم له يو بله جلا سوي نه دي.

نوموړي زياته کړه، که څه هم هيوادونه سره جلا دي او پولي سته ولي بيا هم دواړه مملکتونه او په دواړو خواوو پراته اوسېدونکي ځيني داسي ګډ خصوصيات لري چي دوى ته له يوه او بل سره مشابهت ورکوي.

کونسل همداراز د کونسلي لاسرسي د زياتېدا غوښتنه هم وکړه او اضافه يې کړه چي په دې برخه کي رسماً له ولايتي ادارې غواړي چي کونسلي لاسرسى يې ورته زيات کړي ترڅو دوى وکولاى سي په ښه توګه سره خپل کارونه او مسؤليتونه سرته ورسوي